این بي سي خبري شبکې راپور ورکړی، چې د صفري واحدونو له 10,000 څخه تر 12,000 پورې غړو کاري جوازونه به په راتلونکو ورځو یا اونیو کې پای ته ورسیږي.
دغه واحدونه تر ډېره په افغانستان کې د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي ای اې) د افسرانو د امنیت په تامین بوخت وو او په ۱۴۰۰ کې د طالبانو په لاس د دغه هېواد د حکومت له نسکورېدو وروسته امریکا ته منتقل شول.
د این بی سي خبري شبکې د راپور په بنسټ؛ اوس د دوی د کار جواز دوه کلنه دوره پای ته رسېدلې او دې کار دوی اندیښمن کړي، چې د دوی د کار جواز له لاسه ورکولو سره به د خپلو کورنیو مالي ملاتړ ونه شي کړی او حتا د کار کولو او ګرین کارت د اخیستو فرصت به له لاسه ورکړي.
دغې امریکايي خبري شبکې زیاته کړې، چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې دغو پخوانیو پوځیانو د امریکا له کانګرسه غوښتي، چې له دغه «حالت» څخه دې وژغوري.
د دې شبکې د معلوماتو له مخې؛ د ملي امنیت د دغو پخوانیو قطعاتو یو قوماندان جنرال محمد شاه تېره میاشت امریکايي وکیلانو ته په یوه لیک کې خبرداری ورکړی و، چې دغه پخواني ځواکونه له یوه " بحران" سره مخ دي.
د ملي امنیت دغه پخواني جنرال د امریکا له کانګرس څخه وغوښتل، چې د دې قانوني ستونزې په هواري او د دغو پوځیانو د استوګنې د وضعیت په اړه چې د امریکا د استخباراتي ځواکونو همکاران دي ورسره مرسته وکړي.
هغه زیاته کړه: "په دې وروستیو کې زموږ په ټولنه کې د ځان وژنې پېښې رامنځته شوي، چې دا زموږ په منځ کې د بې کوره کېدو د قوي احساس له امله رامنځته کیږي ، ځکه چې د امریکا حکومت د کډوالۍ مرستې لپاره زموږ غوښتنې رد کړې دي."
د این بي سي شبکه د دې تجربه کونکو څخه د یو تن ناصر اندړ حواله هم ورکړې، چې لیکلي یې دي؛ د دوی د کار جواز نېټې په هر تېرېدونکي ساعت کې د خپګان سره لاس او ګرېوان دي.
هغه وویل: "ځینې یې د نا امیدۍ احساس کوي، دوی نه پوهیږي چې څه وکړي، موږ دوی ته لارښوونه کوو چې د دوی مورال پیاوړی کړي."
د ناصر اندړ په حواله؛ له هغه راهیسې چې دا ځواکونه امریکا ته لېږدول شوي، لږ تر لږه دوه کسانو یې ځانوژنه کړې ده.
په ۱۴۰۰ کال د اسد په میاشت کې د طالبانو په لاس د افغان حکومت له نسکورېدو وروسته، د امریکايي بنسټونو څه باندې ۷۲ زره سیمه ییز همکاران له افغانستان څخه امریکا ته انتقال شول.
ډیری کډوالو یې بشردوستانه ویزې او دوه کلن کاري جواز ترلاسه کړی. د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت امر کړی، چې د دوی ویزې او کاري جوازونه دې د نورو دوه کلونو لپاره وغځول شي ترڅو د دوی د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه پروسس کړي.