په پېښور کې د یوې شپږ کلنې افغانې ماشومې مړی موندل شوی

د چهارشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا د پېښور ښار د خزانې سیمې په څنډو کې د یوې افغانې ماشومې مړی د ګنیو په پټیو کې موندل شوی. لومړني راپورونه ښیي، چې تر وژل کېدو مخکې پر دې ماشومې جنسي تېری هم شوی دی.