• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له چین سره تاوجن حالت کې جاپان دفاعي بودیجه په ریکارډ کچه زیاتوي

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۵۲ GMT+۱

د جاپان دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ د راتلونکي مالي کال لپاره د ۵۲.۶۷ میلیارد ډالرو بودیجې وړاندیز وکړ. دا وړاندیز د لومړي وزیر فومیو کشیدا د هغه پلان برخه ده چې غواړي تر ۲۰۲۷ کال دفاعي بودیجه دوه برابره کړي.

جاپان به د دغه پلان په پلي کولو سره دا بودیجه د کورني ناخالص تولید دوه سلنې ته ورسوي.

د رویټرز د راپور له مخې، جاپان په داسې مهال دا بودیجه زیاتوي چې د چین پرېکندتوب یا قاطعیت زیاتېږي او شمالي کوریا هم د وړاندوینې وړ نه ده.

خو له یوې خوا د چین سمندري ځان غوښتنې او پوځي قاطعیت په تېره د تایوان په هکله یې دریځ او له بل لوري د شمالي کوریا زیاتېدونکي وسلوالتوب دا فکر بدل کړی دی.

په ورته مهال جاپان بیا هم وایي، چې د ورانپوهاوي یا سوه تفاهم د مخنیوي لپاره ډیپلوماټیکو هڅو او خبرو ته لومړیتوب ور کوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د سوېلي افریقا پلازمېنه کې د اور له امله ۷۳ کسان ووژل او تر ۴۳ ټپیان شول

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۰:۵۵ GMT+۱

د سوېلي افریقا پلازمېنې جوهانسبرګ په یوه ودانۍ کې د اور له امله ۷۳ کسان وژل شوي او ۴۳ نور ټپیان دي. حکومت بېړنی حالت اعلان کړی او لا هم خلک له دې څو پوړه ودانۍ باسي. ځايي چارواکي وايي، په دې ودانۍ کې بې کوره خلک بې قانونه اوسېدل.

ځايي چارواکو دا اور د سوېلي افریقا اوسني وخت کې یوه تر ټولو ناوریني یا تراجیدیکه پېښه بللې ده.

د جوهانسبرګ د بېړیو چارو ادارې ویاند رابرټ مولایدزی وايي، اور د پنجشنبې په ورځ سهار یوه نیمه بجه لګېدلی او د لامل په هکله یې پلټنې روانې دي.

رویټرز خبري اژانس وايي، ځايي وخت تر لسو بجو هم له دې پنځه پوړه ودانۍ د اور لمبې پورته کېدې

د ښاروالۍ چارواکي وايي، څو ځلې یې له دې ودانۍ د بې قانونه خلکو د اېستلو هڅې کړې، خو پاتې راغلي دي.

طالبان: د ترکیې سفیر وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۳۰۰ میلیونو ډالرو سوداګري شوې

۸ وږی ۱۴۰۲ - ۳۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۴۳ GMT+۱

طالبان وايي، چې د ترکیې سفیر د دوی د ریاست الوزرا له مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې ویلي، چې د ترکیې او افغانستان ترمنځ د کلنۍ سوداګرۍ کچه ۳۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

خو د ترکیې رسمي شمېرې ښيي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۳۷،۸ میلیونه ډالره ده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې؛ له ۱۳۸۸ لمریز کال راهیسې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ اندازه مخ په کمېدو وه.

په داسې حال کې چې په دې کال کې د راکړې ورکړې کچه ۲۶۵ډالرو ته رسېده؛ خو د طالبانو له راتګ وروسته د راکړې ورکړې کچه ۳۷،۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ارګ پر اېکس (پخواني ټویټر) شبکې لیکلي، چې جهادي ارګینای له عبدالسلام حنفي سره په لیدنه کې ویلي، چې له افغانستان سره به د انقرې مرستې او همکارۍ په راتلونکي کې زیاتې شي.

ښاغلي ارګینای هیله څرګنده کړې چې په راتلونکي کې به د تبادلې شمېر یو میلیارد ډالرو ته ورسیږي.

دغه جګپوړي طالب چارواکي په دې کتنه کې وويل، چې دغه ډله غواړي له ترکيې سره په سياسي، اقتصادي، سوداګريزو او ښوونيزو برخو کې اړيکې پراخې کړي.

همداراز د رییس الوزرا مرستیال هيله څرګنده کړې، چې د ترکيې سفارت دې افغان سوداګرو ته د وېزو د ورکولو په برخه کې زياتې اسانتياوې برابرې او په ترکيه کې د افغان مهاجرينو د ستونزو په حل کې همکاري وکړي.

ارګ نه دې ویلي، چې طالبان د افغان مهاجرینو په اړه له ترکیې څخه څه ډول همکاري غواړي.

ترکیه په وروستیو کلونو کې اروپا ته د کډوالو د تګ له امله د لسګونو زرو افغان کډوالو کوربه دی.

خو د راپورونو له مخې؛ د ترکیې پولیس له افغان پناه غوښتونکو سره سخت چلند کوي او د دغه هېواد په توقیف ځایونو کې د افغان اتباعو د ځورولو او وهلو انځورونه څو ځلې خپاره شوي دي.

په افغانستان د طالبانو پر حاکمیت او ځینو افغان پناه غوښتونکو پر وړاندې د امنیتي ګواښونو سربېره؛ ترکیې له تېر کال راپه دېخوا د افغانانو د ویستلو لړۍ ګړندۍ کړې ده.

ملګري ملتونه: پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې نېږدې ۲۷ زره ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

۸ وږی ۱۴۰۲ - ۳۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۵۶ GMT+۱

ملګري ملتونه وايي؛ له هغه وخته چې روسیې په ۲۰۲۲ کال کې پر اوکراین برید وکړ، تر اوس مهاله په دغه بریدونو کې ۲۶۷۱۷ اوکرایني ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

دغه نړۍوال سازمان وايي، چې پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیله تر اوسه ۹۵۱۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷۲۰۶ نور ټپیان شوي دي.

دوی وايي، چې دغه شمېره د روان کال په اګسټ میاشت کې لوړه شوې ده.

په ورته وخت کې په اوکراین کې د ملګرو ملتونو څارونکې ډله وايي، چې د روانې اګسټ میاشتې له پیله تر ۲۷مې نېټې د روسیې په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۵۸۵ ولسي وګړي وژل شوي دي.

دوی زیاتوي، چې ښايي د مرګ ژوبلې شمېره له دې هم لوړه وي، ځکه له ځینو سیمو د دقیقو راپورونو په اخیستو کې ستونزه موجوده ده.

د دغه سازمان په خبره؛ که چېرې جګړه همداسې دوام ومومي د ولسي مرګ ژوبلې کچه ښايي ډېره ژر نوره هم لوړه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څو ځله په خپلو خبرو کې ویلي، چې دوی د جګړې پر مهال د ولسي وګړو ژوند ته په دقیقه بڼه پاملرنه کوي.

د روسيې د دفاع وزير په دغه هېواد کې د پوځي توليداتو د زياتولو امر وکړ

۸ وږی ۱۴۰۲ - ۳۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۵۱ GMT+۱

د روسيې د دفاع وزير امر وکړ، چې د هېواد د هوايي دفاع د پياوړتيا لپاره د پوځي تجهيزاتو؛ په تېره بيا د څارنې رادارونو توليد زيات کړي.

سرګي شایګو دغه حکم د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۸مه) مسکو ته نېژدې د پوځي تولیداتو له یوه کمپلکس څخه د لیدنې پر مهال صادر کړ.

د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ، چې د سرګي شایګو حکم د دې هېواد د هوایي دفاع د پیاوړتیااو په «ځانګړو پوځي عملیاتو» کې د تجهیزاتو کارولو لپاره صادر شوی.

د روسيې د دفاع وزارت د اعلاميې له مخې؛ ټاکل شوې چې د دغه هېواد د پوځي تولیداتو تولید به په پراخ ډول لوړ شي.

سرګي شایګو ټینګار وکړ، چې په اوکراین کې د «روسیې د ځانګړو پوځي عملیاتو» لپاره د تجهیزاتو برابرول یو لومړیتوب دی.

د روسیې د دفاع وزیر له دې شرکت څخه وغوښتل چې د پوځي تجهیزاتو د تولید د زیاتوالي لپاره دې «شپه او ورځ» کار وکړي.

د روسیې دفاع وزارت د چهارشنبې په سهار اعلان وکړ، چې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د دغه هېواد شپږ سیمې په نښه شوې دي، چې له هغه وروسته د مسکو څو هوايي ډګرونه د الوتکو د ښکته کېدو او پورته کېدو پر مخ وتړل شول.

د خوندیتوب لپاره د مسوولیت نړۍوال مرکز:په دوو کلونو کې داعش ۳۷۷۴ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

۸ وږی ۱۴۰۲ - ۳۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۲۸ GMT+۱

د خوندیتوب لپاره د مسوولیت نړۍوال مرکز د تېرې سې شنبې په ورځ(د وږي ۷مه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته یو لیک لېږلی، چې پکې یې په افغانستان کې د اسلامي دولت -خراسان (داعش) ډلې د بریدونو، چاودنو او تلفاتو معلومات ورکړي دي.

دغه مرکز په خپل لیک کې وايي؛ د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي د روان کال د می تر میاشت پورې د داعش ډلې په بریدونو، چاودنو او وسلوالو نښتو کې ۳۷۷۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دوی زیاتوي، چې داعش ډلې په افغانستان کې هدفمن بریدونه کړي او داسې ښکاري چې فعالیتونه یې پراخه شوي دي.

یاد مرکز د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۵۴مې غونډې په مناسبت د دغې شورا غړو ته په لېږلي لیک کې وايي، چې په افغانستان کې اکثره قومي او مذهبي اقلیتونه لکه؛ شیعه مذهبي، صوفیان، سیکان او هزاره ګان د داعش ډلې د بریدونو، چاودنو او هدفي وژنو موخه ګرځېدلي دي.

دوی زیاتوي؛ له هغې ورځې چې طالبانو افغانستان په "زور نیولی" په مذهبي سیمو او قومي اقلیتونو بریدونه او چاودنې ډېرې شوې دي.

دغه مرکز وايي، چې طالبان د نجونو او ښځو پر وړاندې له جنسیتي تبعیض څخه کار اخلي او په افغانستان کې یې ښځې له ټولنیز ژوند او بشري حقونو څخه محرومې کړي دي.

دوی د طالبانو شکنجې او سختو محدودیتونو یادونه هم کړې ده.

له تېر یوه کاله را په دېخوا طالب چارواکي بیا په افغانستان کې د داعش ډلې د ځپلو خبر ورکوي او وايي، چې یاده ډله په افغانستان کې له منځه تللې ده.

د یادونې وړ ده، چې تېره میاشت امنیت شورا د ملګرو ملتونو غونډې ته په خپل راپور کې په افغانستان کې د داعش سربېره د یو شمېر وسلوالو ډلو د غښتلي کېدو خبر هم ورکړی و.