• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هېدر بار: طالبانو سره جورجاړی د ښځو پر وړاندې د بندیزونو په لګولو کې، هغوی لا زړور کوي

۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۳ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۰۹ GMT+۱تازه شوی: ۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۳۲ GMT+۱

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې جورجاړی د اندېښنې وړ دی. د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مشرې هېدر بار په دې وروستیو کې له طالبانو سره د یو شمېر هېوادونو د اړیکو په زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

هېدر بار په اېکس شبکه کې له افغانستانه بهر ته د طالب چارواکو د څو سفرونو د انځورونو په خپرولو سره وویل چې:« له طالبانو سره د یوشمېر هېوادونو جورجاړی د دې لامل کېږي، چې دغه ډله د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د لا زیاتو بندیزونو په لګولو کې لا زړور شي.»

نوموړې په افغانستان کې د ښځو او لږکیو وضعیت ته په اشارې سره زیاته کړه، چې د دغې ډلې د ځینو مشرانو نیول او محاکمه کېدل کېدای شي وضعیت بدل کړي.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته تراوسه پورې له یادې ډلې سره د ډېپلوماټیکو اړیکو څېړنې ښيي، چې په تېرو دوو کلونو کې د نړۍ ۷۲ هېوادونو تر ۹۰۰ ډېر ځله له کابل سره تماسونه نیولي دي.

که څه هم د نړۍ هیڅ یوه هېواد تراوسه د طالبانو ډله په رسمیت نه ده پېژندلې؛ خو د دغې ډلې یوشمېر چارواکي سره له دې چې د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې دي، د ترکیې په ګډون یې ځینو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان تر دې وړاندې هم د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د بشري حقونو پر پراخې سرغړونې نیوکه کړې وه.

له دې سره، یوناما په خپل یوه تازه راپور کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو ۸۰۰ پېښې ثبتې کړې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د کډوالو وزارت: له ایرانه څه باندې ۲۰۰۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۳ اګست ۲۰۲۳، ۰۳:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت تېره ورځ په اېکس خواله رسنۍ کې له ایرانه افغانستان ته د کابو ۲۳۰۸ کډوالو د بېرته ستنېدو خبر ورکړ؛ خو دا یې نه دي ویلي، چې په دې ‌‌‌‌‌‌ډله کې څومره کسان په خپله خوښه او څومره یې په زور له هغه هېواده راشړل شوي دي.

ایران تل افغان کډوال له هغه هېواده په زور په دې پلمه شړلي، چې ګواکې قانوني اسناد یې نه لرل او یا هم په قاچاقي توګه هغه هېواد ته ورغلي دي.

په همدې حال کې د هرات ولايت په اسلام کلا کې د طالبانو سرحدي قوماندان ویلي، چې له دغه شمېر کسانو څخه شاوخوا زر تنه یې د کډوالو د نړۍوال سازمان دفتر ته معرفي شوي او د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته يې ترلاسه کړې ده.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته زرګونه افغانان له هېواده وتلي، چې ډېری ځوانان بیا د بېوزلۍ او وزګارتیا له امله ګاونډیو هېوادونو، لکه ایران او پاکستان ته کډوال شوي دي.

د راپورونو له مخې، هغه ځوانان چې په ناقانونه توګه ګاونډیو هېوادونو ته تللي، یا د کوربه هېوادونو له خوا تر نیولو وروسته بېرته ستانه کړای شوي او یا هم د ستونزو له امله دوی خپله بېرته هېواد ته په راتګ مجبوره شوي دي.

د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته ورسېده

۳۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۵۵ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې افغانستان ایران ته د څه باندې شپږ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي لیږدولي دي.

دغه وزارت له ایران څخه د افغانستان د وارداتو کچه شاوخوا ۵۰۶ میلیونه ډالره اټکل کړې ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ؛ د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو توکو د تبادلې اندازه کال کې دوه میلیارد ډالرو ته هم رسېږي.

دغه وزارت ویلي؛ هڅه کوي چې دا اندازه په کال کې لس میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.

په همدې حال کې د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال له ایرانه غوښتي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیاو رامنځته کولو په خاطر دې پر افغان سوداګرو ترجیحي تعرفې ولګوي.

له بلې خوا د ایران او افغانستان تر منځ د بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې د زیاتوالي په اړه؛ د تایباد قوماندان مهدي دونده اعلان وکړ، چې سږ کال افغانستان ته د ایران په صادراتو کې اته سلنه زیاتوالی راغلی دی.

ویل کیږي، چې افغانستان ته د ایران عمده صادرات خوراکي، نفتي او بېلابېل ساختماني توکي دي.

د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي؛ د افغانستان د پنبې او کانونو د صادراتو لپاره د ایران بازار مناسب دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر:د خبریالانو پر وړاندې هېڅ ډول تاوتریخوالی نه دی ثبت شوی

۳۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۳۷ GMT+۱

په تېرو دوو اونیو کې د لسو خبریالانو د نیول کېدو په اړه د خبریالانو د حقونو د ملاتړو بنسټونو له اندېښنو وروسته د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ویلي، چې په تېر یو کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي هېڅ یوه پېښه نه ده ثبت شوې.

په دې وروستیو کې یوناما، نۍ او د بې پولې خبریالانو بنسټونو د طالبانو له خوا د خبریالانو پر نیولو نیوکې کړې دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر خیرالله خیرخواه د سې شنبې په ورځ (د زمري ۳۱مه) د « ملت ته د حکومت حساب ورکولو» په پروګرام کې وویل، چې خبریالانو ته به د دوی د کار د اسانتیا لپاره د خبریالۍ ځانګړي کارتونه ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون (دوشنبه د زمري۳۰مه) د افغانستان د ازادو رسنیو د څار ادارې (نۍ) د یوه اعلامیې په خپرولو سره په دوو اونیو کې د ۱۰ خبریالانو د نیول کېدو اعلان وکړ او د خبریالانو د نیولو پر دوام یې ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

د دې اعلامیې له مخې؛ په ننګرهار کې فقیر محمد فقیرزی او جان اغا صالح، په کونړ کې پروېز څرګند، په کندز کې حسیب الله حسېب او عطاءالله عمر، په کندهار کې شمس الله عمري، په زابل کې محبوب حکیمي او په ارزګان کې شاه محمود همدرد په بند کې دي.

د بې پولې خبریالانو ټولنې په تېرو لسو ورځو کې د طالبانو له خوا د خبریالانو پر نیول کېدو هم اندېښنه ښودلې ده.

بل خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما هم د خبریالانو پر نیول کېدو نیوکه کړې او وايي، چې طالبانو په تېرو لسو ورځو کې په شپږو ولایتونو کې د رسنیو کارکوونکي نیولي دي.

همداراز، د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه راپور کې چې د تېر ثور میاشتې په ۱۲مه نېټه یې خپور کړی، په تېرو ۱۲ میاشتو کې (د ۲۰۱۱ می میاشتې څخه تر ۲۰۲۳ کال می میاشتې) یې اعلان کړی، چې ۶۴ سلنه د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.

د هغه راپور له مخې، چې د رسنیو د ازادۍ د نړۍوالې ورځې په مناسبت خپور شو، په دې موده کې په ټول افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي، بندي کېدو او ګواښونو ۲۱۳ پېښې ثبت شوې دي.

د لرغونو سیمو وضعیت

د باختر اژانس د خبرله مخې؛ خيرالله خيرخواه په دې خبري غونډه کې وويل، چې دا مهال په هېواد کې د پنځلسو تاريخي او لرغونو ځايونو د بيارغونې کار روان دى.

د دغه وزارت چارواکو په دې خبري ناسته کې وویل، چې د لوګر د عینک د مسو د لرغونو اثارو د ساتنې په برخه کې ۱۴۲ اثار پاک شوي او د لوښو ۶۰۰ کڅوړې ثبت او د لوګر ولایتي موزیم ته سپارل شوي دي.

دوی په افغانستان کې د مطالعې د فرهنګ د ودې په برخه کې دا هم وویل، چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په تېر کال کې په مرکز او ولایتونو کې ۱۸ فرهنګي غونډې او سیمینارونه جوړ کړي دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي، چې دوی به په مرکز او ولایتونو کې د ځوانانو د انسجام لپاره ۸۰۰ بنسټونه جوړوي.

دوی ټینګار وکړ، چې دې وزارت د طالبانو له ادارو سره په همکارۍ د هغو ځوانانو لپاره چې له ولایتونو څخه کابل ته راځي او له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي، د اړتیا وړ وسایلو په لرلو سره یوه لیلیه جوړه کړې ده.

د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې ته په ۱۴۲ منډو ماتې ورکړه

۳۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۲۸ GMT+۱

د افغانستان او پاکستان د ملي لوبډلو تر منځ د سوپر کولا جام د یو ورځینۍ لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ماته وخوړه.

یاده یوه ورځینۍ لوبه چې نن سې شنبه( د زمري ۳۱مه) د سرېلنکا په سویلي همبانتوتا ښار کې د پاکستان په توپ وهنې پیل شوه، په لومړي پړاو کې یې د افغانستان لپاره د ۲۰۲ منډو هدف وټاکه.

افغانستان له ټاکل شویو پنځوسو اورونو څخه یوازې شل اورونه ولوبول او د ۵۹ منډو په جوړولو ټوله لوبډله وسوځېده.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان او پاکستان د کرېکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو یو ورځنیو سیالیو لړۍ ترسره کیږي.

دواړه هېوادونه له دې لوبو د راتلونکي اسیا جام لپاره چې د روانې میاشتې په پای کې په سرېلنکا کې کیږي د چمتووالي په موخه کار اخلي.

د پاملرنې نړۍواله موسسه: افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له زده کړو منع دي

۳۱ زمری ۱۴۰۲ - ۲۲ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۰۱ GMT+۱

د پاملرنې نړۍواله موسسه په خپل یوه تازه راپور کې وايي، چې په افغانستان کې اتیا سلنه هغه مېرمنې او نجونې چې د زده کړو مستحقې دي لیک لوست نه شي کولی.

دغه اداره وايي، چې د یادو مېرمنو او نجونو شمېر نېږدې دوه نیم میلیونو ته رسېږي.

په راپور کې راغلي؛ یو نیم میلیون نورې نجونې چې ۳۰ سلنه جوړوي لومړنیو زده کړو ته لاسرسی نه لري.

یاده موسسه په خپل راپور کې وايي: “ افغانستان یوازېنی هېواد دی، چې د نجونو زده کړې پکې منع دي”.

د پاملرنې موسسې په وینا؛ د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې د طالبانو له خوا د نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو د دروازو د تړلو له امله له ۱۰۰ زرو زیاتې نجونې له لوړو زده کړو بې برخې شوي دي.

دوی زیاتوي، چې د نجونو او مېرمنو پر مخ د زده کړو او کار د بندیز له امله د افغانستان اقتصاد ۵.۴ میلیارده ډالره زیانمن شوی دی.

دغه موسسه وړاندې وايي، چې په افغانستان کې زده کړو ته لاسرسی د ماشومانو او په ځانګړي ډول د نجونو لپاره په یوې سترې ننګونې بدل شوی.

یاده موسسه دا راپور په داسې مهال خپروي، چې تېره ورځ د طالبانو د پوهنې وزارت په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې دا مهال په ټول افغانستان کې څلور ميلیونه نجونې په زده کړو بوختې دي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو له خوا پر نجونو او مېرمنو د کار او زده کړو د بندیز له امله نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو سازمانونو پراخه غبرګونونه ښودلي؛ خو طالبان بیا دا بندیز د دوی داخلي مساله ګڼي او نړۍوالو ته پکې د مداخلې حق نه ورکوي.