په دې وروستیو کې یوناما، نۍ او د بې پولې خبریالانو بنسټونو د طالبانو له خوا د خبریالانو پر نیولو نیوکې کړې دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر خیرالله خیرخواه د سې شنبې په ورځ (د زمري ۳۱مه) د « ملت ته د حکومت حساب ورکولو» په پروګرام کې وویل، چې خبریالانو ته به د دوی د کار د اسانتیا لپاره د خبریالۍ ځانګړي کارتونه ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون (دوشنبه د زمري۳۰مه) د افغانستان د ازادو رسنیو د څار ادارې (نۍ) د یوه اعلامیې په خپرولو سره په دوو اونیو کې د ۱۰ خبریالانو د نیول کېدو اعلان وکړ او د خبریالانو د نیولو پر دوام یې ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
د دې اعلامیې له مخې؛ په ننګرهار کې فقیر محمد فقیرزی او جان اغا صالح، په کونړ کې پروېز څرګند، په کندز کې حسیب الله حسېب او عطاءالله عمر، په کندهار کې شمس الله عمري، په زابل کې محبوب حکیمي او په ارزګان کې شاه محمود همدرد په بند کې دي.
د بې پولې خبریالانو ټولنې په تېرو لسو ورځو کې د طالبانو له خوا د خبریالانو پر نیول کېدو هم اندېښنه ښودلې ده.
بل خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما هم د خبریالانو پر نیول کېدو نیوکه کړې او وايي، چې طالبانو په تېرو لسو ورځو کې په شپږو ولایتونو کې د رسنیو کارکوونکي نیولي دي.
همداراز، د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه راپور کې چې د تېر ثور میاشتې په ۱۲مه نېټه یې خپور کړی، په تېرو ۱۲ میاشتو کې (د ۲۰۱۱ می میاشتې څخه تر ۲۰۲۳ کال می میاشتې) یې اعلان کړی، چې ۶۴ سلنه د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.
د هغه راپور له مخې، چې د رسنیو د ازادۍ د نړۍوالې ورځې په مناسبت خپور شو، په دې موده کې په ټول افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي، بندي کېدو او ګواښونو ۲۱۳ پېښې ثبت شوې دي.
د لرغونو سیمو وضعیت
د باختر اژانس د خبرله مخې؛ خيرالله خيرخواه په دې خبري غونډه کې وويل، چې دا مهال په هېواد کې د پنځلسو تاريخي او لرغونو ځايونو د بيارغونې کار روان دى.
د دغه وزارت چارواکو په دې خبري ناسته کې وویل، چې د لوګر د عینک د مسو د لرغونو اثارو د ساتنې په برخه کې ۱۴۲ اثار پاک شوي او د لوښو ۶۰۰ کڅوړې ثبت او د لوګر ولایتي موزیم ته سپارل شوي دي.
دوی په افغانستان کې د مطالعې د فرهنګ د ودې په برخه کې دا هم وویل، چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په تېر کال کې په مرکز او ولایتونو کې ۱۸ فرهنګي غونډې او سیمینارونه جوړ کړي دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي، چې دوی به په مرکز او ولایتونو کې د ځوانانو د انسجام لپاره ۸۰۰ بنسټونه جوړوي.
دوی ټینګار وکړ، چې دې وزارت د طالبانو له ادارو سره په همکارۍ د هغو ځوانانو لپاره چې له ولایتونو څخه کابل ته راځي او له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي، د اړتیا وړ وسایلو په لرلو سره یوه لیلیه جوړه کړې ده.