په مسکو کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر: د اوکراین جګړه ګټونکی نه لري

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مسکو ته د سفر په مهال د خپل روسي انډول سره خبري ناستې ته ویلي، د اوکراین په اوسنۍ جګړه کې د بلې هرې جګړې په څېر هېڅ ګټونکی نه‌شته. هغه زیاته کړه:«موږ هڅه کړې او کوو یې چې د اوکراین کړکېچ ته سیاسي حل لاره بیامومو.»