• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ریچارډ بېنېټ: په افغانستان کې باید د بشري حقونو له سرغړوونکو سره حساب وشي

۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۲ وږی ۱۴۰۲ - ۲۴ اګست ۲۰۲۳، ۰۸:۴۳ GMT+۱

د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ وايي؛ د بشري حقونو د سرغړونو په اړه حساب – کتاب به له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې د راتلونکي تعامل اساسي ټکي وي.

وروسته له هغې، چې د یوناما او ګڼو نورو بشري حقونو ادارو له خوا په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو ضد کړنې او د پخواني حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژنې او شکنجې په اړه راپورونه خپاره شول؛ د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي، چې له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل د پالیسۍ مهم ټکي د بشري حقونو د نقض په اړه حساب او کتاب دی.

نوموړي تېره ورځ د امریکا متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ ته په خبرو کې ویلي، چې لا هم په افغانستان د بشري حقونو مدافعینو، مدني او سیاسي فعالانو نیونې او غېرقانوني وژنې او بې درکه کول موجود دي.

د بېنېټ په خبره؛ له هغه وخته چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړی؛ د بشري حقونو وضعیت خراب شوی، د ښځو او نجونو ټولنیز وضعیت د ناورین تر سرحده رسېدلی دی.

دی وايي، چې په افغانستان کې د اقلیتونو او ماشومانو وضعیت هم د ژورې اندېښنې وړ دی.

د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه د اسنادو په ټولېدو هم ټینګار کړی او زیاتوي، دا د ټولو کارونو بنسټ دی: “ څو مسوولین باید حساب ته راکش کړل شي، چې د معافیت دود له منځه لاړ شي”.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ یوناما اعلان وکړ، چې طالبانو د پخواني جمهوري نظام له ۸۰۰ زیات کارکوونکي، امنیتي او دفاعي ځواکونه نیول شوي، شکنجه شوي، ورک شوي او وژل شوي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یاد راپور رد کړی او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې له بل هر وخته بشري حقونه خوندي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په کابل کې د پاکستان سفارت د کابل له برېښنا ریاست څخه نېږدې ۲۲.۵ میلیونه افغانۍ پوروړی دی

۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۲۴ GMT+۱

هغه مکتوبونه چې افغانستان انټرنشنل- پښتو تر لاسه کړي؛ پر بنسټ یې د پاکستان سفارت ته ګواښ شوی، که چېرې یادې پېسې د طالبانو د کابل برېښنا ریاست ته ورنه کړي نو د دوی برېښنا به پرې کړي.

لومړی مکتوب چې د پاکستان سفارت ته د ۱۴۰۱ کال د حوت په میاشت کې د طالبانو د کابل برېښنا ریاست له خوا لېږل شوی؛ پکې د پاکستان له سفارته غوښتل شوي، چې د برېښنا له درکه د پاکستان سفارت د دغه شرکت ۱۶۵۲۸۴۶۲ افغانۍ پوروړی دی او د پورونو د نه ورکړې په صورت کې به دوی پر سفارت برېښنا پرې کړي.

په یاد مکتوب کې په وزیر اکبر خان کې د پاکستان د پخواني سفارت او همداراز په کارته پروان کې د پاکستان د اوسني سفارت د برېښنا له درکه پور ذکر شوی دی.

مکتوب زیاتوي، چې په وزیر اکبر خان کې د پاکستان د پخواني سفارت پور ۳۸۱۳۲۵ افغانۍ کیږي، چې د ۱۳۹۰ کال څخه د ۱۳۹۱ کال د لومړۍ دورې پور اړوندیږي او همداراز ۱۶۱۴۷۱۳۷ افغانۍ پور د پاکستان د اوسني سفارت د ۱۴۰۱ کال په یوولسمې دورې پورې اړوندیږي.

په ورته وخت کې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو د ریاست یو مکتوب رسېدلی، چې د کابل برېښنا ریاست ته یې د روان کال د زمري په ۸مه نېټه لېږلی؛ پکې د کابل له برېښنا ریاست څخه غوښتل شوي، چې یو تخنیکي غړی دې ورته معرفي کړل شي، تر څو د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو د برېښنا ۵.۹ میلیونه د پور جنجالي موضوع په یوې درې اړخیزې کمېټې کې بحث کړي.

د یادو مکتونو په اساس په کابل کې د برېښنا له درکه د پاکستان سفارت ۲۲۴۲۸۴۶۲ افغانۍ پوروړی دی.

د طالبانو په بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې تېره اونۍ د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره د برېښنا د پورونو په اړه ټیلفوني خبرې کړي دي.

دا چې په دې خبرو کې کومې نتیجې ته رسېدلي او که نه؟ سرچینې یې په اړه څه ونه ویل.

افغانستان انټرنشنل په کابل کې د پاکستان د شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني سره د اړیکو نیولو هڅه وکړه، خو د څو پرلپسې اړیکو نیولو وروسته هم نوموړي د یادو پورونو په اړه ځواب ونه وایه.

دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم د پاکستان سفارتونو د اقتصادي ستونزو او پورونو د نه ورکړې راپورونه خپریږي، په دې وروستیو کې پاکستان په واشګټن کې خپله وداني د پورونو د نه ورکړې له امله وپلورله.

د روسیې د هوايي ځواکونو قوماندان سرګئي سوروویکین له دندې ګوښه شو

۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۴۸ GMT+۱

د روسیې دولتي خبري اژانس ریانووستي د یوې باخبرې سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې د روسیې د هوايي او فضايي ځواکونو قوماندان سرګئي سوروویکین له دندې ګوښه شوی دی.

دغه خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د وږی لومړۍ نېټه) لیکلي، چې د هغه پرځای ویکتور افزلوف په موقت ډول ټاکل شوی دی.

سرګئي سوروویکین د ۲۰۱۷میلادي کال په اکتوبر میاشت کې د روسیې د هوايي او فضايي ځواکونو د مشر په توګه وټاکل شو.

هغه پر اوکراین د روسیې له برید وروسته، یو څه وخت لپاره د روسیي پوځیانو د یوې ډلې لپاره د جګړې قوماندان و.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ۲۰۲۱میلادي کال کې د ښاغلی سوروویکین رتبه جنرالۍ ته لوړه کړه، او په ۲۰۲۲ میلادي کال کې یې ورته د زړورتیا مډال ورکړ.

د خپرو شویو راپورونو له مخې؛ نوموړی د روسیې له دفاع وزارت سره د واګنر ډلې اړیکو درلودونکی کس و، خو د دغې ډلې له پاڅون وروسته نور په عام محضر کې نه دی لیدل شوی.

د ریانووستي خبري اژانس په حواله، سرګئي سوروویکین به په بل پوست کې په کار وګمارل شي، خو اوس هغه په ​​"رخصتۍ" کې دی.

عرب میلیاردر: طالبانو افغان نجونو ته اجازه ور نه کړه چې دوبۍ ته د زدکړو لپاره لاړې شي

۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۰۳ GMT+۱

عرب میلیاردر خلف بن احمد الحبتور وايي، طالبانو په کابل هوايي ډګر کې د هغو نجونو د تګ مخه ونیوله چې غوښتل یې دوبۍ ته د زدکړو لپاره لاړې شي. نوموړي چې دې نجونو ته د زدکړو زمینه برابره کړې وه، په دې پېښه خواشیني ښيي او له طالبانو هیله کوي چې دغو سلو نجونو ته د زدکړو اجازه ور کړي.

نوموړی د طالبانو دا ګام یوه تراژیدي او پر انسانیت، زدکړو، برابرۍ او عدالت ګوزار بولي او له ښکېلو لورو غواړي چې د دې نجونو «د ژغورلو هڅې وکړي.»

ښاغلی الحبتور یوه ویډیو پیغام کې زیاتوي، چې د نجونو د زدکړو، روغتیا، ټرانسپورټ او استوګنې هرڅه یې برابر کړي وو، خو طالبانو یې مخه نیولې ده.

د احمد الحبتور تر ویډیو مخکې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، طالبانو د چارشنبې په ورځ په کابل هوايي ډګر کې د هغو لسګونو نجونو د تګ مخه ونیوله، چې متحده عربي اماراتو ته د زدکړو لپاره تللې.

د سرچینو په خبره، له ۳۵ ډېرې نجونې چې د طالبانو له غوښتنې سره سم یې محرم هم درلود، دغه تحصیلي سفر ته پرې نه ښودل شوې.

دغو نجونو د دې بورسونو د ترلاسولو لپاره له نږدې یو کال راهیسې مختلف پړاوونه ووهل او کله چې باوري شوې طالبان یې له محرم پرته نه پرېږدي، نو د الحبتور خیریه بنسټ او د دوبۍ پوهنتون په همکارۍ یې د محرم په توګه خپل ورور یا پلار ته هم ویزې واخیسیتې.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، ټاکلې وه دا نجونې د چارشنبې په ورځ اته بجې سهار له کابل هوايي ډګر پرواز وکړي، خو د طالبانو له مخالفت وروسته ناهیلې کورونو ته ستنې شوې.

خلف بن احمد الحبتور هم ویلي د دې نجونو د هرکلي لپاره دوبۍ کې پلان جوړ شوی و چې د دوبۍ پوهنتون، پولیسو او همدارنګه د بهرنیو اړیکو او د کډوالو چارو دفتر پکې ګډون درلود.
طالبانو لا په دې هکله څه نه دي ویلي.

احمد الحبتور تېره جدي کې وروسته له هغه چې طالبانو پوهنتون ته د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه، سلو افغان نجونو ته د بورس برابرولو ژمنه وکړه.

عباس ستانکزی: ښځو ته د زدکړو زمینه برابرول پر اسلامي حکومت واجب دي

۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۴۴ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین عباس ستانکزی وايي، پر اسلامي حکومت او چارواکو ښځو ته د زدکړو زمینه برابرول واجب دي. نوموړي د ښځو اړوند غونډه کې زیاته کړه، اسلام د شریعت په رڼا کې ښځو ته د زدکړو او میراث حق ور کړی دی.

ښاغلي ستانکزي تر دې مخکې هم بیا بیا نجونو ته د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو غوښتنه کړې ده.

په دې غونډه کې د افغانستان علومو اکاډمۍ مشر فریدالدین محمود هم وویل، د اسلام د پېغمبر مېرمنو د ښځو د لارښوونې، زدکړو او ستونزو په حل کې ونډه درلوده.

د ښځو اړوند غونډه د چارشنبې په ورځ علومو اکاډمۍ کې جوړه شوې وه او پکې ځینې طالب چارواکو په کار او زدکړو کې د ښځو پر رول خبرې وکړې.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په دې غونډه کې وویل، ښځو په «جهاد» کې هم ونډه درلوده او هیڅوک هم په ټولنه کې د ښځو له رول او اهمیت انکار نشي کولی.

د طالبانو د ازموینو ادارې مشر عبدالباقي حقاني وویل، د علم زدکړو پر ټولو فرض ده او ټینګار یې وکړ: «موږ په علمي برخه کې تر نړۍ شاته یو.»

پر افغانستان د طالبانو دوه کلنه واکمنۍ کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

که څه هم ځینې طالب چارواکي او د پوهنتونونو استادان پر دې حالت نیوکه کوي، خو نور طالب چارواکي وايي، چې د دې ستونزې حل د دوی د مشر په پرېکړه پورې تړلي دي.

د چین او تاجکستان چارواکي پر افغانستان خبرو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې پر پیاوړتیا سلا شول

۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۳۳ GMT+۱

د تاجکستان د پارلمان مشر رستم امام علي او د چین مرستیال ولسمشر هان جنګ په بېجینګ کې پر افغانستان خبرې وکړې. دوی د افغانستان د وضعیت پر ارزولو سربېره له ترهګرۍ او د نشه يي توکو له قاچاق سره په مبارزه کې د خپلمنځي همکارۍ پر پراختیا موافقه وکړه.

تاجکستان له افغانستان سره پر پوله د القاعده او داعش وسلوالو ډلو پر شتون اندېښمن دی.

چین له طالبانو سره پر نږدې اړیکو لرلرو سربېره له دې ډلې لیکلي ژمنه اخیستې چې د ترکستان اسلامي غورځنګ ډلې پرضد مبارزه به کوي.

د تاجکستان رسنۍ وايي، دواړو لورو په پرونۍ لیدنه کې پتېیلې چې دوشنبه او بېجینګ د ملګرو ملتونو، شانګهای همکارۍ تړون، د اسیا د باور منتیا او تعامل کانفرنس او همدارنګه د ترهګرۍ ضد نورو نړیوالو او سیمه ییزو سازمانو په چوکاټ کې د توندلارۍ او پلاني جرمونو په برخه کې همکاري وکړي.

تاجکستان وايي، چین ته د امام علي رستم په سفر کې دواړو لورو د خپلمنځي همکارۍ د زیاتولو لپاره څو سندونه هم لاسلیک کړي دي.