د استقلال د فوټبال لوبډلې د بغلان ولایت د فوټبال لیګ اتلولي وګټله

د بغلان ولایت د فوټبال غوره لیګ سیالۍ ۴میاشتې وړاندې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، چې د ۶۶ لوبو وروسته د استقلال لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. استقلال د عمر فاروق لوبډلې پر وړاندې د ۲۴ امتیازونو په درلودلو د لوبې د قانون له مخې اتلولي وګټله.





