• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عباس ستانکزی: ښځو ته د زدکړو زمینه برابرول پر اسلامي حکومت واجب دي

۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۴۴ GMT+۱تازه شوی: ۲ وږی ۱۴۰۲ - ۲۴ اګست ۲۰۲۳، ۰۸:۴۵ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین عباس ستانکزی وايي، پر اسلامي حکومت او چارواکو ښځو ته د زدکړو زمینه برابرول واجب دي. نوموړي د ښځو اړوند غونډه کې زیاته کړه، اسلام د شریعت په رڼا کې ښځو ته د زدکړو او میراث حق ور کړی دی.

ښاغلي ستانکزي تر دې مخکې هم بیا بیا نجونو ته د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو غوښتنه کړې ده.

په دې غونډه کې د افغانستان علومو اکاډمۍ مشر فریدالدین محمود هم وویل، د اسلام د پېغمبر مېرمنو د ښځو د لارښوونې، زدکړو او ستونزو په حل کې ونډه درلوده.

د ښځو اړوند غونډه د چارشنبې په ورځ علومو اکاډمۍ کې جوړه شوې وه او پکې ځینې طالب چارواکو په کار او زدکړو کې د ښځو پر رول خبرې وکړې.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په دې غونډه کې وویل، ښځو په «جهاد» کې هم ونډه درلوده او هیڅوک هم په ټولنه کې د ښځو له رول او اهمیت انکار نشي کولی.

د طالبانو د ازموینو ادارې مشر عبدالباقي حقاني وویل، د علم زدکړو پر ټولو فرض ده او ټینګار یې وکړ: «موږ په علمي برخه کې تر نړۍ شاته یو.»

پر افغانستان د طالبانو دوه کلنه واکمنۍ کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

که څه هم ځینې طالب چارواکي او د پوهنتونونو استادان پر دې حالت نیوکه کوي، خو نور طالب چارواکي وايي، چې د دې ستونزې حل د دوی د مشر په پرېکړه پورې تړلي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د چین او تاجکستان چارواکي پر افغانستان خبرو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې پر پیاوړتیا سلا شول

۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۱:۳۳ GMT+۱

د تاجکستان د پارلمان مشر رستم امام علي او د چین مرستیال ولسمشر هان جنګ په بېجینګ کې پر افغانستان خبرې وکړې. دوی د افغانستان د وضعیت پر ارزولو سربېره له ترهګرۍ او د نشه يي توکو له قاچاق سره په مبارزه کې د خپلمنځي همکارۍ پر پراختیا موافقه وکړه.

تاجکستان له افغانستان سره پر پوله د القاعده او داعش وسلوالو ډلو پر شتون اندېښمن دی.

چین له طالبانو سره پر نږدې اړیکو لرلرو سربېره له دې ډلې لیکلي ژمنه اخیستې چې د ترکستان اسلامي غورځنګ ډلې پرضد مبارزه به کوي.

د تاجکستان رسنۍ وايي، دواړو لورو په پرونۍ لیدنه کې پتېیلې چې دوشنبه او بېجینګ د ملګرو ملتونو، شانګهای همکارۍ تړون، د اسیا د باور منتیا او تعامل کانفرنس او همدارنګه د ترهګرۍ ضد نورو نړیوالو او سیمه ییزو سازمانو په چوکاټ کې د توندلارۍ او پلاني جرمونو په برخه کې همکاري وکړي.

تاجکستان وايي، چین ته د امام علي رستم په سفر کې دواړو لورو د خپلمنځي همکارۍ د زیاتولو لپاره څو سندونه هم لاسلیک کړي دي.

یوشمېر فعالانو د نړۍ مشرانو ته د مطیع الله ویسا د خوشې کولو په اړه پرانیستی لیک استولی

۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۳ اګست ۲۰۲۳، ۰۹:۴۳ GMT+۱

د افغانستان په دننه او بهر کې د مدني ټولنې یو شمېر غړو، رسنیو او د بشري حقونو فعالانو په "ناقانونه او خپلسري توګه" د نجونو د زده کړو د مخکښ فعال مطیع الله ویسا د نیونې په اړه اندېښنه ښودلې او د طالبانو له بنده یې د هغه د خلاصون غوښتنه کړې ده.

د افغانستان په دننه او بهر کې د مدني ټولنې یو شمېر غړو، رسنیو او د بشري حقونو فعالانو په "ناقانونه او خپلسري توګه" د نجونو د زده کړو د مخکښ فعال مطیع الله ویسا د نیونې په اړه اندېښنه ښودلې او د طالبانو له بنده یې د هغه د خلاصون غوښتنه کړې ده.

د بشري حقونو شاوخوا سلو مدافعینو او سازمانونو د یوه پرانیستي لیک په ترڅ کې ویلي، چې مطیع الله ویسا له نږدې پنځو میاشتو راهیسې د طالبانو له‌خوا په ناقانونه توګه نیول شوی او په بند کې ساتل شوی دی.

دغو فعالانو ټینګار کړی، چې د ویسا په ناقانونه نېونې او د هغه د روغتیایي وضعیت په اړه جدي اندېښمن دي او د دوی په وینا، د طالبانو له‌خوا د مطیع الله ویسا پر وړاندې د شکنجې او ناوړه چلند په اړه جدي تورونه شته.

د بشري حقونو دغو مدافعینو او د مدني ټولنې فعالانو په دې پرانستي لیک کې د نړۍالې ټولنې له چارواکو غوښتي، چې:« پر طالبانو فشار راوړي، چې ژر تر ژره ښاغلی ویسا او د بشري حقونو یو شمېر نور فعالان، د مدني ټولنې غړي او هغه خبریالان چې د دندو د ترسره کولو پرمهال په ناقانونه توګه نیول شوي، خوشې کړي.»

د بشري حقونو دغو مدافعینو او د مدني ټولنې فعالانو همداراز له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې له طالبانو سره خپلې ټولې ډیپلوماټیکې اړیکې ودروي.

دوی ویلي دي، چې نړۍواله ټولنه باید د طالبانو له ډلې څخه لیکلی او لفظي تضمین واخلي، چې د بشري حقونو فعالین او د مدني ټولنې غړي او خبریالان به په سوله ییزه توګه د خپلو دندو د ترسره کولو په تور نه نیول کېږي.

په دغه پرانیستي لیک کې د نړۍ په ځانګړې توګه د مرستندویه او اسلامي هېوادونو د مشرانو او نفوذ لرونکو شخصیتونو نومونه راغلي چې، « که طالبان په خپلو خبرو ژمن پاتې نه شي، نو باید د دوی د کړنو په پایله کې له طالبانو سره ډیپلوماټیکې اړیکې پرې، د دې ډلې د بهرنیو چارو د وزیر متقي په ګډون د ټولو چارواکو پر سفرونو بندیز او ان په دوحه کې د یادې ډلې سیاسي دفتر بند کړي.

دغه لیک د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش، د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني، د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن، د اروپايي کمېسیون مشر اروسلا فون درلاین، د اروپا د پارلمان مشر روبرټا مټسولا، د سویلي اسیا د سیمه ییزو همکاریو د ټولنې مشر جاشم اوډین، د اسلامي همکاریو د سازمان مشر حسین ابراهیم طه، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مشر وسلاو بالک، په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت استازې رینا امیري او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړی راپور ورکوونکی رېچارډ بېنټ ته لیکل شوی دی.

د افغانستان د پخواني پاچا اړوند مرسېډیز بېنز د موټرو په نندارتون کې غوره جایزه وګټله

۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۳ اګست ۲۰۲۳، ۰۵:۰۰ GMT+۱

د «پبل‌ بیچ کانکورز دلیگانس» نندارتون اعلان کړی، چې د افغانستان د پخواني پاچا محمدظاهر پورې اړوند مرسېډیز بېنز د سږکال د پخوانیو موټرونو د نندارتون غوره جایزه وګټله. دغه موټر په ۱۹۳۷ کال کې جوړ شوی او په هماغه کال یې ظاهرشاه د اخیستو غوښتنه کړې وه.

دغه نندارتون د یکشنبې په ورځ (د اسد په ۲۹مه) په خپله خپره کړې اعلامیه کې په دې اړه لیکلي، چې په نړۍ کې د دغه «۵۴۰K سپېشل روډ سټار» ماډل موټر یوازې درې بېلګې پاتې دي.

د موټر ځانګړې مجلې "کاراسکوپس" په خپل یوه راپور کې لیکلي، چې دغه موټر د ۱۹۳۷ کال په سېپټمبر کې د افغانستان پخواني پاچا خپل کړ او بیا یې دغه موټر په ۱۹۵۰ کال کې په برېتانیا کې خپل زوم ته ورکړ.

د دغه راپور له مخې، په ۱۹۵۳ کال کې یوه امریکايي کلېکسیونر د محمد ظاهر شاه مرسډیز بېنز موټر اخیستی و او له هغه وروسته تر ننه پورې پنځه ځلې پلورل شوی او پېرل شوی دی.

دغه موټر تېر کال د جېم پېټرسن په نوم د یوه امریکايي کلکېسیونر له لوري په ۹،۹ میلیون ډالرو پېرودل شوی او د پېبل بېچ کانکورس ډیلېګنس نندارتون ته وړاندې شو.

د نندارتون مشر وويل، چې د افغانستان د پخواني پاچا مرسيډيز بنز د خپلو پراخو کرښو او ځانګړي سټايل په لرلو سره «د ځواک انډول ساتي» او تاريخ يې په شخص پورې تړلی پاتې کېږي.

پبل بېچ کانکورز دلېگانس د پخوانیو موټرو نندارتون، ان د نړۍوالې جګړې څخه مخکې رامنځته شوی، چې له ۱۹۵۰ راهیسې هر کال د اګست په میاشت کې د امریکا په کالیفورنیا کې جوړیږي.

ټولواک محمد ظاهرشاه د ۱۳۱۶ او ۱۳۵۲ کلونو تر منځ د افغانستان پاچا تېر شوی.

امیر خان متقي: د حکومت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ اړیکې د پراخېدو په حال کې دي

۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۳ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۴۰ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دغه ډ‌له توانېدلې چې د سیمې هېوادونه او امریکا په دې قانع کړي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ملاتړ نه کوي. هغه زیاته کړې، چې د طالبانو د حکومت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ اړیکې د پراخېدو په حال کې دي.

د هغه په خبره چې نن سبا افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو په شمېر کې زیاتوالی راغلی او یوازې له برېتانیا څخه دوولس زره تنو افغانستان ته سفر کړی دی.
خو په همدې حال کې داسې رپوټونه هم شته، چې تر ‌‌‌‌‌‌ډېره بهرنیو وګړو په تېره بیا بهرنیو خبریالانو ته افغانستان ته د تګ لپاره یا خو وېزې نه ورکول کېږي او یا هم په ‌‌‌‌‌‌ډېرې سختۍ سره هغوی ته دغه اسانتیاوې برابریږي.

امیرخان متقي دا رنګه په خپلو خبرو کې وویل، چې دوی د داعش په ګډون خپلې ټولې مخالفې وسله‌والې ‌‌‌‌‌‌ډلې ځپلي او هېواد ته یې سوله او امن راوستی دی.

خو په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، لږ تر لږه دوه مخالفې جبهې چې د پخواني حکومت د پوځیانو او ولسي ځواکونو څخه جوړې شوي، د طالبانو پر وړاندې وسله‌وال مقاومت ته دوام ورکوي، چې یوه یې «د افغانستان د ازادۍ جبهه» او بله یې د «افغانستنان د ملي مقاومت جبهې» په نامه د طالبانو پر ضد جنګېږي؛ خو طالبان دغه دواړه ‌‌‌‌‌‌ډلې ترهګرې بولي او څو، څو ځله یې د هغوی پر پټنځایونو بریدونه کړي دي.


له بلې خوا د طالبانو ضد جبهې چریکي ځواکونو هم ډېری وختونه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو پر مرکزونو د بریدونو او د دغې ډلې د جنګیالیو د وژلو خبر ورکړی.


تر دې مخکې د امریکا او اروپایي ټولنې ځینو چارواکو ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د هېڅ یوې وسله‌والې ‌‌‌‌‌‌ډلې ملاتړ نه کوي.

امیرخان متقي د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل:«په پاکستان کې شته ستونزې د دوی خپله کورنۍ مسله ده او موږ تل له خپل لوري ورته ضمانتونه ورکړي دي.»

خو په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په پاکستان کې د وسله‌والو ډلو په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان بریدونه زیات شوي دي.


تېرې څو میاشتې په پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو او ځینو غونډو له خونړیو بریدونو وروسته، د دغه هېواد چارواکو افغانان په دغو بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړي دي او اسلام اباد افغان طالبان ټي ټي پي جنګیالیو ته په پناه ورکولو تورن کړي دي.

هېدر بار: طالبانو سره جورجاړی د ښځو پر وړاندې د بندیزونو په لګولو کې، هغوی لا زړور کوي

۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۳ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۰۹ GMT+۱

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې جورجاړی د اندېښنې وړ دی. د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مشرې هېدر بار په دې وروستیو کې له طالبانو سره د یو شمېر هېوادونو د اړیکو په زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

هېدر بار په اېکس شبکه کې له افغانستانه بهر ته د طالب چارواکو د څو سفرونو د انځورونو په خپرولو سره وویل چې:« له طالبانو سره د یوشمېر هېوادونو جورجاړی د دې لامل کېږي، چې دغه ډله د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د لا زیاتو بندیزونو په لګولو کې لا زړور شي.»

نوموړې په افغانستان کې د ښځو او لږکیو وضعیت ته په اشارې سره زیاته کړه، چې د دغې ډلې د ځینو مشرانو نیول او محاکمه کېدل کېدای شي وضعیت بدل کړي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته تراوسه پورې له یادې ډلې سره د ډېپلوماټیکو اړیکو څېړنې ښيي، چې په تېرو دوو کلونو کې د نړۍ ۷۲ هېوادونو تر ۹۰۰ ډېر ځله له کابل سره تماسونه نیولي دي.

که څه هم د نړۍ هیڅ یوه هېواد تراوسه د طالبانو ډله په رسمیت نه ده پېژندلې؛ خو د دغې ډلې یوشمېر چارواکي سره له دې چې د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې دي، د ترکیې په ګډون یې ځینو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان تر دې وړاندې هم د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د بشري حقونو پر پراخې سرغړونې نیوکه کړې وه.

له دې سره، یوناما په خپل یوه تازه راپور کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو ۸۰۰ پېښې ثبتې کړې دي.