• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند فضايي بېړۍ چاندریان-۳ د سپوږمۍ پر مخ کېناسته

۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۱۱ GMT+۱

د هند د چاندریان-3 فضايي بېړۍ د چهارشنبې په ورځ (د وږی لومړۍ) د یوه پلټونکي ماموریت لپاره سپوږمۍ ته ښکته شوه. هند څلورم هېواد دی، چې سپوږمۍ ته رسېدلی او لومړنی هېواد دی چې د سپوږمۍ پر سویلي قطب کې یې فضايي بېړۍ کېنولې ده.

د هند لومړی وزیر نارېندرا مودي، چې د برېکس په سرمشریزه کې د ګډون لپاره په سویلي افریقا کې دی، د دې فضايي بېړۍ په ښکته کېدو یې د خپل هېواد د بیرغ په رپولو وویل:" دا د یوه نوي هند د بریا چغه ده".

د هند فضايي ادارې د زمري ۱۵مه اعلان وکړ، چې د چاندریان-۳ فضايي بېړۍ د سپوږمۍ مدار ته له توغولو درې اونۍ وروسته په بریالیتوب سره ځای پر ځای شوه.

دا فضایي بیړۍ د روان کال د سرطان په ۲۳مه د هند د سویل شرقي ساحلونو څخه فضاء ته ولېږدول شوه.

سپوږمۍ کې د دې فضایي بیړۍ له ناستې سره د هند د فضایي څېړنو د بنسټ رییس وویل: "هند په سپوږمۍ کې دی".

د چاندریان-۳ فضایي بېړۍ د سپوږمۍ په سویل کې ښکته شوې ده.

تر دې مخکې د لونا-۲۵ په نوم ورته یوه روسي فضايي بېړۍ د تخنیکي ستونزو له امله په سپوږمۍ کې نسکوره شوې وه. وروسته له ۴۷ کلونو د روسیې لومړنی فضایي ماموریت ناکام شو.

تر دې مخکې چین، روسیه او متحده ایالات په سپوږمۍ کې په کنټرول شوې ناستې بریالي شوي وو.

رویټرز راپور ورکړی، چې په ټول هند کې خلکو په سپوږمۍ کې هندي فضایي بېړۍ کتله او د بریالي ښکته کېدو لپاره یې دعاګانې او خوشالۍ کولې.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د اوکراین ولسمشر له فنلنډ څخه خپل هېواد ته د ایف ۱۸ جنګي الوتکو د استولو غوښتنه وکړه

۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۱۹ GMT+۱

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي د فنلنډ له صدراعظم پیټري اورپو غوښتي، چې اوکرایني ځواکونو ته F-۱۸ جنګي الوتکې ورکړي.

امریکا مخکې له ډنمارک او هالنډ څخه اوکراین ته د F-16 جنګي الوتکو د استولو موافقه کړې وه.

ښاغلي زېلېنسکي د چهارشنبې په ورځ په کیف کې د فنلنډ له صدراعظم سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، چې ایف-۱۶ جنګي الوتکې د دغه هېواد د هوايي ځواک اړتیاوې پوره کولای شي.

هغه زیاته کړه چې فنلند خپلې F-18 جنګي الوتکې له پوځي سرویس څخه باسي؛ نو غوره به وي چې اوکراین ته یې ورکړي.

ایف اتلس((F-18یو ډول جیټ بم غورځونکې الوتکې دي، چې په ۱۹۷۰ لسیزه کې په امریکا کې جوړې شوې دي او د فنلنډ په ګډون یو شمېر اروپايي هېوادونو ته د بمونو یو شمېر ډولونو سره یو ځای ورکړل شوي دي.

فنلنډ تر اوسه اوکراین ته د F-18 جنګي الوتکو د سپارلو په اړه ځواب نه دی ورکړی.

ریچارډ بېنېټ: په افغانستان کې باید د بشري حقونو له سرغړوونکو سره حساب وشي

۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۵۹ GMT+۱

د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ وايي؛ د بشري حقونو د سرغړونو په اړه حساب – کتاب به له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې د راتلونکي تعامل اساسي ټکي وي.

وروسته له هغې، چې د یوناما او ګڼو نورو بشري حقونو ادارو له خوا په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو ضد کړنې او د پخواني حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژنې او شکنجې په اړه راپورونه خپاره شول؛ د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي، چې له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل د پالیسۍ مهم ټکي د بشري حقونو د نقض په اړه حساب او کتاب دی.

نوموړي تېره ورځ د امریکا متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ ته په خبرو کې ویلي، چې لا هم په افغانستان د بشري حقونو مدافعینو، مدني او سیاسي فعالانو نیونې او غېرقانوني وژنې او بې درکه کول موجود دي.

د بېنېټ په خبره؛ له هغه وخته چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړی؛ د بشري حقونو وضعیت خراب شوی، د ښځو او نجونو ټولنیز وضعیت د ناورین تر سرحده رسېدلی دی.

دی وايي، چې په افغانستان کې د اقلیتونو او ماشومانو وضعیت هم د ژورې اندېښنې وړ دی.

د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه د اسنادو په ټولېدو هم ټینګار کړی او زیاتوي، دا د ټولو کارونو بنسټ دی: “ څو مسوولین باید حساب ته راکش کړل شي، چې د معافیت دود له منځه لاړ شي”.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ یوناما اعلان وکړ، چې طالبانو د پخواني جمهوري نظام له ۸۰۰ زیات کارکوونکي، امنیتي او دفاعي ځواکونه نیول شوي، شکنجه شوي، ورک شوي او وژل شوي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یاد راپور رد کړی او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې له بل هر وخته بشري حقونه خوندي دي.

د روسیې د هوايي ځواکونو قوماندان سرګئي سوروویکین له دندې ګوښه شو

۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۴۸ GMT+۱

د روسیې دولتي خبري اژانس ریانووستي د یوې باخبرې سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې د روسیې د هوايي او فضايي ځواکونو قوماندان سرګئي سوروویکین له دندې ګوښه شوی دی.

دغه خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د وږی لومړۍ نېټه) لیکلي، چې د هغه پرځای ویکتور افزلوف په موقت ډول ټاکل شوی دی.

سرګئي سوروویکین د ۲۰۱۷میلادي کال په اکتوبر میاشت کې د روسیې د هوايي او فضايي ځواکونو د مشر په توګه وټاکل شو.

هغه پر اوکراین د روسیې له برید وروسته، یو څه وخت لپاره د روسیي پوځیانو د یوې ډلې لپاره د جګړې قوماندان و.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ۲۰۲۱میلادي کال کې د ښاغلی سوروویکین رتبه جنرالۍ ته لوړه کړه، او په ۲۰۲۲ میلادي کال کې یې ورته د زړورتیا مډال ورکړ.

د خپرو شویو راپورونو له مخې؛ نوموړی د روسیې له دفاع وزارت سره د واګنر ډلې اړیکو درلودونکی کس و، خو د دغې ډلې له پاڅون وروسته نور په عام محضر کې نه دی لیدل شوی.

د ریانووستي خبري اژانس په حواله، سرګئي سوروویکین به په بل پوست کې په کار وګمارل شي، خو اوس هغه په ​​"رخصتۍ" کې دی.

پوتین: د ډالرو د نړۍوال تسلط له منځه وړلو لپاره زموږ پرېکړه نه بدلېدونکې ده

۳۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲۲ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۴۵ GMT+۱

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د سې شنبې په ورځ په سویلي افريقا کې د برېکس هېوادونو د مشرانو په سرمشريزه کې وويل، چې د برېکس هېوادونو د خلکو د پېرودلو ځواک د اوو صنعتي هېوادونو د ډلې په پرتله لوړ دی.

هغه وویل، چې د نړۍوالو سوداګریزو راکړو - ورکړو څخه د ډالرو د لېرې کولو لپاره د دوی هڅې دوام لري.

د برېکس هېوادونو ۱۵مه سرمشريزه د سویلي افريقا په ژوهانسبورګ کې د برازيل، روسيې، هند، چين او سویلي افريقا د مشرانو په حضور کې جوړه شوه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، چې په اوکراین کې د جنګي جرمونو په تور د نړۍوالې محکمې له خوا تر څار لاندې دی، جنوبي افریقا ته سفر نه دی کړی او د ویډیويي کنفرانس له لارې یې وینا کړې ده.

یادې غونډې کې پوتین په یوې ثبت شوې وینا کې وویل، چې د برېکس په غړو هېوادونو کې پانګونه شپږ برابره زیاته شوې ده.

هغه وویل؛ د لویدیځ د یو اړخیز بندیزونو له امله د نړۍ اقتصاد ډېر زیانمن شوی دی.

پوتين د برېکس پرمختيايي بانک د ورته لويديځو بنسټونو لکه؛ نړۍوال بانک د بديل په توګه ياد کړ.

په دې غونډه کې پوتین د « مشارکت، برابرۍ، د یو بل ګټو ته د د رناوي» د اصولو پر بنسټ د همکارۍ یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې دا به د راتلونکي لپاره د دغو هېوادونو اساسي مسیر وي.

د برېکس ډلې اصلي غړي چې برازیل، روسیه، هند، چین او سویلي افریقا پکې شامل دي، د نړۍ له ۴۰٪څخه زیات نفوس په دغو هېوادونو کې ژوند کوي.

ویل کېږي، چې په دې غونډه کې د ایران په ګډون د څه باندې۲۰نورو هېوادونو پر غړیتوب هم خبرې شوې دي.

تر دې مخکې سویلي افریقا ویلي وو، چې د سعودي عربستان په ګډون ۴۰ هېوادونه غواړي چې د برېکس هېوادونو په ډلې کې شامل شي.

د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته ورسېده

۳۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۵۵ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې افغانستان ایران ته د څه باندې شپږ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي لیږدولي دي.

دغه وزارت له ایران څخه د افغانستان د وارداتو کچه شاوخوا ۵۰۶ میلیونه ډالره اټکل کړې ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ؛ د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو توکو د تبادلې اندازه کال کې دوه میلیارد ډالرو ته هم رسېږي.

دغه وزارت ویلي؛ هڅه کوي چې دا اندازه په کال کې لس میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

په همدې حال کې د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال له ایرانه غوښتي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیاو رامنځته کولو په خاطر دې پر افغان سوداګرو ترجیحي تعرفې ولګوي.

له بلې خوا د ایران او افغانستان تر منځ د بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې د زیاتوالي په اړه؛ د تایباد قوماندان مهدي دونده اعلان وکړ، چې سږ کال افغانستان ته د ایران په صادراتو کې اته سلنه زیاتوالی راغلی دی.

ویل کیږي، چې افغانستان ته د ایران عمده صادرات خوراکي، نفتي او بېلابېل ساختماني توکي دي.

د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي؛ د افغانستان د پنبې او کانونو د صادراتو لپاره د ایران بازار مناسب دی.