• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا غږ: د افغانستان پخواني مشران په کور دننه او بهر بې واکه دي

۲ وږی ۱۴۰۲ - ۲۴ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۲۱ GMT+۱تازه شوی: ۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۲۰ GMT+۱

د امریکا غږ انګریزي برخې د افغان مشرانو په اړه په خپل یوه راپور کې ویلي، چې افغان مشران په کور دننه او بهر کې بې واکه دي. راپور کې راغلي، کله چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې کابل ته ننوتل، د افغان حکومت ګڼو مشرانو له وېرې افغانستان پرېښود.

ولسمشر اشرف غني له خپلې مېرمنې او نږدې همکارانو سره په متحده عربي اماراتو کې پناه وغوښته، په داسې حال کې چې د هغه د دوو مرستیالانو په ګډون د کابینې پاتې غړي د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته تللي دي.

ولسمشر غني د کابل له سقوط نه درې ورځې وروسته په یوه ویډیويي وینا کې وویل، چې ښايي د هغه وتل د پخواني ولسمشر ‌‌‌‌‌‌ډاکتر نجیب الله له برخلیک څخه د خلاصون یوازینۍ لاره وه.

غني وویل: «که زه پاتې شوی وای، د افغانستان ولسمشر به یو ځل بیا د افغانانو د سترګو په وړاندې اعدام شوی و.»

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ ته وویل، چې دا ډله د غني په ګډون هیچا ته د زیان رسولو نیت نه لري.
په همدې حال کې وړمه ورځ ملګرو ملتونو راپور ورکړ، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په سلګونو پخواني افغان پوځيان وژل شوي، ربړول شوي، زنداني شوي او ورسره ناوړه چلند شوی؛ خو دا هغه تورونه دي چې طالبانو په وار، وار رد کړي دي.

خو ځینو پخوانیو مشرانو په افغانستان کې پاتې کېدل غوره کړل.

د هېواد مخکیني ولسمشر حامد کرزي د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو څو ورځې وروسته په خپلې فیسبوک پاڼه په یوې خپرې شوې ویډیو کې له هېواد سره خپله ژمنه اعلان کړه.

همدا ډول د افغانستان پخواني اجراییه رییس او د بهرنیو چارو مخکیني وزیر عبدالله عبدالله له طالبانو سره د مخالفت سره، سره په کابل کې پاتې کېدل غوره کړل.

د نفوذ او ازادۍ نشتون

په افغانستان کې پخواني مشران لکه کرزی او عبدالله فعال ښکاري، د ځایی خلکو، ‌‌‌‌‌‌ډیپلوماتانو او مرستندویه کارکوونکو سره لیدنې کوي. په خپلو خواله رسنیو کې دوی خپل بیانونه خپروي او په چارواکو غږ کوي چې د نجونو لپاره ثانوي ښوونځي بیا پرانیزي او ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي.

هغه څه چې د کابل له سقوط وروسته په دغه دوو کلونو کې څرګند شول، هغه دا دي له دې پرته چې دوی ووځي یا پاتې شي، هیڅ یو پخوانی مشر د طالبانو په سیاستونو کې د پام وړ نفوذ نه لري.

د غني یوه پخواني ویاند صدیق صدیقي امریکا غږ ته وویل، "هغه کسان چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې پاتې شوي، د طالبانو په وړاندې د درېدو لپاره هیڅ نفوذ یا ازادي نه لري."

له افغانستانه بهر، غني او نور پخواني افغان چارواکي په خواله رسنیو کې پر طالبانو زیاتې نیوکې کوي.

دا لا روښانه نه ده، چې جلاوطنه افغان مشران به له طالبانو سره څه ډول سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي؟

پخواني افغان چارواکي او له طالبانو سره د پخواني حکومت د مذاکراتي ټیم غړي نادر نادري امریکا غږ ته وویل، "تاریخ به د هغو کسانو په اړه سخت قضاوت وکړي چې وتلي دي."

نادري وویل، ډیری افغانان د کرزي، عبدالله او هغو پخوانیو مشرانو ستاینه کوي چې په افغانستان کې پاتې شوي دي.

هغه وويل: "په سختو شرایطو کې مشران له خپلو خلکو سره پاتې کېږي."

د کادرونو وتل، هېواد ته زیان رسوي

د دې په اړه چې طالبان به هغه افغانان په نښه کړي چې د متحده ایالاتو او افغان حکومتونو لپاره کار کاوه، متحده ایالاتو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له ۱۲۰،۰۰۰ څخه ډېر کسان له کابله وویستل، چې په دوی کې افغان قانون جوړونکي، وزیران، خبریالان او د بشري حقونو فعالان شامل وو.

پراخې بې وزلۍ او د طالبانو زور زیاتي افغانان اړ کړي، چې ترکیې، ایران، پاکستان او نورو هېوادونو ته کډوال شي.

د مالیې وزارت پخواني وزیر عمر زاخېلوال وویل، د لوستو افغان کادرونو وتل، افغانستان ته زیان رسوي.

دغه پخواني چارواکي وویل، «ښه به دا وه، چې نه یوازې سیاسي مشران، بلکې په لسګونو زره نور لوستي افغانان چې د لویدیځ له خوا ایستل شوي په افغانستان کې پاتې شوي وای،»


د ښځو د حقونو یوې افغانې فعالې پښتنې درانۍ تېره اوونۍ په اېکس يا پخوانۍ ټوېټرپاڼه لیکلي: "افغانستان اوس پر ښځو له ظلم کولو څخه ډک هېواد دی."

له کله چې طالبان واک ته رسیدلي، د ښځو حقونو ته د درناوي او د یوه ټول ګډونه حکومت د جوړولو لپاره یې کورنۍ او نړیوالې غوښتنې له پامه وغورځولې.

پخواني مشران په کور دننه او بهر په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر څرنګوالي ډېر کم نفوذ لري.

تیره اونۍ د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان وکړ چې سیاسي ګوندونو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
طالبان خپل مخالفین اړ باسي، چې یا له هېواده ووځي یا غیر ډیموکراتیکې واکمنۍ ته تسلیم شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

ایران له طالبانو څخه هلمند سیند ته د خپل تخنیکي پلاوي د میاشتني سفر غوښتنه کړې

۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۳ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۲۳ GMT+۱

ایران په افغانستان کې د اوبو د کمښت په اړه د طالبانو له وضاحتونو سره – سره وايي، چې د دوی تخنیکي پلاوي ته باید په میاشت کې یو ځل د هلمند سیند څخه د لیدنې اجازه ورکړل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ هلمند سیند ته د ایراني پلاوي وروستی سفر له طالبانو سره د همکارۍ نښه وبلله.

ناصر کنعاني وايي: “موږ د تخنیکي پلاوي سفر د افغان لوري د ژمنو او د هیرمند سیند د مسالې په اړه د ۱۳۵۱ کال د تړون د یوې برخې د تطبیق په معنا ګڼو”.

د نوموړي په خبره، چې د تړون له مخې دا ډول لیدنې باید په منظم ډول په میاشت کې یو ځل ترسره شي.

له څو میاشتو مقاومت وروسته طالبانو د هلمند سیند له رود خانو څخه د لیدنې لپاره ایراني تخنیکي پلاوي ته اجازه ورکړې ده.

د ایران تخنیکي بورډ د دهراود د اوبو د اندازه کولو وسیلې له اندازه ګیرۍ وروسته ومنله، چې د اوبو جریان د پخوا په پرتله کم شوی، خو ایران بیا هم ټینګار کړی چې دوی ته باید اوبه ورکړل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبه په ورځ وویل، چې دې ډلې د "ایرانیانو اندېښنې" حل کړې، مګر هغه روښانه نه کړه، چې ایا طالبانو هلمند سیند ته د ایراني تخنیکي پلاوي د میاشتینیو لیدنو غوښتنه منلې که نه.

په تېرو میاشتو کې د ایران د چارواکو او طالبانو ترمنځ لفظي شخړې د دواړو لورو ترمنځ په اړیکو کې د کړکیچ سبب شوه او په ورته وخت کې د دواړو لورو ترمنځ د یو لړ سرحدي وسله والو نښتو سبب هم شوې.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق: ۸۰ سلنه افغانې نجونې له زده کړو بې برخې دي

۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۱۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اټکل کړی، چې د طالبانو د محدودیتونو له امله ۸۰ سلنه نجونې له زده کړو بې برخې دي.

دغه سازمان له زده کړو د محرومو نجونو شمېر دوه نیم میلیونه یاد کړی دی.

په ملګرو ملتونو پورې تړلی دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې له ۱۴۰۰ راهیسې د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې د پرلپسې حکمونو په صادرولو سره، دوی له خپلو حقونو څخه په تدریجي ډول بې برخې شوې دي.

په همدې حال کې یونیسف په خپله خبرپاڼه کې ماشومان په افغانستان کې د بشري ناورین لومړني قربانیان بللي او زیاته کړې یې ده چې دوی هېر شوي دي.

د دغه نړۍوال سازمان په وینا؛ په افغانستان کې بشري ناورین په شدت سره ډېر شوی او کم عمره ماشومان د خپلو کورنیو د مالي ملاتړ لپاره کار کولو ته اړ کېږي، چې د کار په جریان کې له هر ډول ناوړه چلند سره مخ کېږي.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې؛ په داسې حال کې چې د افغانستان ۷۵ سلنه وګړي پر کرنې متکي دي، د اقلیم بدلون د دې لامل شوی، چې خلک بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري.

دغه سازمان همداراز زیاته کړې، چې سږ کال لومړیو اورښتونو په ۱۸ ولایتونو کې د څه باندې ۱۲۶ زره کسانو ژوند اغېزمن کړی دی.

د دغه سازمان د موندنو له مخې؛ په افغانستان کې د بې وزلۍ زیاتوالي میلیونونه ماشومان اړ کړي، چې په شپږ کلنۍ کې هم د خپلو کورنیو د مالي ملاتړ لپاره کار وکړي.

دې ادارې خبرداری ورکړی، چې افغان ماشومان په کوڅو، کروندو او واټونو کې د کار کولو له امله له ګڼو ناوړه چلندونو سره مخ کیږي.

دغه راز د ماشومانو د خوندیتوب د نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې؛ افغانستان د نړۍ له هغو ۱۵ هېوادونو څخه دی، چې د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دی.

د یونیسف د اټکل له مخې سږ کال ۲.۳ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي، چې ۸۷۵ زره یې له پنځو کلونو کم عمره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.

یونیسف زیاته کړې، چې د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې له بشري بېړني حالت سره - سره د بشري اړتیاو د پوره کولو لپاره یوازې ۲۲ سلنه مرستې راټولې شوې دي.

یونیسف خبرداری ورکړی، چې یاده اداره به د بودیجې د نشتوالي له امله اړمنو ټولنو او ماشومانو ته مرستې ونه شي رسولی.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم په افغانستان کې روان بشري وضعیت د اندېښنې وړ ښودلی او زیاته کړې یې ده، چې ماشومان او اقلیتونه له ناورین سره مخ دي.

سراج الدین حقاني په دایکنډي کې: ستاسو غوښتنې به د طالبانو له مشرتابه سره شریکې کړم

۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۴۱ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني دایکنډي ته په سفر کې له دیني عالمانو او سیمه ییزو چارواکو سره کتلي او هلته یې ویلي، چې د خلکو تر منځ اختلافات د «د یرغلګرو میراث» دی.

حقاني وويل، چې د طالبانو له مشر سره به د دې ولايت د پرمختګ او بيارغونې لپاره د دایکنډي د خلکو پر غوښتنو خبرې وکړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي؛ سراج الدین حقاني په دایکندي کې د طالبانو مرکزونه د "اسلامي ورورولۍ او ملي یووالي سمبول" بللي او ویلي یې دي، چې "شیعه او سني مجاهدین" سره یو ځای شوي دي.

دایکنډي د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې د اقتصاد او عامه خدمتونو د وړاندې کولو له پلوه په نسبي ډول کمزوری او خلک یې له ستونزو کړیږي.

دغه طالب چارواکي په داسې حال کې د شيعه او سني د ملي يووالي او ورورولۍ خبره کوي، چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د محرم مراسم تحريم کړي او په پوهنتونونو کې د جعفري فقې له تدريس سره مخالفت کړی.

دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو د کابینې دغه ځواکمن غړی یو هزاره ولایت ته سفر کوي او هزاره ګانو څخه د یووالي او له طالبانو سره د مرستې غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دا مهاله له هزاره قوم څخه د طالبانو په کابینې، ولایتي ادارو او امنیې قوماندانیو کې د رهبرۍ په کچه هېڅ هزاره نه شته.

په وروستیو میاشتو کې سراج الدین حقاني د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه پیل کړي دي. ځینو کارپوهانو ویلي، چې د حقاني د ولایتي سفرونو موخه د طالبانو رهبري کول او د طالبانو تر منځ د خپل منځي کړکېچونو حلول دي.

ریچارډ بېنېټ: په افغانستان کې باید د بشري حقونو له سرغړوونکو سره حساب وشي

۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۵:۵۹ GMT+۱

د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنیټ وايي؛ د بشري حقونو د سرغړونو په اړه حساب – کتاب به له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې د راتلونکي تعامل اساسي ټکي وي.

وروسته له هغې، چې د یوناما او ګڼو نورو بشري حقونو ادارو له خوا په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو ضد کړنې او د پخواني حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژنې او شکنجې په اړه راپورونه خپاره شول؛ د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي، چې له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل د پالیسۍ مهم ټکي د بشري حقونو د نقض په اړه حساب او کتاب دی.

نوموړي تېره ورځ د امریکا متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ ته په خبرو کې ویلي، چې لا هم په افغانستان د بشري حقونو مدافعینو، مدني او سیاسي فعالانو نیونې او غېرقانوني وژنې او بې درکه کول موجود دي.

د بېنېټ په خبره؛ له هغه وخته چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړی؛ د بشري حقونو وضعیت خراب شوی، د ښځو او نجونو ټولنیز وضعیت د ناورین تر سرحده رسېدلی دی.

دی وايي، چې په افغانستان کې د اقلیتونو او ماشومانو وضعیت هم د ژورې اندېښنې وړ دی.

د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه د اسنادو په ټولېدو هم ټینګار کړی او زیاتوي، دا د ټولو کارونو بنسټ دی: “ څو مسوولین باید حساب ته راکش کړل شي، چې د معافیت دود له منځه لاړ شي”.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ یوناما اعلان وکړ، چې طالبانو د پخواني جمهوري نظام له ۸۰۰ زیات کارکوونکي، امنیتي او دفاعي ځواکونه نیول شوي، شکنجه شوي، ورک شوي او وژل شوي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یاد راپور رد کړی او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې له بل هر وخته بشري حقونه خوندي دي.

په کابل کې د پاکستان سفارت د کابل له برېښنا ریاست څخه نېږدې ۲۲.۵ میلیونه افغانۍ پوروړی دی

۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲۳ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۲۴ GMT+۱

هغه مکتوبونه چې افغانستان انټرنشنل- پښتو تر لاسه کړي؛ پر بنسټ یې د پاکستان سفارت ته ګواښ شوی، که چېرې یادې پېسې د طالبانو د کابل برېښنا ریاست ته ورنه کړي نو د دوی برېښنا به پرې کړي.

لومړی مکتوب چې د پاکستان سفارت ته د ۱۴۰۱ کال د حوت په میاشت کې د طالبانو د کابل برېښنا ریاست له خوا لېږل شوی؛ پکې د پاکستان له سفارته غوښتل شوي، چې د برېښنا له درکه د پاکستان سفارت د دغه شرکت ۱۶۵۲۸۴۶۲ افغانۍ پوروړی دی او د پورونو د نه ورکړې په صورت کې به دوی پر سفارت برېښنا پرې کړي.

په یاد مکتوب کې په وزیر اکبر خان کې د پاکستان د پخواني سفارت او همداراز په کارته پروان کې د پاکستان د اوسني سفارت د برېښنا له درکه پور ذکر شوی دی.

مکتوب زیاتوي، چې په وزیر اکبر خان کې د پاکستان د پخواني سفارت پور ۳۸۱۳۲۵ افغانۍ کیږي، چې د ۱۳۹۰ کال څخه د ۱۳۹۱ کال د لومړۍ دورې پور اړوندیږي او همداراز ۱۶۱۴۷۱۳۷ افغانۍ پور د پاکستان د اوسني سفارت د ۱۴۰۱ کال په یوولسمې دورې پورې اړوندیږي.

په ورته وخت کې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو د ریاست یو مکتوب رسېدلی، چې د کابل برېښنا ریاست ته یې د روان کال د زمري په ۸مه نېټه لېږلی؛ پکې د کابل له برېښنا ریاست څخه غوښتل شوي، چې یو تخنیکي غړی دې ورته معرفي کړل شي، تر څو د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو د برېښنا ۵.۹ میلیونه د پور جنجالي موضوع په یوې درې اړخیزې کمېټې کې بحث کړي.

د یادو مکتونو په اساس په کابل کې د برېښنا له درکه د پاکستان سفارت ۲۲۴۲۸۴۶۲ افغانۍ پوروړی دی.

د طالبانو په بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې تېره اونۍ د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره د برېښنا د پورونو په اړه ټیلفوني خبرې کړي دي.

دا چې په دې خبرو کې کومې نتیجې ته رسېدلي او که نه؟ سرچینې یې په اړه څه ونه ویل.

افغانستان انټرنشنل په کابل کې د پاکستان د شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني سره د اړیکو نیولو هڅه وکړه، خو د څو پرلپسې اړیکو نیولو وروسته هم نوموړي د یادو پورونو په اړه ځواب ونه وایه.

دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم د پاکستان سفارتونو د اقتصادي ستونزو او پورونو د نه ورکړې راپورونه خپریږي، په دې وروستیو کې پاکستان په واشګټن کې خپله وداني د پورونو د نه ورکړې له امله وپلورله.