ایران طالبانو ته: له نړۍوالو مسوولیتونو تښتېدلی نه شئ

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړولو لپاره د ایران د غوښتنې په اړه د امیرخان متقي پر نیوکې غبرګون وښود. هغه ویلي:« د موضوع په دوه اړخیزه کېدو او شخصي کولو سره له نړۍوالو مسوولیتونو تښتېدلی نه شئ.»