د نورستان په ځنګلونو کې اورلګېدنې لسګونه جریبه ځنګل سوځولی

د نورستان ولایت د برګ مټال ولسوالۍ په "نیک موک" غرنۍ سیمه کې اور لګېدلی، چې له امله یې نږدې ٦٠ جریبه ځنګل سوځېدلی. ويل کېږي دغه اور پنځه ورځې مخکې لګېدلی و او لا هم نه دی مړ شوی.

د نورستان ولایت د برګ مټال ولسوالۍ په "نیک موک" غرنۍ سیمه کې اور لګېدلی، چې له امله یې نږدې ٦٠ جریبه ځنګل سوځېدلی. ويل کېږي دغه اور پنځه ورځې مخکې لګېدلی و او لا هم نه دی مړ شوی.
د دغه ولایت د چاپېریال ساتنې مشر مولوي سرتاج الدین ساپی وایي، دغه اور د تېرې یکشنبې په ورځ "د وږي ٥مه" د برګ مټال ولسوالۍ په "نیک موک" غرنۍ سیمه کې لګېدلی دی.ښاغلی ساپی زیاتوي، چې د دغې اورلګېدنې د مهارولو لپاره د نورستان د کرنې او چاپېریال ساتنې ریاستونو او ولسي خلکو له لوري ګډې هڅې شوې دي.خو ځينو سرچینو افغانستان ته انټرنشنل ته ويلي، چې که په لومړنیو شېبو کې دغه اور کابو شوی وای نو دومره ځنګل به نه و سوځيدلی.د عليشاه په مستعار نوم يوې سرچينې زیاته کړه: «اول اور ډېر کم و، خو يوازې د کلي خلکو د اور مړه کېدلو لپاره هڅې وکړې خو حکومت مرسته وه نه کړه او اور ډېر شو.»د نورستان چاپیریال ساتنې مشر وړاندې وايي، دغه اور اوس هم په بشپړ ډول نه دی مړ شوی؛ خو تر ډېره کابو شوی او د پراخېدو مخه یې نیول شوې ده.هغه وایي:«د دغه اور د مهار لپاره شاو خوا ٧٠٠ ځایي خلک په کار لګیا دي، چې تر اوسه پورې ٦٠ جریبه ځنګل په کې سوځېدلی، په دغه ځنګله کې د نښترو او څېړیو ونې سوځېدلې دي.»تر دې وړاندې هم د نورستان او ور څېرمه کونړ ولايت په ځنګلونو کې اورلګېدنې رامنځته شوې او د امکاناتو د نشتوالي او د هغه مهال د حکومتي چارواکو د بې غورۍ له امله په سلګونو جریبه ځنګلونه سوځېدلي.


په کابل کې یوشمېر طالب پلوه دیني عالمانو د لویې جرګې په تالار کې د غونډې په وروستیو شېبو کې، د یوه پرېکړه لیک په صادرولو د دغې ډلې سره د نړۍوالې ټولنې د تعامل غوښتونه وکړه.
د دغه پرېکړه لیک له مخې، هغوی د طالبانو مشر ته د بیاځلي بیعت ترڅنګ له دغې ډلې ملاتړ یې « شرعي او ملي وجیبه» بللې ده.
د طالبانو ویاند دغه پرېکړه لیک د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۸مه) په خپلې اېکس یا پخوانۍ ټوېټرپاڼې خپور کړی دی.
ښاغلي مجاهد ویلي، چې دغه ناسته د کابل د یوشمېر علماوو او قومي مخورو په شتون د لویې جرګې په تالار کې جوړه شوې وه.
د طالبانو ملاتړو له دغې ډلې غوښتي، چې له سیمې هېوادونو سره دې خپل «اقتصادي محوره» بهرني سیاست ته پراختیا ورکړي او له سوداګرو یې وغوښتل، چې خپله پانګونه لاډېره کړي.
ځینو لوړپوړو طالب چارواکو، د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال هم په دغې ناسته کې ګډون کړی وو.
د دغې ناستې د پرېکړه لبک په وروستۍ برخه کې د طالبانو ملاتړو له دغې ډلې غوښتي، چې د کان کېندنې لپاره خپل قانون او مقررات او د دې ډول بیروکراسۍ جوړونه دې نوره هم اسانه کړي.
او هغوی د اسلامي ارزښتونو او «افغاني فرهنګ» ته په کتو د دیني او عصري علومو د زدهکړې پر اړتیا ټینګار وکړ.
هغوی همدارنګه د امنیت د ټینګښت، د نشهیی توکو پر وړاندې مبارزه او د روږدو کسانو د راټولولو په برخه کې د طالبانو ستاینه وکړه او له دغې ډلې یې غوښتي، چې د خپلې لومړۍ واکمنۍ په څېر دې د فساد پر وړاندې متحد شي.
د پرېکړه لیک په بلې برخې کې له نړۍوالې ټولنې غوښتنه شوې، چې له طالبانو سره دې په اقتصادي ډګر کې مرسته وکړي، د بانکي محدودیتونو او د افغانستان بانک د زېرمو په ازادولو کې دې ګام واخلي.
د طالبانو ملاتړو دا رنګه له دغې ډلې غوښتي، چې د دغې ډلې د مشر ملا هبت الله ټول حکمونه دې پلې کړي؛ خو هغوی د طالبان مشرانو لهخوا د نجونو پر زدهکړو او د مېرمنو په کار کولو لګېدلو بندیزونو ته اشاره و نه کړه.
طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د پر له پسې فرمانونو په صادرولو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو، د مېرمنو په کار کولو او په عمومي ځایونو کې د مېرمنو په شتهوالي چورلټ بندیزونه لګولي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مرستیاله وايي، له طالبانو سره د هېوادونو جوړجاړي د دې ډلې پر چلند اغېز نه دی کړی او د طالبانو په سیاستونو کې بدلون نه دی راغلی. هغې وویل، د طالبانو «د جنایتونو او هغوی ته د سزا» په اړه دې خبرې وشي.
مېرمن بار د چهارشنبې په ورځ له فرانس ۲۴ چېنل سره په مرکه کې وویل، چې د طالبانو د حساب ورکولو په اړه باید ژور تمرکز وشي.
هغې زیاته کړه، چې د بشري حقونو د څار سازمان به یو ځل بیا د سپېټمبر په میاشت کې د بشري حقونو له شورا څخه وغواړي چې په افغانستان کې د طالبانو د جنایتونو د محاکمې لپاره د بشري حقونو د سرغړونو د لاسوندونو د راټولولو او ساتلو لپاره یوه کړنلاره جوړه کړي.
هغې وړاندې وويل: «موږ د جرمونو نړۍوالې محکمې په لټه کې هم یو، چې د افغانستان په اړه د ښځو او نجونو سره د شويو جرمونه د پلټنې او عمل په برخه کې ګام پورته کړي. نو زه فکر کوم، د دې وخت را رسېدلی چې د دغو جرمونو د څار او سپیناوي د څرنګوالي په اړه خبرې وکړو.»
هېدر بار د درېیو هېوادونو فنلینډ، ډنمارک او سویډن د هغې پرېکړې ستاینه وکړه، چې د افغان مېرمنو او نجونو ټولې پناه غوښتونې يې منلې وې، هغې زیاته کړه چې باید نور هېوادونه هم دغه ډول ګامونه پورته کړي.
اغلې بار وویل، چې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره لا زیاتو هڅو ته اړتیا ده.
د بشری حقوقو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیالې ټینګار وکړ ، د افغان ښځو له نظره له طالبانو سره جوړجاړی هیڅ لاسته راوړنه نه لري؛ خو برعکس د دې وېره شته چې طالبان په افغانستان کې د یو حقیقت په توګه ومنل شي. او ان کېدای شي دوی په نارسمي توګه په رسمیت وپېژندل شي.
هېدر بار په افغانستان کې د ښځو د کړکېچن حالت په وړاندې د نړۍوال غبرګون په برخه کې د مشرۍ پر نشتوالي هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې مخکښو هېوادونو لکه جاپان او په ځانګړې توګه فرانسه چې د ښځو د بهرنۍ پالیسۍ د دودونکي په توګه په دې برخه کې ډېر کمزوری چلند کوي.

د طالبانو تر واک لاندې د ټولګټو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې د ۸۰ کیلو مټرو په اوږدوالي د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې او اساسي ترمیم کارونه پیل شوي او د وږي په ۱۹مه تر بشپړېدو پورې به دغه لاره تړلي وي.
داسې ویل کېږي، چې د دغه سړک د بیارغولو چارې چې د جولای په دیارلسمه پیل شوې وې، ډېر ژر به بشپړې شي او ګټې اخیستو ته به چمتو شي.
ویل کېږي، چې د دغې لويې لارې د بيارغونې چارې دوو کورنيو شرکتونو ته سپارل شوې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د ټولګټو چارو وزارت له سوداګرو او موټر چلوونکو غوښتي، چې د دغې لویې لارې تر تړلو پورې دې خپلې ټولې اړتیاوې پوره کړي.
دغه وزارت له هېوادوالو هم غوښتي، چې د سالنګ د تونل دننه د بیارغونې د چارو تر بشپړېدو پورې دې
له حوصلې کار واخلي.
دغه وزارت تر دې وړاندې د سالنګ لویه لار د ورځې لهخوا د ټرافیکو پر مخ تړلې وه او لامل یې د سړک د بیارغونې د پروژې ښه تطبیق بللی و.
د سالنګ لویه لار چې شمالي، شمال ختیځ او شمال لویدیځ ولایتونه له پلازمینې سره نښلوي، پخوا د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې بیارغول شوې وه؛ خو په دې ورستيو کې دغه لویه لار د زياتو موټرو په ځانګړې توګه د بار وړونکو موټرو د تګ راتګ له امله د نورو لارو په څېر ويجاړه شوې ده.
د کابل او د افغانستان د شمالي ولایتونو ترمنځ د شیبر پخوانۍ لویه لار هم خلاصه ده؛ خو د دغه سړک ډېرې برخې بیارغولو ته اړتیا لري.
د سالنګ لاره د منځنۍ اسیا او د پاکستان د کراچۍ بندر تر منځ یو له لنډو لارو څخه ده، چې اوسمهال پاکستاني سوداګر د خپلو مالونو د لېږد رالېږد لپاره ترې کار اخلي.

د دغو مرستو د وېش لړۍ د دوشنبې په ورځ د افغانستان د ټولنیزې ځواکمنتیا ټولنې په همکارۍ د خوړو د نړۍوال پروګرام لهخوا د دغه ولایت په درهء صوف بالا او دواب ولسوالیو کې پیل او تراوسه هم دوام لري.
ټاکل شوې، چې په درهء صوف ولسوالۍ کې پر نولس زره او لسو کورنیو او په دواب ولسوالۍ کې پر دوه زره او څلور سوه اتیا کورنیو خوراکي توکي ووېشل شي.
په ورته وخت کې د سمنګانو ولایت یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې له مرستندویه ادارو د ورته مرستو د غځولو غوښتونکي دي.
تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال سازمان په څو پړاوونو کې د سمنګانو ولایت په مرکز ایبک ښار کې پر څه د پاسه پنځه زره اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشلي وو.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د سره صليب نړۍوالې کمېټې په دې وروستيو کې اعلان وکړ، چې د افغانستان نيمايي وګړي خوراکي او روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى نهلري.
د نړۍوالو مرستو په کمېدو سره، په افغانستان کې د بشري ناورین اندېښنې هم زیاتې شوې دي.

یوه نړۍوال سازمان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د هر اړخیزې څارنې او تعقیب لپاره زیاتې سرچینې ځانګړې کړي.
"د ساتنې لپاره د مسوولیت نړۍوال مرکز" ویلي، چې د بشري حقونو د سرغړونو شواهد باید راټول شي او عاملین یې ځواب ووایي.
دغه مرکز ویلي، چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې له بشري حقونو څخه په پراخه کچه سرغړونې کړې او وړاندیز یې کړی، چې د څارنې لپاره د سرچېنو پر زیاتولو سربېره دې په افغانستان کې د دغه سازمان د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت پراخ شي.
د بشري حقونو دغه سازمان په ژینو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا څلور پنځوسمې غونډې ته په یوه لیک کې لیکلي، چې د بشري حقونو د شورا لهخوا د یوه پرېکړه لیک صادرول به په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د څار لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي دریځ پیاوړی کړي.
له بشري حقونو په پراخه کچه سرغړونه
نړۍوال مرکز په خپله ليکنه کې ليکلي، دوه کاله وړاندې چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، دغې ډلې د محدودو تګلارو په پلې کولو سره د ښځو او نجونو پر وړاندې جنسیتي تبعيض ته دوام ورکړی.
د دغه مرکز په خبره، دغو بندیزونو ښځې او نجونې له خپلو هغو بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو څخه بې برخې کړي، چې په هغه کې د تګ راتګ ازادي، د بیان او عقیدې ازادي، کاري فرصتونه، په سیاسي او ټولنیزو ډګرونو کې ګډون او همداراز ښوونې او روزنې او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی شامل دي.
په دغه لیک کې چې د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته استول شوی راغلي، چې طالب چارواکو په ټول افغانستان کې له بشري حقونو پراخې و سیسټماتیکې سرغړونې کړې دي.
دغه مرکز د نورو قضیو تر څنګ د تېر حکومت د دولتي چارواکو او امنیتي ځواکونو، د رسنیو د کارکوونکو او د بشري حقونو د مدافعینو د نا قانونه وژنو، خپلسرو نیولو، ځورولو او ناوړه چلند ته اشاره کړې ده.
د دغه لیک په دوام کې داعش ته د منسوبو بریدونو د تلفاتو یادونه هم شوې ده او یاد مرکز ویلي چې د ۱۴۰۰ کال د زمري له میاشتې د ۱۴۰۲ کال د غبرګولي تر نهمې پورې په افغانستان کې څه باندې درې زره و اوه سوه څلور اویا ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د دغه بنسټ په وینا د دغو بریدونو قربانیان د هزاره ټبرو په ګډون ډېری مذهبي اقلیتونه دي.
دغه مرکز همداراز د ۱۴۰۱ کال په وږي میاشت کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي راپور ته هم اشاره کړې، چې پکې ویل شوي و، پر قومي او مذهبي لږکیو بریدونه سیستماټیک ماهیت لري چې ښايي د بشریت ضد جرم ګڼل کېږي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د غبرګولي په میاشت کې هم راپور ورکړ چې د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو سخت محدودیتونه کیدای شي د جنسیت پر بنسټ د ځورونې او د جنسیت د توپیر په توګه وپیژندل شي.
په امريکا کې ميشت د بشري حقونو دغه سازمان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه وغوښتل چې په خپله څلور پنځوسمه غونډه کې دې ډاډ ورکړي، په هغه پرېکړه ليک کې چې دوى يې صادروي او د طالبانو له خوا د بشري حقوقو سرغړونې غندي او په عين حال کې دا د غړو هېوادونو له خوا د دغو مقرراتو سره سم عمل کولو او د دې ډول سرغړونو لپاره د ځواب ویلو په اړتیا ټینګار کوي.
په هغه پرېکړه ليک کې چې دوى يې صادروي او د طالبانو لهخوا د بشري حقونو سرغړونې غندي او په ورته وخت کې دا د غړو هېوادونو لهخوا د دغو مقرراتو سره سم عمل کولو او د دې ډول سرغړونو لپاره د ځواب ویلو په اړتیا ټینګار کوي.