مسکو ته د احمد مسعود له سفر وروسته روسیه: طالبان باید پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په یوه خبري غونډه کې مسکو ته د احمد مسعود سفر ته اشاره وکړه او یو ځل بیا یې له طالبانو وغوښتل، چې ټول ګډونه حکومت دې جوړ کړي. ماریا زاخارووا ویلي، چې طالبان دې د نورو قومونو له استازیو سره باید خبرې وکړي.





