• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بریس اولیګوی نګویما؛ د ګابن د نوي حکومت د انتقالي ادارې مشر څوک دی؟

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۴۵ GMT+۱

د ګابن پوځي چارواکو د چهارشنبې په ورځ د ولسمشر علي بونګو له لرې کېدو وروسته جنرال بریس اولیګوی نګویما د دې هېواد د انتقالي ادارې د مشر په توګه وټاکه.

نګویما د ګابن له سویل ختیځ ولایت هاوت اوګو څخه دی، چې د کانګو جمهوریت سره پوله لري. بونګو هم د همدې سمیې څخه دی.

د علي بونګو په وخت کې هغه په لومړي ځل په مراکش او سنګال کې د ګابن په سفارتخانو کې د پوځي اتاشې په توګه دنده ترسره کړه او په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ګابن د ستر پوځې واحد د ولسمشرۍ ماڼۍ د ساتنې د اطلاعاتو د سازمان د مشر په توګه وټاکل شو.

دا سازمان د ولسمشر، د هغه د کورنې او نورو لوړ پوړو چارواکو د ساتنې مسوولیت لري.

له دې ګمارنې وروسته هغه د جنرالۍ رتبې ترلاسه کړه.

په ۲۰۱۹ میلادي کال کې یې د نوې دندې له پیل کېدو وروسته سم د لاسه د دولتي فساد د مخنیوي لپاره د «پاک لاسونو» په نوم عملیات پیل کړل.

نګویما د هغو افسرانو څخه و، چې لومړی یې کودتا اعلان کړه.

دغه ډله چې ځان ته د «انتقال او د بنسټونو د بیارغونې» کمېټه وايي، وویل: «د اګسټ د ۲۶مې ټاکنې د اعتبار وړ نه وې او ګابن له سخت اداري، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز کړکیچ سره مخ و».

د رویترز په حواله؛ هغه د چهار شنبې په ورځ د لومونډ فرانسوي ورځپانې سره په مرکه کې وویل، چې په ګابن کې خلک د دوی له حکومت څخه ناراضه وو.

هغه د بونګو ناروغۍ ته چې ۲۰۱۸ میلادي کال کې یې مغزي سکته کړې وه په اشارې سره وویل، چې د درېیم ځل لپاره د ولسمشر ټاکل له اساسي قانون څخه سرغړونه ده.

هغه زیاته کړه: «هر څوک په دې اړه خبرې کوي خو څوک یې مسوولیت پر غاړه نه اخلي» نو د همدې لپاره پوځ پرېکړه وکړه چې دا پاڼه واړوي.

پوځي لوړ پوړو چارواکو د چهارشنبې په ورځ (د وږي۸ مه) په ګابن کې د ولسمشرۍ ټاکنې لغوه کړې او د علي بونګو له لرې کېدو وروسته یې جنرال بریس اولیګوی نګویما د دې هېواد د انتقالي ادارې د مشر په توګه وټاکه.

د ګابن د انتخاباتو د کمېسیون د اعلان له مخې د دغه هېواد ولسمشر علي بونګو د درېیم ځل لپاره انتخابات ګټلي و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د ایران د دفاع وزارت: د ایران د بالیستیک توغندیو پر وړاندې مو د اسراییلو دسیسه شنډه کړه

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۲۱ GMT+۱

د ایران دولتي رسنیو د دغه هېواد د امنیتي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران د بالیستیک توغندیو د تولید پر روړاندې یې د اسراییلو یو تخریبي دسیسه شنډه کړې ده.

ایرنا دولتي خبري اژانس د ایران د دفاع د وزارت د یوه چارواکي په حواله ویلي، چې د اسراییلو استخباراتي ادارې(موساد) غوښتل چې پر ایران نادرست توکي وپلوري، چې له مله یې د دوی جوړېدونکي بالیستیک توغندي شنډ کړي.

د ایران د دفاع وزارت مرستیال مهدي فراهي وايي، چې د موساد څو جاسوسانو هڅه کوله، چې په توغندیو کې داسې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي چې د دوی له خوا په ټاکلې موده کې چاودنه وکړي.

نوموړی زیاتوي، چې د دغې دسیسې په تړاو یې د موساد څو جاسوسان هم نیولي دي.

د ایران د دفاع وزارت مرستیال زیاتوي، چې د جاسوسانو دغې مسلکي او تخنیکي ډلې غوښتل چې د توغندیو د شنډولو او ناقصولو لپاره نادرست توکي پر دوی وپلوري تر څو توغندي له کاره ولوېږي.

هغه اسراییل د ایران دښمن یاد کړ او ویې ویل، چې د دوی استخباراتي ډلې د اسراییلو ټولې هڅې شنډې کړي او عاملین یې نیولي دي.

د یادونې وړ ده، چې له کلونو راهیسې ایران او اسراییل پر یو بل تورونه لګوي، ایراني لوړ پوړو چارواکو څو ځله اسراییل د دغه هېواد دښمن بللی او ویلي یې دي چې دوی هڅه کوي، چې د ایران د اټومي پروګرام مخنیوی وکړي.

له عسکري خدمته تښتېدلي روسي عسکر له محاکمې وړاندې ځان وژلی

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۵۳ GMT+۱

راپورونه وايي، چې یوه روسي عسکر د باشقیرستان په اوفا کې له محاکمې وړاندې ځان وژنه کړې ده.

د روسیې پوځ ته نېږدې د زویزدا خبري اژانس وايي، چې دغه عسکر چې له عسکري خدمته یې څو میاشتې وړاندې تېښته کړې وه، د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی و.

باشقیرستان د روسیې یو تحت الاحمایه جمهوریت دی، چې د اساسي قانون له مخې یې وګړي مجبور دي چې یوه دوره عسکري خدمت وکړي.

د ایلدارب په نوم دغه عسکر د اوکراین د جګړې را وروسته له عسکري خدمته تښېته کړې وه او نوموړی له نیول کېدو وروسته په پلازمېنه اوفا کې یو محکمې ته ور وپېژندل شو.

نوموړی مخکې له دې، چې محکمې ته د محاکمې لپاره حاضر شي ځان وژنه کړې ده.

راپورونه وايي، چې د اوکراین د جګړې له پیله د روسیې په تحت الاحمایه سیمو کې د عسکري خدمت مساله جدي شوې او له سرغړونکو سره یې سخت چلند کیږي.

بایډن: له ترهګرو سره د مبارزې لپاره د جګړې په ډګر کې د ځواکونو موجودیت ته اړتیا نه شته

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۱۵ GMT+۱

د امریکا ولسمشر جو بایډن یوځل بیا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ویستلو په دفاع کې وايي، چې اړتیا نه شته چې د ترهګرو پر وړاندې د اقدام لپاره خپل ځواکونه د جګړې په میدان کې وساتي.

سپینې ماڼۍ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د دویمې کلیزې په مناسبت په یوه خپره کړې اعلامیه کې د ولسمشر بایډن په حواله وايي، چې دوی اوس هم د افغانانو ملاتړ کوي او له ګانګرس څخه یې غوښتنه کړې چې د افغانانو د بیا مېشتدېدو طرحه تصویب کړي.

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې لیکلي، چې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې ۲۴۶۱ امریکايي پوځیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اعلامیه زیاتوي: "له افغانستان څخه د وتلو راهیسې، دوی د امریکایي ځواکونو په مهارت سره ټولې موجودې پوځي، ډېپلوماټیکې او استخباراتي سرچینې په افغانستان او نړۍ کې د تروریستي ګواښونو پر وړاندې د خپل وطن ساتنې ته دوام ورکړی دی."

ښاغلي بایډن په دغه بیان کې ویلي؛ موږ په ډاګه کړې چې له ترهګرو او هغو کسانو سره د مقابلې لپاره چې غواړي موږ ته زیان ورسوي، موږ په ځمکه کې د ځواکونو دایمي حضور ته اړتیا نه لرو.

په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي، چې ایا دوی اوس هم د افغانستان په فضاء کې موجود دي او که نه؛ خو د طالبانو د دفاع د وزیر ملا یعقوب په ګډون ګڼو طالب چارواکو ویلي، چې د افغانستان فضاء لا هم "اشغال" ده.

دامريکا جمهور رييس دغه راز دامريکا له خوا د ١١٧٠٠٠ نويو راستنو شويو افغان مهاجرينو هرکلى ویاړ وباله او ويې ويل چې هېواد به يې د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او وياړي چې په افغانستان کې تر ټولو ستر بشري مرستندوى هېواد دى.

بل خوا د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مکال؛ ولسمشر بایډن له افغانستان د دا ډول ګواښمنې او بې شرطه وتلو مسوول ګڼي او وايي، چې د بایډن حکومت باید دغې لویې فاجعې ته ځواب ووايي او حساب ورکړي.

نوموړی زیاتوي، چې راتلونکې اونۍ به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه په څېړنو کې پرمختګ وشي؛ خو د بایډن ادارې یې په اړه څه نه دي ویلي.

د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې یو بل غړی بر این ماسټ هم ویلي، چې دا ټوله د ولسمشر بایډن د بې غورۍ پایله ده.

نوموړی زیاته کړې: “ زه له خدایه شکر کوم چې بایډن هغه څه وکړل کوم چې ما د خپل پوځي ماموریت پر مهال نه وو تجربه کړي”.

ماسټ وايي؛ بایډن د دې پر ځای چې جګړه د منظمو پوځي عملیاتو په کولو پای ته ورسوي، د سیاسي جوجاړي په لټه و او غوښتل یې چې خپل ځانته سیاسي امتیازات واخلي.

جرمني په یوه اونۍ کې اوکراین ته لس لیوپارډ ټانکونه ورکړل

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۵۹ GMT+۱

د جرمني د دفاع وزارت اعلان وکړ، چې په تېرو اوو ورځو کې یې اوکراین ته لس لیوپارډ ۱ اې ۵ ټانکونه او ۱۳ میلیونه مرمۍ سپارلي دي.

دغه وزارت وايي؛ په همدې موده کې یې له اوکراین سره ۱۶ بې پیلوټه الوتکې او هوايي دفاعي سیستم مرسته هم کړې ده.

د دې تجهیزاتو په منځ کې چې د جرمني له خوا اوکراین ته لېږل شوي د TRML-4D رادار د څارنې سیسټم هم و.

دا رادار د کروز توغندیو په ګډون د هوایی اهدافو د مختلفو ډولونو څارنه او پېژندنه کوي.

ویل کیږي چې په تېر یو نیم کال کې له اوکراین سره د جرمني د مرستو ټولیز ارزښت ۲۰ میلیارده یورو ته رسېدلی دی.

اوکراین له جرمني څخه د تاروس توغندیو د استولو غوښتنه هم کړې، خو برلین تر اوسه ځواب نه دی ورکړی.

ایرانی چارواکی: د طالبانو مشروعیت او نه مشروعیت د ایران له سترو ننګونو څخه دی

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۳۸ GMT+۱

په افغانستان کې د ایران د سوداګرۍ او صنایعو خونې سلاکار حسین روستایي وویل، «د طالبانو مشروعیت او نه مشروعیت په ایران کې یو له سترو ننګونو څخه دی».

نوموړي په دې اړه نور جزیيات ورنه کړل؛ خو ويې ويل، چې افغانستان اوسمهال له ايران څخه د توکو د صادرولو لپاره ښه فرصت لري.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې؛ حسین روستایي د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۹مه) د ایران د خصوصي سکټور له چارواکو سره په کتنه کې له دغه هېواد څخه افغانستان ته د مالونو د صادراتو د زیاتېدو اعلان وکړ.

د هغه په ​​وينا؛ د ١٤٠٢ لمریز کال په لومړۍ څلورو میاشتو کې افغانستان ته د ايران صادرات دوه سلنه زيات شوي او ٥٠٨ ميليونو ډالرو ته رسېدلي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې؛ تېر کال ايران افغانستان ته د څه باندې يو ميليارد او اوه سوه ميليونو ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي.

حسين روستایي څرګنده کړه، چې په افغانستان کې زياتره واردات د خوراکي توکو، کرنې، سون توکو، اوړو، غنم، بوره، غوړ، پلاستيکي محصولاتو، هګۍ، سبزيجاتو، مرکبات، سراميک او کاشي، درملو، طبي وسايلو او ساختماني توکي دي.

په افغانستان کې د ایران د سوداګرۍ سلاکار د طالب چارواکو له قوله ویلي، چې ایران د دغې ډلې لومړی سوداګریز شریک دی.

نوموړی وايي؛ افغانستان یوازینی هېواد دی چې د خپلو وارداتي اړتیاوو ډېره برخه له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران څخه پوره کوي.