د روسیې د هوايي ځواکونو قوماندان سرګئي سوروویکین له دندې ګوښه شو

د روسیې دولتي خبري اژانس ریانووستي د یوې باخبرې سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې د روسیې د هوايي او فضايي ځواکونو قوماندان سرګئي سوروویکین له دندې ګوښه شوی دی.

د روسیې دولتي خبري اژانس ریانووستي د یوې باخبرې سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې د روسیې د هوايي او فضايي ځواکونو قوماندان سرګئي سوروویکین له دندې ګوښه شوی دی.
دغه خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د وږی لومړۍ نېټه) لیکلي، چې د هغه پرځای ویکتور افزلوف په موقت ډول ټاکل شوی دی.
سرګئي سوروویکین د ۲۰۱۷میلادي کال په اکتوبر میاشت کې د روسیې د هوايي او فضايي ځواکونو د مشر په توګه وټاکل شو.
هغه پر اوکراین د روسیې له برید وروسته، یو څه وخت لپاره د روسیي پوځیانو د یوې ډلې لپاره د جګړې قوماندان و.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ۲۰۲۱میلادي کال کې د ښاغلی سوروویکین رتبه جنرالۍ ته لوړه کړه، او په ۲۰۲۲ میلادي کال کې یې ورته د زړورتیا مډال ورکړ.
د خپرو شویو راپورونو له مخې؛ نوموړی د روسیې له دفاع وزارت سره د واګنر ډلې اړیکو درلودونکی کس و، خو د دغې ډلې له پاڅون وروسته نور په عام محضر کې نه دی لیدل شوی.
د ریانووستي خبري اژانس په حواله، سرګئي سوروویکین به په بل پوست کې په کار وګمارل شي، خو اوس هغه په "رخصتۍ" کې دی.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د سې شنبې په ورځ په سویلي افريقا کې د برېکس هېوادونو د مشرانو په سرمشريزه کې وويل، چې د برېکس هېوادونو د خلکو د پېرودلو ځواک د اوو صنعتي هېوادونو د ډلې په پرتله لوړ دی.
هغه وویل، چې د نړۍوالو سوداګریزو راکړو - ورکړو څخه د ډالرو د لېرې کولو لپاره د دوی هڅې دوام لري.
د برېکس هېوادونو ۱۵مه سرمشريزه د سویلي افريقا په ژوهانسبورګ کې د برازيل، روسيې، هند، چين او سویلي افريقا د مشرانو په حضور کې جوړه شوه.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، چې په اوکراین کې د جنګي جرمونو په تور د نړۍوالې محکمې له خوا تر څار لاندې دی، جنوبي افریقا ته سفر نه دی کړی او د ویډیويي کنفرانس له لارې یې وینا کړې ده.
یادې غونډې کې پوتین په یوې ثبت شوې وینا کې وویل، چې د برېکس په غړو هېوادونو کې پانګونه شپږ برابره زیاته شوې ده.
هغه وویل؛ د لویدیځ د یو اړخیز بندیزونو له امله د نړۍ اقتصاد ډېر زیانمن شوی دی.
پوتين د برېکس پرمختيايي بانک د ورته لويديځو بنسټونو لکه؛ نړۍوال بانک د بديل په توګه ياد کړ.
په دې غونډه کې پوتین د « مشارکت، برابرۍ، د یو بل ګټو ته د د رناوي» د اصولو پر بنسټ د همکارۍ یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې دا به د راتلونکي لپاره د دغو هېوادونو اساسي مسیر وي.
د برېکس ډلې اصلي غړي چې برازیل، روسیه، هند، چین او سویلي افریقا پکې شامل دي، د نړۍ له ۴۰٪څخه زیات نفوس په دغو هېوادونو کې ژوند کوي.
ویل کېږي، چې په دې غونډه کې د ایران په ګډون د څه باندې۲۰نورو هېوادونو پر غړیتوب هم خبرې شوې دي.
تر دې مخکې سویلي افریقا ویلي وو، چې د سعودي عربستان په ګډون ۴۰ هېوادونه غواړي چې د برېکس هېوادونو په ډلې کې شامل شي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې افغانستان ایران ته د څه باندې شپږ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي لیږدولي دي.
دغه وزارت له ایران څخه د افغانستان د وارداتو کچه شاوخوا ۵۰۶ میلیونه ډالره اټکل کړې ده.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ؛ د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو توکو د تبادلې اندازه کال کې دوه میلیارد ډالرو ته هم رسېږي.
دغه وزارت ویلي؛ هڅه کوي چې دا اندازه په کال کې لس میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.
په همدې حال کې د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال له ایرانه غوښتي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیاو رامنځته کولو په خاطر دې پر افغان سوداګرو ترجیحي تعرفې ولګوي.
له بلې خوا د ایران او افغانستان تر منځ د بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې د زیاتوالي په اړه؛ د تایباد قوماندان مهدي دونده اعلان وکړ، چې سږ کال افغانستان ته د ایران په صادراتو کې اته سلنه زیاتوالی راغلی دی.
ویل کیږي، چې افغانستان ته د ایران عمده صادرات خوراکي، نفتي او بېلابېل ساختماني توکي دي.
د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي؛ د افغانستان د پنبې او کانونو د صادراتو لپاره د ایران بازار مناسب دی.

د واګنر ډلې قوماندان یوګیني پریګوژین ویلي، چې دوی به د داعش، القاعدې او نورو ترهګرو ډلو د غړو خوبونه حراموي.
هغه د سې شنبې په ورځ (د زمري ۳۱مه) په افریقا کې خپل شتون د یوې ویډیو په خپرولو سره د یوه شعار "د افریقا ازادول او د روسیې لا لویول” تر سرلیک لاندې اعلان کړ.
د نوموړي دغه ویډیو د واګنر ډلې د ټلګرام په چینلونو کې خپره شوې ده.
د دې ډلې ځواکونه؛ د ښاغلي پریګوژین تر قوماندې لاندې د تېر سرطان په درېیمه په یوه ناکام بغاوت کې د مسکو پر لور حرکت وکړ او په روستوف کې یې د پوځ اصلي مرکز محاصره کړ.
د دې بغاوت وروسته؛ پریګوژین، د بیلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکو په منځګړیتوب خپل حرکت ودراوه او بیا بیلاروس ته لاړ.
دا له بغاوت وروسته د واګنر د ډلې لومړۍ ویډیو ده، چې راڅرګندیږي.
په دې نوې ویډیو کې ښاغلی پریګوژین په یوه صحرایي سیمه کې ټوپک په لاس ولاړ دی او په لویو وچو کې د روسیې پر پراخوالي او د افریقا د ازادولو په اړه خبرې کوي.
هغه د "عدالت او د افریقا د خلکو لپاره خوښي" په شعار سره زیاته کړه: "د تودوخې درجه له 50 درجو څخه پورته ده او هرڅه هماغه شان دي کوم چې موږ یې خوښوو."
په دې ویډیو کې د واګنر قوماندان د خلکو د جلب او جذب په اړه هم خبرې کړي، د خلکو لپاره یې د اړیکو شمېره هم اعلان کړې او له خلکو یې غوښتي چې له دې ډلې سره یو ځای شي.
واګنر اوس مهال د افریقا لویدځ هېواد مالي کې دی.
دغه هېواد له نیجر سره پوله لري او د مالي نظامي حکومت هم د نیجر له کودتاچیانو ملاتړ کړی دی.
د کودتا ملاتړو د نیجر په پلازمینه نیامي کې د روسیې بیرغونه پورته کړي، دغې چارې په لویدیځ کې هم اندیښنې راپورته کړي، چې نیجر به د مالي مشري تعقیب کړي او د واګنر جنګیالیو سره به خپل سرتیري ځای په ځای کړي.
که څه هم د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په نیجر کې د اساسي قانون د بیرته حاکمېدو غوښتنه کړې، خو پریګوژین د کودتا هرکلی کړی دی.
د ملګرو ملتونو څارونکو د روانې میاشت په یوه راپور کې ادعا کړې وه، چې د مالي سرتیري او د دوی روسي ملګري د ویرې د خپرولو لپاره د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او د بشري حقونو نورې سرغړونې کاروي.
خو د واګنر ډلې او د مالي چارواکو دا او تېر کال په یوه کلي کې د لږ تر لږه ۵۰۰ کسانو د اعدامولو تورونه رد کړي دي.
واګنر پر مالي سربیره د مرکزي افریقا جمهوریت او لیبیا کې هم فعال دی. لویدیځ هېوادونه ادعا کوي چې واګنر په سوډان کې هم شته، خو دغې وسله والې ډلې دا خبره رد کړې ده.
د پریګوژین دا ویډیو په داسې مهال خپریږي، چې په جنوبي افریقا کې د برېکس سرمشریزه روانه ده.

د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا په ټاکنو کې د درغلۍ د هڅې په تړاو له تورونو وروسته د جورجیا ایالت یوې محکمې د هغه لپاره د ۲۰۰ زره ډالرو ضمانت ټاکلې ده.
دا لومړی ځل دی چې په څلورو جنايي قضیو کې چې دا مهال تر کار لاندې دي، دا ډول وثیقه ټاکل کېږي.
د محکمې د اسنادو له مخې، څارنوال فاني ویلیس او د ټرمپ مدافع وکیلانو د قاضي سکاټ مکافي لخوا چمتو شويو شرایطو سره هوکړه کړې ده. د دې هوکړې له مخې، تورن تر محاکمې پورې ازاد دی، پرته له دې چې د قضیې شاهدان وګواښي او یا د عدالت په پلي کیدو کې ګډوډي رامنځته کړي.
د ټرمپ د قضیې قاضي هم په خپل حکم کې ټینګار کړی چې ټرمپ اجازه نه لري چې په ټولنیزو شبکو کې د پوسټ په لیکلو سره د قضیې اړوند کسان وګواښيي.
په ورته وخت کې ټرامپ د سې شنبې په ورځ (دزمري په ۳۱مه) په خپلې ټولنیزې شبکې (سوشیال تروث) لیکلي: «زه د پنجشنبې په ورځ د جورجیا اتلانتا ته ځم چې ونیول شم».
په تېر کې داسې نیوکې شوې وې، چې ټرمپ د تېرو تورونو وروسته په خپلې ټولنیزې شبکې کې لیکلي: «که تاسو زما په لټه کې یاست، نو زه ستاسو په لټه یم!».
محکمې د ټرمپ د پخواني وکیل جان ایسټمن لپاره هم د سل زره ډالرو ضمانت ټاکلی ده. نوموړی تورن دی، چې د جورجیا په ایالت کې د ټاکنو پایلې د ټرمپ په ګټه اړولو یو له اصلي تنظیموونکو څخه دی.
ټرمپ د جمعې تر ماسپښین پورې وخت لري، چې ځان چارواکو ته تسلیم کړي.
ټرمپ او د جورجیا په پېښه کې ۱۸نور تورن کسان باید د اتلانټا په زندان ته حاضر شي، چې په رسمي توګه ونیول شي، عکسونه او د ګوتو نښې یې واخیستل شي او لږ تر لږه د خپل ضمانت لس سلنه په زندان کې ورکړي.
تېره اوونۍ په جورجیا کې یوې محکمې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه پر ۱۸ متحدینو تورونه ولګوه.
د دې تورونو پر بنسټ، ټرمپ او هغه ته نژدې کسانو هڅه کړې، چې په دغه ایالت کې د ۲۰۲۰میلادي کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د هغه بایلل باطل کړي.

په یونان کې له وروستیو اورلګېدنو وروسته د دغه هېواد د شمال په یوه لېرې پراته کلي کې د ۱۸ سوځېدلو کسانو جسدونه موندل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د سې شنبې په ورځ (د زمري ۳۱مه) د یونان د ځینو سیمه ییزو رسنیو په حواله لیکلي، چې ګومان کیږي دا جسدونه د کډوالو وي.
پېښه د اوانتاس په کلي کې چې له ترکیې څخه یونان ته د کډوالو د تګ راتګ لار ده رامنځته شوې ده.
په دې سیمه کې اورلګېدنې څو ورځې دوام وکړ او اټکل کېږي چې د تودوخې کچه به د سانتي ګراد ۴۰ درجو ته ورسېږي.
همدارنګه په الکساندروپولیس څخه د ماشومانو په ګډون لسګونه ناروغان او اورځپلي راویستل شوي دي.
یوناني چارواکو خبرداری ورکړی چې په راتلونکو ورځو کې به د دغه هېواد اقلیمي حالات نور هم سخت شي.
