ازادۍ جبهې په کابل کې اوو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې

ازادۍ جبهې د کابل – پروان په دروازه کې د طالبانو د دوو غړو د وژل کېدو او د دغې ډلې د پنځو نورو غړو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

ازادۍ جبهې د کابل – پروان په دروازه کې د طالبانو د دوو غړو د وژل کېدو او د دغې ډلې د پنځو نورو غړو د ټپي کېدو خبر ورکړی.
ځايي سرچينو په دې سيمه کې نښته تاييد کړې ده.
د ازادۍ جبهې په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تېره شپه یې د کابل – پروان په دروازه کې د طالبانو پر پوستو ناڅاپي بریدونه کړي.
د کابل د پولیسو د دوه سوه بیستریز روغتون یوه ډاکتر افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې د تېر مازیګر مهال ورته درې طالبان او یو ملکي وګړی ور وړل شوي، چې ټپیان دي.
نوموړي د دغو ټپیانو د پېښې د سیمې په اړه څه ونه ویل.
د ازادۍ جبهه وايي، چې ځواکونو ته يې زيان نه دى اوښتى.
یادې جبهې د خپلې جګړې یوه لنډه ویډیو هم خپره کړې، چې پکې د ډزو غږونه اورېدل کیږي.
هڅه مو وکړه، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نظر هم را واخلو، خو ونه توانېدو.
په دې وروستیو اونیو کې ازادۍ جبهې او د ملي مقاومت جبهې د طالبانو پر ضد خپل بریدونه زیات کړي دي.

د طالبانو د نورم او سټنډرډ ملي اداره وايي، ایران ته یې د پنجشنبې په ورځ د «بې کیفیته» سونتوکو نهه ټانکر ستانه کړل. د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، دا ټانکر د فراه ولایت په اوبو نصر فراهي بندر کې درول شوي وو.
طالبانو په دې وروستیو میاشتو کې د «بې کیفیته»سونتوکو لسګونه ټانکر ایران ته ستانه کړي دي.
د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، دې سونتوکو اړین معیارونه نه پوره کول.
څه مهال مخکې د ایران د ولسمشر اقتصادي سلاکار محمد مهدي جوانمرد قصاب ویلي و، چې ځینې وخت د عراق سونتوکی هم د ایران له لارې افغانستان ته ځي.
د هغه په خبره، د ایران محصولات اړین معیارونه پوره کوي.
خو د ایران د سونتوکو صادروونکو اتحادیې مشر حمید حسیني د تېر غبرګولي وروستیو کې منلې وه چې افغانستان ته د ایران صادرېدونکي سونتوکي هم ځینې وخت په معیار برابر نه وي.
د هغه په خبره، همدې نیمګړتیا ته په پام اوس افغانستان او عراق د اړتیا وړ سونتوکي په لوړ معیار له ازبکستان او روسیې اخلي او ایران په دې برخه کې خپل بازار بایلي.

په هرات کې د طالبانو په دې پرېکړه پسې چې د پاسپورت وېش چټکوي د پنجشنبې په ورځ زرګونه کسان دې ادارې ته د پاسپورت اخیستلو لپاره ورغلي. طالب چارواکي وايي، له دې وروسته هرات کې خلکو ته ورځانه زر پاسپورتونه ور کوي. پخوا دا سند یوازې ناروغانو ته ورکول کېده، خو اوس یې هرڅوک اخیستلی شي.
د هرات اوسېدونکو نن افغانستان انټرنشنل ته داسې انځورونه لېږلي چې په پاسپورت مدیریت کې د خلکو خورا ډېر بیروبار ښيي.
د هرات لپاره د طالبانو والي وړمه ورځ د دې ولایت د پاسپورت نوي مدیریت د ودانۍ پرانستلو سره وویل، چې دغه ولایت کې به له دې وروسته زر پاسپورټونه وېشي.
د باختر د راپور له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په هرات کې د پاسپورت د وېش زیاتېدو امر کړی دی.
هرات کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي، تر دې مخکې هره ورځ په دغه ولایت کې له ۲۵۰ تر ۳۰۰ پاسپورتونه وېشل کېدل.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، تر دې مخکې طالبانو یوازې ناروغانو ته پاسپورتونه ور کول.
په تېرو میاشتو کې طالبانو څو ځلې په مختلفو ولایتونو کې د پاسپورت وېش ودراوه. تر دې مخکې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته دا هم ویلي چې په تور بازار کې دا ستند تر دوو زرو تر څلور زرو ډالرو هم اخیستل کېږي.
پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو پسې کډوالۍ زیاته شوې او په ټول هېواد کې د پاسپورت اخیستلو غوښتنه خورا ډېره شوې ده.

د امریکا غږ انګریزي برخې د افغان مشرانو په اړه په خپل یوه راپور کې ویلي، چې افغان مشران په کور دننه او بهر کې بې واکه دي. راپور کې راغلي، کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې کابل ته ننوتل، د افغان حکومت ګڼو مشرانو له وېرې افغانستان پرېښود.
ولسمشر اشرف غني له خپلې مېرمنې او نږدې همکارانو سره په متحده عربي اماراتو کې پناه وغوښته، په داسې حال کې چې د هغه د دوو مرستیالانو په ګډون د کابینې پاتې غړي د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته تللي دي.
ولسمشر غني د کابل له سقوط نه درې ورځې وروسته په یوه ویډیويي وینا کې وویل، چې ښايي د هغه وتل د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله له برخلیک څخه د خلاصون یوازینۍ لاره وه.
غني وویل: «که زه پاتې شوی وای، د افغانستان ولسمشر به یو ځل بیا د افغانانو د سترګو په وړاندې اعدام شوی و.»
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ ته وویل، چې دا ډله د غني په ګډون هیچا ته د زیان رسولو نیت نه لري.
په همدې حال کې وړمه ورځ ملګرو ملتونو راپور ورکړ، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په سلګونو پخواني افغان پوځيان وژل شوي، ربړول شوي، زنداني شوي او ورسره ناوړه چلند شوی؛ خو دا هغه تورونه دي چې طالبانو په وار، وار رد کړي دي.
خو ځینو پخوانیو مشرانو په افغانستان کې پاتې کېدل غوره کړل.
د هېواد مخکیني ولسمشر حامد کرزي د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو څو ورځې وروسته په خپلې فیسبوک پاڼه په یوې خپرې شوې ویډیو کې له هېواد سره خپله ژمنه اعلان کړه.
همدا ډول د افغانستان پخواني اجراییه رییس او د بهرنیو چارو مخکیني وزیر عبدالله عبدالله له طالبانو سره د مخالفت سره، سره په کابل کې پاتې کېدل غوره کړل.
د نفوذ او ازادۍ نشتون
په افغانستان کې پخواني مشران لکه کرزی او عبدالله فعال ښکاري، د ځایی خلکو، ډیپلوماتانو او مرستندویه کارکوونکو سره لیدنې کوي. په خپلو خواله رسنیو کې دوی خپل بیانونه خپروي او په چارواکو غږ کوي چې د نجونو لپاره ثانوي ښوونځي بیا پرانیزي او ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي.
هغه څه چې د کابل له سقوط وروسته په دغه دوو کلونو کې څرګند شول، هغه دا دي له دې پرته چې دوی ووځي یا پاتې شي، هیڅ یو پخوانی مشر د طالبانو په سیاستونو کې د پام وړ نفوذ نه لري.
د غني یوه پخواني ویاند صدیق صدیقي امریکا غږ ته وویل، "هغه کسان چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې پاتې شوي، د طالبانو په وړاندې د درېدو لپاره هیڅ نفوذ یا ازادي نه لري."
له افغانستانه بهر، غني او نور پخواني افغان چارواکي په خواله رسنیو کې پر طالبانو زیاتې نیوکې کوي.
دا لا روښانه نه ده، چې جلاوطنه افغان مشران به له طالبانو سره څه ډول سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي؟
پخواني افغان چارواکي او له طالبانو سره د پخواني حکومت د مذاکراتي ټیم غړي نادر نادري امریکا غږ ته وویل، "تاریخ به د هغو کسانو په اړه سخت قضاوت وکړي چې وتلي دي."
نادري وویل، ډیری افغانان د کرزي، عبدالله او هغو پخوانیو مشرانو ستاینه کوي چې په افغانستان کې پاتې شوي دي.
هغه وويل: "په سختو شرایطو کې مشران له خپلو خلکو سره پاتې کېږي."
د کادرونو وتل، هېواد ته زیان رسوي
د دې په اړه چې طالبان به هغه افغانان په نښه کړي چې د متحده ایالاتو او افغان حکومتونو لپاره کار کاوه، متحده ایالاتو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له ۱۲۰،۰۰۰ څخه ډېر کسان له کابله وویستل، چې په دوی کې افغان قانون جوړونکي، وزیران، خبریالان او د بشري حقونو فعالان شامل وو.
پراخې بې وزلۍ او د طالبانو زور زیاتي افغانان اړ کړي، چې ترکیې، ایران، پاکستان او نورو هېوادونو ته کډوال شي.
د مالیې وزارت پخواني وزیر عمر زاخېلوال وویل، د لوستو افغان کادرونو وتل، افغانستان ته زیان رسوي.
دغه پخواني چارواکي وویل، «ښه به دا وه، چې نه یوازې سیاسي مشران، بلکې په لسګونو زره نور لوستي افغانان چې د لویدیځ له خوا ایستل شوي په افغانستان کې پاتې شوي وای،»
د ښځو د حقونو یوې افغانې فعالې پښتنې درانۍ تېره اوونۍ په اېکس يا پخوانۍ ټوېټرپاڼه لیکلي: "افغانستان اوس پر ښځو له ظلم کولو څخه ډک هېواد دی."
له کله چې طالبان واک ته رسیدلي، د ښځو حقونو ته د درناوي او د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړولو لپاره یې کورنۍ او نړیوالې غوښتنې له پامه وغورځولې.
پخواني مشران په کور دننه او بهر په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر څرنګوالي ډېر کم نفوذ لري.
تیره اونۍ د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان وکړ چې سیاسي ګوندونو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
طالبان خپل مخالفین اړ باسي، چې یا له هېواده ووځي یا غیر ډیموکراتیکې واکمنۍ ته تسلیم شي.

ایران په افغانستان کې د اوبو د کمښت په اړه د طالبانو له وضاحتونو سره – سره وايي، چې د دوی تخنیکي پلاوي ته باید په میاشت کې یو ځل د هلمند سیند څخه د لیدنې اجازه ورکړل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ هلمند سیند ته د ایراني پلاوي وروستی سفر له طالبانو سره د همکارۍ نښه وبلله.
ناصر کنعاني وايي: “موږ د تخنیکي پلاوي سفر د افغان لوري د ژمنو او د هیرمند سیند د مسالې په اړه د ۱۳۵۱ کال د تړون د یوې برخې د تطبیق په معنا ګڼو”.
د نوموړي په خبره، چې د تړون له مخې دا ډول لیدنې باید په منظم ډول په میاشت کې یو ځل ترسره شي.
له څو میاشتو مقاومت وروسته طالبانو د هلمند سیند له رود خانو څخه د لیدنې لپاره ایراني تخنیکي پلاوي ته اجازه ورکړې ده.
د ایران تخنیکي بورډ د دهراود د اوبو د اندازه کولو وسیلې له اندازه ګیرۍ وروسته ومنله، چې د اوبو جریان د پخوا په پرتله کم شوی، خو ایران بیا هم ټینګار کړی چې دوی ته باید اوبه ورکړل شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبه په ورځ وویل، چې دې ډلې د "ایرانیانو اندېښنې" حل کړې، مګر هغه روښانه نه کړه، چې ایا طالبانو هلمند سیند ته د ایراني تخنیکي پلاوي د میاشتینیو لیدنو غوښتنه منلې که نه.
په تېرو میاشتو کې د ایران د چارواکو او طالبانو ترمنځ لفظي شخړې د دواړو لورو ترمنځ په اړیکو کې د کړکیچ سبب شوه او په ورته وخت کې د دواړو لورو ترمنځ د یو لړ سرحدي وسله والو نښتو سبب هم شوې.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اټکل کړی، چې د طالبانو د محدودیتونو له امله ۸۰ سلنه نجونې له زده کړو بې برخې دي.
دغه سازمان له زده کړو د محرومو نجونو شمېر دوه نیم میلیونه یاد کړی دی.
په ملګرو ملتونو پورې تړلی دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې له ۱۴۰۰ راهیسې د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې د پرلپسې حکمونو په صادرولو سره، دوی له خپلو حقونو څخه په تدریجي ډول بې برخې شوې دي.
په همدې حال کې یونیسف په خپله خبرپاڼه کې ماشومان په افغانستان کې د بشري ناورین لومړني قربانیان بللي او زیاته کړې یې ده چې دوی هېر شوي دي.
د دغه نړۍوال سازمان په وینا؛ په افغانستان کې بشري ناورین په شدت سره ډېر شوی او کم عمره ماشومان د خپلو کورنیو د مالي ملاتړ لپاره کار کولو ته اړ کېږي، چې د کار په جریان کې له هر ډول ناوړه چلند سره مخ کېږي.
د دغه سازمان د شمېرو له مخې؛ په داسې حال کې چې د افغانستان ۷۵ سلنه وګړي پر کرنې متکي دي، د اقلیم بدلون د دې لامل شوی، چې خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري.
دغه سازمان همداراز زیاته کړې، چې سږ کال لومړیو اورښتونو په ۱۸ ولایتونو کې د څه باندې ۱۲۶ زره کسانو ژوند اغېزمن کړی دی.
د دغه سازمان د موندنو له مخې؛ په افغانستان کې د بې وزلۍ زیاتوالي میلیونونه ماشومان اړ کړي، چې په شپږ کلنۍ کې هم د خپلو کورنیو د مالي ملاتړ لپاره کار وکړي.
دې ادارې خبرداری ورکړی، چې افغان ماشومان په کوڅو، کروندو او واټونو کې د کار کولو له امله له ګڼو ناوړه چلندونو سره مخ کیږي.
دغه راز د ماشومانو د خوندیتوب د نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې؛ افغانستان د نړۍ له هغو ۱۵ هېوادونو څخه دی، چې د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دی.
د یونیسف د اټکل له مخې سږ کال ۲.۳ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي، چې ۸۷۵ زره یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.
یونیسف زیاته کړې، چې د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې له بشري بېړني حالت سره - سره د بشري اړتیاو د پوره کولو لپاره یوازې ۲۲ سلنه مرستې راټولې شوې دي.
یونیسف خبرداری ورکړی، چې یاده اداره به د بودیجې د نشتوالي له امله اړمنو ټولنو او ماشومانو ته مرستې ونه شي رسولی.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم په افغانستان کې روان بشري وضعیت د اندېښنې وړ ښودلی او زیاته کړې یې ده، چې ماشومان او اقلیتونه له ناورین سره مخ دي.
