د یونان په اورلګېدنه کې ۱۸ سوځېدلي جسدونه موندل شوي چې”ښايي پناه غوښتونکي وي"

په یونان کې له وروستیو اورلګېدنو وروسته د دغه هېواد د شمال په یوه لېرې پراته کلي کې د ۱۸ سوځېدلو کسانو جسدونه موندل شوي دي.

په یونان کې له وروستیو اورلګېدنو وروسته د دغه هېواد د شمال په یوه لېرې پراته کلي کې د ۱۸ سوځېدلو کسانو جسدونه موندل شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د سې شنبې په ورځ (د زمري ۳۱مه) د یونان د ځینو سیمه ییزو رسنیو په حواله لیکلي، چې ګومان کیږي دا جسدونه د کډوالو وي.
پېښه د اوانتاس په کلي کې چې له ترکیې څخه یونان ته د کډوالو د تګ راتګ لار ده رامنځته شوې ده.
په دې سیمه کې اورلګېدنې څو ورځې دوام وکړ او اټکل کېږي چې د تودوخې کچه به د سانتي ګراد ۴۰ درجو ته ورسېږي.
همدارنګه په الکساندروپولیس څخه د ماشومانو په ګډون لسګونه ناروغان او اورځپلي راویستل شوي دي.
یوناني چارواکو خبرداری ورکړی چې په راتلونکو ورځو کې به د دغه هېواد اقلیمي حالات نور هم سخت شي.


په تېرو دوو اونیو کې د لسو خبریالانو د نیول کېدو په اړه د خبریالانو د حقونو د ملاتړو بنسټونو له اندېښنو وروسته د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ویلي، چې په تېر یو کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي هېڅ یوه پېښه نه ده ثبت شوې.
په دې وروستیو کې یوناما، نۍ او د بې پولې خبریالانو بنسټونو د طالبانو له خوا د خبریالانو پر نیولو نیوکې کړې دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر خیرالله خیرخواه د سې شنبې په ورځ (د زمري ۳۱مه) د « ملت ته د حکومت حساب ورکولو» په پروګرام کې وویل، چې خبریالانو ته به د دوی د کار د اسانتیا لپاره د خبریالۍ ځانګړي کارتونه ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون (دوشنبه د زمري۳۰مه) د افغانستان د ازادو رسنیو د څار ادارې (نۍ) د یوه اعلامیې په خپرولو سره په دوو اونیو کې د ۱۰ خبریالانو د نیول کېدو اعلان وکړ او د خبریالانو د نیولو پر دوام یې ژوره اندېښنه څرګنده کړه.
د دې اعلامیې له مخې؛ په ننګرهار کې فقیر محمد فقیرزی او جان اغا صالح، په کونړ کې پروېز څرګند، په کندز کې حسیب الله حسېب او عطاءالله عمر، په کندهار کې شمس الله عمري، په زابل کې محبوب حکیمي او په ارزګان کې شاه محمود همدرد په بند کې دي.
د بې پولې خبریالانو ټولنې په تېرو لسو ورځو کې د طالبانو له خوا د خبریالانو پر نیول کېدو هم اندېښنه ښودلې ده.
بل خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما هم د خبریالانو پر نیول کېدو نیوکه کړې او وايي، چې طالبانو په تېرو لسو ورځو کې په شپږو ولایتونو کې د رسنیو کارکوونکي نیولي دي.
همداراز، د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه راپور کې چې د تېر ثور میاشتې په ۱۲مه نېټه یې خپور کړی، په تېرو ۱۲ میاشتو کې (د ۲۰۱۱ می میاشتې څخه تر ۲۰۲۳ کال می میاشتې) یې اعلان کړی، چې ۶۴ سلنه د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی دی.
د هغه راپور له مخې، چې د رسنیو د ازادۍ د نړۍوالې ورځې په مناسبت خپور شو، په دې موده کې په ټول افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي، بندي کېدو او ګواښونو ۲۱۳ پېښې ثبت شوې دي.
د لرغونو سیمو وضعیت
د باختر اژانس د خبرله مخې؛ خيرالله خيرخواه په دې خبري غونډه کې وويل، چې دا مهال په هېواد کې د پنځلسو تاريخي او لرغونو ځايونو د بيارغونې کار روان دى.
د دغه وزارت چارواکو په دې خبري ناسته کې وویل، چې د لوګر د عینک د مسو د لرغونو اثارو د ساتنې په برخه کې ۱۴۲ اثار پاک شوي او د لوښو ۶۰۰ کڅوړې ثبت او د لوګر ولایتي موزیم ته سپارل شوي دي.
دوی په افغانستان کې د مطالعې د فرهنګ د ودې په برخه کې دا هم وویل، چې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په تېر کال کې په مرکز او ولایتونو کې ۱۸ فرهنګي غونډې او سیمینارونه جوړ کړي دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي وايي، چې دوی به په مرکز او ولایتونو کې د ځوانانو د انسجام لپاره ۸۰۰ بنسټونه جوړوي.
دوی ټینګار وکړ، چې دې وزارت د طالبانو له ادارو سره په همکارۍ د هغو ځوانانو لپاره چې له ولایتونو څخه کابل ته راځي او له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي، د اړتیا وړ وسایلو په لرلو سره یوه لیلیه جوړه کړې ده.

د پاملرنې نړۍواله موسسه په خپل یوه تازه راپور کې وايي، چې په افغانستان کې اتیا سلنه هغه مېرمنې او نجونې چې د زده کړو مستحقې دي لیک لوست نه شي کولی.
دغه اداره وايي، چې د یادو مېرمنو او نجونو شمېر نېږدې دوه نیم میلیونو ته رسېږي.
په راپور کې راغلي؛ یو نیم میلیون نورې نجونې چې ۳۰ سلنه جوړوي لومړنیو زده کړو ته لاسرسی نه لري.
یاده موسسه په خپل راپور کې وايي: “ افغانستان یوازېنی هېواد دی، چې د نجونو زده کړې پکې منع دي”.
د پاملرنې موسسې په وینا؛ د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې د طالبانو له خوا د نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو د دروازو د تړلو له امله له ۱۰۰ زرو زیاتې نجونې له لوړو زده کړو بې برخې شوي دي.
دوی زیاتوي، چې د نجونو او مېرمنو پر مخ د زده کړو او کار د بندیز له امله د افغانستان اقتصاد ۵.۴ میلیارده ډالره زیانمن شوی دی.
دغه موسسه وړاندې وايي، چې په افغانستان کې زده کړو ته لاسرسی د ماشومانو او په ځانګړي ډول د نجونو لپاره په یوې سترې ننګونې بدل شوی.
یاده موسسه دا راپور په داسې مهال خپروي، چې تېره ورځ د طالبانو د پوهنې وزارت په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې دا مهال په ټول افغانستان کې څلور ميلیونه نجونې په زده کړو بوختې دي.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو له خوا پر نجونو او مېرمنو د کار او زده کړو د بندیز له امله نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو سازمانونو پراخه غبرګونونه ښودلي؛ خو طالبان بیا دا بندیز د دوی داخلي مساله ګڼي او نړۍوالو ته پکې د مداخلې حق نه ورکوي.

د فنلنډ لومړي وزیر پرېکړه کړې، چې هېواد ته د ناقانونه پناه غوښتونکو د ننوتلو د کمولو لپاره روغتیایي خدماتو ته د هغوی لاسرسی محدود کړي.
پټري اورپو په پام کې لري، چې په هېواد دننه د ټولو کډوالو لپاره د وړیا روغتیایي خدماتو قانوني طرحه لغوه کړي.
په دې قانون کې د ناقانونه کډوالو سربېره نور هغه کسان هم شامل دي، چې د پناه غوښتنې ټول پړاوونه یې بشپړ کړي وي.
د انفومایګرنتس د راپور له مخې؛ نوی سیستم به د اروپايي اتحادیې هغه اتباع هم اغېزمن کړي، چې د ۹۰ ورځو څخه ډېر په فنلینډ کې پاتي شوي، مګر د هېواد د قوانینو سره سم یې خپل استوګنځي نه دي تنظیم کړي.
اوس مهال په دغه هېواد کې د اروپایي کډوالو لوی نفوس د رومانیا او بلغاریا اتباع جوړوي.
د روغتیایي پاملرنې د قانون لغوه کولو وړاندیز، فنلینډ ته دکډوالۍ د کمولو د قانوني وړاندیزونو یوه برخه ده.
د دې پلان بل هدف د کډوالو لپاره د ټولنیزو مرستو کمول دي.
د فنلنډ دولت د کډوالۍ او پناه غوښتنې د طرحې په کمولو سربیره، غواړې چې درېیم هېواد ته د کډوالو په شړلو هم غور وکړي.
د فنلنډ د روغتیایي ټولنې په ګډون یو شمېر نورو بنسټونو د کډوالۍ پر وړاندې د فنلنډ پر دې دریځ نیوکه کړې ده.
د دې ټولنې د روغتیایي سیاستونو سلاکار لوري وورنکوسکي وویل: "د حکومت اراده له دې حقیقت سره په ټکر کې ده، چې اعلان یې کړی چې په ټولنه کې د برابرۍ او عدم تبعیض د ودې لپاره له هوډ سره کار کوي".

د برېکس هېوادونو مشران؛ برازیل، روسیه، هند، چین او جنوبي افریقا په ژوهانسبورګ کې سره راغونډ شوي، چې په دې ډله کې د ایران په ګډون د څه باندې ۲۰ هېوادونو غړیتوب وڅېړي.
د نړۍوال تاوتريخوالي زياتوالی او د چين او امريکا تر منځ سختې سيالۍ د دغه بلاک پراخوالی بېړنی کړی دی.
د سویلي افریقا ولسمشر سیریل رامافوزا د سې شنبې (د زمري ۳۱مه) په سهار د چین د ولسمشر شي جین پینګ کوربه توب وکړ، چې د دې ډلې د پراختیا لوی ملاتړی و.
تمه کیږي، چې د دې ډلې نور مشران به د سې شنبې تر پایه ژوهانسبورګ ته ورشي.
د برازیل ولسمشر لوییز ایناسیو لولا دا سیلوا او د هند لومړی وزیر نریندرا مودي به له نن څخه تر راتلونکو دوو ورځو پورې په دې غونډه کې ګډون کوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، چې په اوکراین کې د جنګي جرمونو په تور د نړۍوالې محکمې له خوا تر څار لاندې دی، جنوبي افریقا ته نه ځي او د ویډیويي کنفرانس له لارې به په دې غونډې کې وینا وکړي.
د سویلي افریقا ولسمشر له دې غونډې مخکې په وینا کې وویل: "پرمختللی برېکس د هېوادونو د یوې ډلې استازیتوب کوي، چې مختلف سیاسي نظامونه او د نړۍ د متوازن نظم لپاره ګډه لیوالتیا لري."
د نویو غوښتونکو د غړیتوب ارزونه
د سویلي افریقا چارواکي وايي؛ تر څلوېښتو ډېرو هېوادونو په برېکس کې د غړیتوب لپاره لېوالتیا ښودلې او له دې ډلې نږدې دوه ویشت هېوادونو په رسمي ډول د غړیتوب لپاره غوښتنلیکونه ورکړي دي.
ایران، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، مصر، الجزایر، ارجنټاین، قزاقستان، بولیویا، کیوبا، اندونیزیا، ایتوپیا، ګابون او کوموروس هغه هېوادونه دي، چې په دې اقتصادي بلاک کې یې د شاملېدو غوښتنه کړې ده.
چین د نړۍ د دویم ستر اقتصاد په توګه؛ د دې ډلې د پرمختګ پلوی دی، ځکه چې هيله لري د دې پراخوالی، چې اوسمهال د نړۍ څه باندې څلوېښت سلنه نفوس او د نړۍ د ناخالص کورنيو توليداتو څلورمه برخه جوړوي، وبه کولې شي چې په نړۍواله کچه اغیزه وکړي.
روسیه چې د اوکراین په جګړه کې له لوېدیځ سره مخامخ شوې ده؛ غواړي د خپلې انزوا د مخنیوي لپاره دغه بلاک ته نوي غړي راولي. سویلي افریقا هم د دې پراختیا ملاتړ کړی.
خو هند، چې په دې بلاک کې د چین د واکمنۍ په اړه اندېښمن دی؛ خبرداری ورکړی چې د نویو غړیو د منلو لپاره بیړه وکړي. برازیل هم اندیښمن دی، چې د برېکس پراخول به د دوی نفوذ کمزوری کړي.
که څه هم د برېکس د احتمالي پراختیا بحث لا تر اوسه کوم ځای ته نه دی رسېدلی، خو د دې ډلې ژمنه چې غواړي د سویل د پرمختللو هېوادونو اتل شي او د نړۍ د لویدیځو بډایه هېوادونو لپاره ځای ناستی وړاندې کړي، پام ځان ته اړولی.
د برېکس نوم د برازیل، روسیې، هند، چین او سویلي افریقا د نومونو له لومړیو تورو څخه جوړ دی.
د «برېک» د اقتصادي ډلې د جوړیدلو تیوري، چې په پیل کې سویلې افریقا پکې نه وه شامله، په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د ګلډمن ساکس ستر اقتصاد پوه جیم اونیل لخوا په یوې څیړنیزه مقاله کې چې برازیل، روسیې، هند او چین د ودې پر ظرفیت یې ټینګار کاوه، وړاندې شوې وه.
دا اقتصادي بلاک وروسته په ۲۰۰۹ کال کې د روسیې په نوښت په رسمي ټوګه جوړ شو، چې د امریکا او د هغوی د لویدیځو متحدینو تر واک لاندې نړۍوال نظم وننګوي.
سویلي افریقا یو کال وروسته ورسره یوځای شوه او «برېک» په «بریکس» بدل شو. د دې غونډې د مشرانو ناسته هر کال د غړو هېوادونو څخه په یوه هېواد کې ترسره کیږي.

د ټایلنډ پخوانی لومړی وزیر له ۱۵ کلنې جلاوطنۍ وروسته خپل هېواد ته ستون شو او د پولیسو په لارښوونه له هوايي ډګر څخه محکمې او بیا د بنکاک زندان ته ولاړ.
تاکسین شیناواترا په ۲۰۰۸ کال کې دوه کاله وروسته هغې له هېواده وتښتېد، چې د هغه حکومت ړنګ شو او د فساد په تور محکوم شو.
ښاغلی شیناواترا د سې شنبې په ورځ د بنکاک په هوايي ډګر کې له خپلې کورنۍ سره د لنډې مودې لپاره راڅرګند شو؛ خپلو ملاتړو لور ته یې لاس وخوځوه او بیا د خپلې محاکمې وروسته زندان ته لاړ ترڅو د اته کلن بند سزا پوره کړي.
نوموړی په اداري فساد او له واک څخه په ناوړه استفادې تورن دی او په جلاوطنۍ کې په څو جنايي قضیو کې په غیاب کې محکوم شوی دی.
تاکسین شیناواترا له ۲۰۰۸ کال راهیسې په دوبۍ کې ژوند کاوه.
دې هېواد ته د تایلینډ د پخواني لومړي وزیر راستنیدل په دې ورځو کې د تایلینډ په ټویټر حسابونو کې خورا مشهور هشټاګ ګرځیدلی.
تاکسین شیناواترا په داسې حال کې تایلینډ ته راستون شوی، چې دا هېواد د مارچ میاشتې راهیسې د موقت حکومت تر ادارې لاندې دی او د نوي لومړي وزیر د ټاکلو لپاره د پارلمان هڅې له څو اونیو راهیسې بریالۍ شوې نه دي.