• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د دفاع وزارت: د ایران د بالیستیک توغندیو پر وړاندې مو د اسراییلو دسیسه شنډه کړه

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۲۱ GMT+۱

د ایران دولتي رسنیو د دغه هېواد د امنیتي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د ایران د بالیستیک توغندیو د تولید پر روړاندې یې د اسراییلو یو تخریبي دسیسه شنډه کړې ده.

ایرنا دولتي خبري اژانس د ایران د دفاع د وزارت د یوه چارواکي په حواله ویلي، چې د اسراییلو استخباراتي ادارې(موساد) غوښتل چې پر ایران نادرست توکي وپلوري، چې له مله یې د دوی جوړېدونکي بالیستیک توغندي شنډ کړي.

د ایران د دفاع وزارت مرستیال مهدي فراهي وايي، چې د موساد څو جاسوسانو هڅه کوله، چې په توغندیو کې داسې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي چې د دوی له خوا په ټاکلې موده کې چاودنه وکړي.

نوموړی زیاتوي، چې د دغې دسیسې په تړاو یې د موساد څو جاسوسان هم نیولي دي.

د ایران د دفاع وزارت مرستیال زیاتوي، چې د جاسوسانو دغې مسلکي او تخنیکي ډلې غوښتل چې د توغندیو د شنډولو او ناقصولو لپاره نادرست توکي پر دوی وپلوري تر څو توغندي له کاره ولوېږي.

هغه اسراییل د ایران دښمن یاد کړ او ویې ویل، چې د دوی استخباراتي ډلې د اسراییلو ټولې هڅې شنډې کړي او عاملین یې نیولي دي.

د یادونې وړ ده، چې له کلونو راهیسې ایران او اسراییل پر یو بل تورونه لګوي، ایراني لوړ پوړو چارواکو څو ځله اسراییل د دغه هېواد دښمن بللی او ویلي یې دي چې دوی هڅه کوي، چې د ایران د اټومي پروګرام مخنیوی وکړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

له عسکري خدمته تښتېدلي روسي عسکر له محاکمې وړاندې ځان وژلی

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۵۳ GMT+۱

راپورونه وايي، چې یوه روسي عسکر د باشقیرستان په اوفا کې له محاکمې وړاندې ځان وژنه کړې ده.

د روسیې پوځ ته نېږدې د زویزدا خبري اژانس وايي، چې دغه عسکر چې له عسکري خدمته یې څو میاشتې وړاندې تېښته کړې وه، د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی و.

باشقیرستان د روسیې یو تحت الاحمایه جمهوریت دی، چې د اساسي قانون له مخې یې وګړي مجبور دي چې یوه دوره عسکري خدمت وکړي.

د ایلدارب په نوم دغه عسکر د اوکراین د جګړې را وروسته له عسکري خدمته تښېته کړې وه او نوموړی له نیول کېدو وروسته په پلازمېنه اوفا کې یو محکمې ته ور وپېژندل شو.

نوموړی مخکې له دې، چې محکمې ته د محاکمې لپاره حاضر شي ځان وژنه کړې ده.

راپورونه وايي، چې د اوکراین د جګړې له پیله د روسیې په تحت الاحمایه سیمو کې د عسکري خدمت مساله جدي شوې او له سرغړونکو سره یې سخت چلند کیږي.

بایډن: له ترهګرو سره د مبارزې لپاره د جګړې په ډګر کې د ځواکونو موجودیت ته اړتیا نه شته

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۱۵ GMT+۱

د امریکا ولسمشر جو بایډن یوځل بیا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ویستلو په دفاع کې وايي، چې اړتیا نه شته چې د ترهګرو پر وړاندې د اقدام لپاره خپل ځواکونه د جګړې په میدان کې وساتي.

سپینې ماڼۍ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د دویمې کلیزې په مناسبت په یوه خپره کړې اعلامیه کې د ولسمشر بایډن په حواله وايي، چې دوی اوس هم د افغانانو ملاتړ کوي او له ګانګرس څخه یې غوښتنه کړې چې د افغانانو د بیا مېشتدېدو طرحه تصویب کړي.

سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې لیکلي، چې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې ۲۴۶۱ امریکايي پوځیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اعلامیه زیاتوي: "له افغانستان څخه د وتلو راهیسې، دوی د امریکایي ځواکونو په مهارت سره ټولې موجودې پوځي، ډېپلوماټیکې او استخباراتي سرچینې په افغانستان او نړۍ کې د تروریستي ګواښونو پر وړاندې د خپل وطن ساتنې ته دوام ورکړی دی."

ښاغلي بایډن په دغه بیان کې ویلي؛ موږ په ډاګه کړې چې له ترهګرو او هغو کسانو سره د مقابلې لپاره چې غواړي موږ ته زیان ورسوي، موږ په ځمکه کې د ځواکونو دایمي حضور ته اړتیا نه لرو.

په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي، چې ایا دوی اوس هم د افغانستان په فضاء کې موجود دي او که نه؛ خو د طالبانو د دفاع د وزیر ملا یعقوب په ګډون ګڼو طالب چارواکو ویلي، چې د افغانستان فضاء لا هم "اشغال" ده.

دامريکا جمهور رييس دغه راز دامريکا له خوا د ١١٧٠٠٠ نويو راستنو شويو افغان مهاجرينو هرکلى ویاړ وباله او ويې ويل چې هېواد به يې د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او وياړي چې په افغانستان کې تر ټولو ستر بشري مرستندوى هېواد دى.

بل خوا د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مکال؛ ولسمشر بایډن له افغانستان د دا ډول ګواښمنې او بې شرطه وتلو مسوول ګڼي او وايي، چې د بایډن حکومت باید دغې لویې فاجعې ته ځواب ووايي او حساب ورکړي.

نوموړی زیاتوي، چې راتلونکې اونۍ به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه په څېړنو کې پرمختګ وشي؛ خو د بایډن ادارې یې په اړه څه نه دي ویلي.

د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې یو بل غړی بر این ماسټ هم ویلي، چې دا ټوله د ولسمشر بایډن د بې غورۍ پایله ده.

نوموړی زیاته کړې: “ زه له خدایه شکر کوم چې بایډن هغه څه وکړل کوم چې ما د خپل پوځي ماموریت پر مهال نه وو تجربه کړي”.

ماسټ وايي؛ بایډن د دې پر ځای چې جګړه د منظمو پوځي عملیاتو په کولو پای ته ورسوي، د سیاسي جوجاړي په لټه و او غوښتل یې چې خپل ځانته سیاسي امتیازات واخلي.

جرمني په یوه اونۍ کې اوکراین ته لس لیوپارډ ټانکونه ورکړل

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۵۹ GMT+۱

د جرمني د دفاع وزارت اعلان وکړ، چې په تېرو اوو ورځو کې یې اوکراین ته لس لیوپارډ ۱ اې ۵ ټانکونه او ۱۳ میلیونه مرمۍ سپارلي دي.

دغه وزارت وايي؛ په همدې موده کې یې له اوکراین سره ۱۶ بې پیلوټه الوتکې او هوايي دفاعي سیستم مرسته هم کړې ده.

د دې تجهیزاتو په منځ کې چې د جرمني له خوا اوکراین ته لېږل شوي د TRML-4D رادار د څارنې سیسټم هم و.

دا رادار د کروز توغندیو په ګډون د هوایی اهدافو د مختلفو ډولونو څارنه او پېژندنه کوي.

ویل کیږي چې په تېر یو نیم کال کې له اوکراین سره د جرمني د مرستو ټولیز ارزښت ۲۰ میلیارده یورو ته رسېدلی دی.

اوکراین له جرمني څخه د تاروس توغندیو د استولو غوښتنه هم کړې، خو برلین تر اوسه ځواب نه دی ورکړی.

ایرانی چارواکی: د طالبانو مشروعیت او نه مشروعیت د ایران له سترو ننګونو څخه دی

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۳۸ GMT+۱

په افغانستان کې د ایران د سوداګرۍ او صنایعو خونې سلاکار حسین روستایي وویل، «د طالبانو مشروعیت او نه مشروعیت په ایران کې یو له سترو ننګونو څخه دی».

نوموړي په دې اړه نور جزیيات ورنه کړل؛ خو ويې ويل، چې افغانستان اوسمهال له ايران څخه د توکو د صادرولو لپاره ښه فرصت لري.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې؛ حسین روستایي د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۹مه) د ایران د خصوصي سکټور له چارواکو سره په کتنه کې له دغه هېواد څخه افغانستان ته د مالونو د صادراتو د زیاتېدو اعلان وکړ.

د هغه په ​​وينا؛ د ١٤٠٢ لمریز کال په لومړۍ څلورو میاشتو کې افغانستان ته د ايران صادرات دوه سلنه زيات شوي او ٥٠٨ ميليونو ډالرو ته رسېدلي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې؛ تېر کال ايران افغانستان ته د څه باندې يو ميليارد او اوه سوه ميليونو ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي.

حسين روستایي څرګنده کړه، چې په افغانستان کې زياتره واردات د خوراکي توکو، کرنې، سون توکو، اوړو، غنم، بوره، غوړ، پلاستيکي محصولاتو، هګۍ، سبزيجاتو، مرکبات، سراميک او کاشي، درملو، طبي وسايلو او ساختماني توکي دي.

په افغانستان کې د ایران د سوداګرۍ سلاکار د طالب چارواکو له قوله ویلي، چې ایران د دغې ډلې لومړی سوداګریز شریک دی.

نوموړی وايي؛ افغانستان یوازینی هېواد دی چې د خپلو وارداتي اړتیاوو ډېره برخه له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران څخه پوره کوي.

له چین سره تاوجن حالت کې جاپان دفاعي بودیجه په ریکارډ کچه زیاتوي

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۵۲ GMT+۱

د جاپان دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ د راتلونکي مالي کال لپاره د ۵۲.۶۷ میلیارد ډالرو بودیجې وړاندیز وکړ. دا وړاندیز د لومړي وزیر فومیو کشیدا د هغه پلان برخه ده چې غواړي تر ۲۰۲۷ کال دفاعي بودیجه دوه برابره کړي.

جاپان به د دغه پلان په پلي کولو سره دا بودیجه د کورني ناخالص تولید دوه سلنې ته ورسوي.

د رویټرز د راپور له مخې، جاپان په داسې مهال دا بودیجه زیاتوي چې د چین پرېکندتوب یا قاطعیت زیاتېږي او شمالي کوریا هم د وړاندوینې وړ نه ده.

خو له یوې خوا د چین سمندري ځان غوښتنې او پوځي قاطعیت په تېره د تایوان په هکله یې دریځ او له بل لوري د شمالي کوریا زیاتېدونکي وسلوالتوب دا فکر بدل کړی دی.

په ورته مهال جاپان بیا هم وایي، چې د ورانپوهاوي یا سوه تفاهم د مخنیوي لپاره ډیپلوماټیکو هڅو او خبرو ته لومړیتوب ور کوي.