• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران: په افغانستان کې هېڅ یو حاکم نظام په ځانځانۍ نه‌دی توانېدلی، چې پاېښت او بقا ومومي

۱۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۴۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۰ GMT+۱

په کابل کې د ایران سفیر ویلي:« تجربو ښودلې، چې په افغانستان کې هېڅ یو حاکم نظام په ځانځانۍ نه‌دی توانېدلی چې پاېښت او بقا ومومي.» حسن کاظمي قمي ویلي، هغه حکومت چې د ټولنې له یوې برخې جوړ وي، نه‌شي کولای ټولې ستونزې او کړکېچونه له منځه یوسي.

هغه چې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کوي، د العالم شبکې سره یې په مرکه کې وویل:«نن ورځ افغانستان د څو لسیزو پاتې شوې ویجاړیو سره مخامخ دی؛ نو داسې یو دولت چې یوازې د ټولنې له یوې برخې جوړ وي، نه شي کولای ټولې ویجاړۍ له منځه یوسي.»


حسن کاظمي قمي په دغه مرکه کې چې د وږي په اتمه خپره شوې ویلي:« په افغانستان کې سوله، امنیت او بیارغاونه پرته له تل پاتې سیاسي ټيکاوه ناشونې ده.»

ایران له طالبانو سره د څه ناڅه نږدې اړیکو سره، سره دغه ‌‌‌‌‌‌ډله په رسمیت نه‌ده پېژندلې او هر ځلې یې په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو خبره کړې؛ خو طالبانو دغه غوښتنه په خپلو کورنیو چارو کې لاس‌وهنه بللې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۸ مه) په کابل کې د طالب پلوه عالمانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال ایران ته په څنګزنه توګه اشاره وکړه او ویې ویل:«زموږ په زندانونو کې هومره بندیان نه شته، څومره چې تاسې یې اعداموئ.» امیرخان متقي د کنایې په ‌‌‌‌‌‌ډول وویل: «ایا ستاسې حکومت پراخ بنسټه دی؟»
حسن کاظمي قمي وایي: «موږ هغه هېواد یو، چې د افغانستان حالت پر موږ اغېز پرې باسي؛ خو کله چې د ایران اسلامي جمهوریت د خیر خبره کوي، هغه د افغانستان د خلکو او د هغه هېواد د سیاسي نظام د خیر لپاره کوي، دا د ټولې سیمې د امنیت لپاره دي او په ټوله کې دغسې څرګندونې لاس‌وهنه نه ده.»


په کابل کې د ایران سفیر د خپلو خبرو په بله برخه کې د طالبانو په حکومت کې د شیعه مذهبو او نورو قومونو د استازیو د نشتوالي په اړه هم ځرګندونې کړې دي.

هغه وویل: «هغه څه چې ښکاره دي هغه دا دي، چې په حکومت کې لا هم د شیعه مذهبو او نورو قومونو نشتوالی ورته د منلو وړ نه‌دی.»
حسن کاظمي قمي هیله ښکاره کړه، چې په افغانستان کې به داسې دولت جوړ شي، چې ټول خلک به په کې خپل استازي ولري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

خوست ولايت کې ورښتونو او سېلابونو خلکو ته مالي زيانونه اړولي

۱۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۲۴ GMT+۱

د خوست ولایت د ځایي سرچینو په خبره، د دغه ولایت د مرکز په ګډون په علي شېرو، باک او صبريو ولسواليو کې اورښتونو او سېلابونو د سیمې خلکو ته سخت مالي زيانونه اړولي دي.

سرچينې زياته کړې، چې د دغې طبيعي پېښې له امله سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه، لسګونه د استوګنې کورونه او د ځايي خلکو يو شمېر کرنيز محصولات هم له منځه تللي دي.

په روان کال کې دا شپږم ځل دى، چې ږلۍ د دغه ولايت په مرکز او يو شمېر ولسوالیو کې کرونده‌ګر زيانمن کړي دي.
څو ورځې وړاندې د هوا پېژندنې ادارې د یوې خبرپانې په خپرولو سره د هېواد په نهو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړی و.


د دغو ورښتونو اټکل په بدخشان، نورستان، کونر، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې شوی دی.
تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله ګڼو ولسي خلکو ته ډېر مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

د امریکا دفاع وزیر: موږ به د خپلو افغان متحدینو د بیا ځای پر ځای کولو هڅو ته دوام ورکړو

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۹:۱۰ GMT+۱

د امریکا دفاع وزیر له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د کلیزې په مناسبت په یوه بیانیې کې ویلي، چې امریکا د افغان متحدینو ملاتړ ته په کلکه ژمنه ده. لويډ اسټین وويل؛ امريکا به د خپلو افغان همکارانو په بيا مېشتولو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د ۱۴۰۰ لمریز کال د وږي په نهمه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له بشپړ وتلو او د طالبانو له خوا د کابل تر کنټرول وروسته؛ ډېرو افغانانو د دغې ډلې له وېرې هېواد پرېښود.

د امریکا حکومت لسګونه زره کسان چې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې یې امریکایي ځواکونو او حکومت سره همکاري کړې وه امریکا ته استولي.

د امریکا د دفاع د وزیر په بیانیې کې راغلي، چې د جګړې په وروستیو ورځو کې امریکا له خپلو متحدینو او شریکانو سره په ګډه په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تر ۱۲۴ زره ډېر ملکي وګړي له افغانستانه ویستلي دي.

دغه امریکايي چارواکي په خپلې بیانیې کې ویلي؛ ویاړي چې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ راهیسې یې هېواد له ۱۱۵ زرو ډېرو افغانانو ته پناه ورکړې ده.

د امریکا د دفاع وزیر زیاته کړه: «موږ د خپلو هغو افغان متحدینو ملاتړ ته چې زموږ تر څنګ جنګېدلي او هغو افغانانو ته چې اوس له خپل کړکېچن هېواد بهر د نوي ژوند په جوړولو بوخت دي، ژمن یو».

د یادونې وړ ده، چې نن د امریکا ولسمشر هم په یوې بیانیې کې پر کانګرس غږ کړی، چې د افغانانو د بیا مېشتېدو طرحه دې تایید کړي.

څو شېبې وړاندې کابل ښار یوې شدیدې زلزلې ولړزاوه

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۸:۱۶ GMT+۱

د کابل ښاریان وايي، چې نن ماخوستن مهال کابل ښار یوې شدیدې زلزلې ولړزاوه.

د کابل ښار اوسېدونکي امید مومند افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نن ماخوستن ۹ بجې او ۲۴ دقیقې یوې شدیدې زلزلې کابل ښار ولړزاوه.

نوموړی وايي، چې زلزله د څو ثانیو لپاره وه، چې اکثره ښاریانو خپل کورونه او استوګنځایونه پرېښې وو او بېرون راوتلي وو.

تر اوسه د دغې زلزلې د کچې او د زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د پاکستان کابینې د خپل هېواد د اسعارو له بازار د افغان سوداګرو د منع کولووړاندیز ونه مانه

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۴۵ GMT+۱

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی چې د پاکستان د کابینې د اقتصادي رغونې کمېټې د دغه هېواد د بهرنیو اسعارو له بازار د افغان سوداګرو د بندولو وړاندیز رد کړی دی.

یو شمېر پاکستاني چارواکي استدلال کوي، چې د دغه هېواد د بهرنیو اسعارو له بازاره ګټه اخیستنه د ډالر د ارزښت د بې ساري لوړېدو لامل شوی دی.

د پاکستان د اړیکو وزیر اشرف طرار د سې شنبې په ورځ (د وږي۷ مه) له دغې کمېټې سره په کتنه کې د پاکستان د اسعارو پر بازار د افغانستان د اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د کابینې دغه غړی په دې باور دی، چې افغانان د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له پاکستانه بهرني اسعار پېري او په دې توګه د ډالرو پر بیې فشار راوړي.

د راپورونو له مخې؛ نوموړي د يادې کمېټې له مشر شمشاد اختر څخه غوښتي، چې په دې اړه چې په بازار کې ډالر د ٣٤٠ کلدارو په بيه نه وي، اقدام وکړي.

د طالبانو پر وړاندې د لویدیځو هېوادونو له بندیزونو سره افغان سوداګر تر ډېره خپلې سوداګریزې اړتیاوې له پاکستان سره د سوداګرۍ له لارې پوره کوي.

دا کار د دې لامل شوی، چې د پاکستان کابینې د افغان سوداګرو له خوا په بازار کې د پاکستاني اسعارو د استفادې او د اسعارو د نرخ پر بدلون او د هغې پر اقتصادي پایلو او اغېزو څېړنې وکړي.

د نا تایید شویو اټکلونو له مخې؛ د پاکستان د بهرنیو اسعارو په بازارونو کې چې درې ټریلیون روپیو ته رسیږي، شاوخوا یو پر درې برخه یې د افغانانو شتمني ده.

افغان سوداګر او متصدیان د دې نغدو شتمنیو یوه مهمه برخه د اړتیا وړ ډالرو پېرودلو لپاره کاروي.

خو د هېواد د اسعارو پر بازار د کارونې د اغېزو په اړه د مخابراتو د وزير د اندېښنې سربېره؛ د پاکستان د کابينې د اقتصادي رغونې کمېټې په دې اړه له پرېکړې کولو ډډه وکړه.

د دغې کمېټې غړو د ونډو د بازار د فعاليت د کمښت د مخنيوي په خاطر د پانګوالو د باور د بيارغاونې پر اهميت ټينګار وکړ.

له بلې خوا د کابینې دغې کمیټې اقتصاد وزارت ته د حل لارې په توګه د سوداګریزو توکو د صادرونکو لپاره د اسانتیاوو په برابرولو سره د اقتصادي رغونې لپاره وړاندې کړه.

د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو پنځه خبریالان له زندانه ازاد کړل

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۴۵ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوې اعلامیې کې وايي، چې طالبانو تر اوسه پنځه خبریالان له خپل زندانه ازاد کړي دي.

یاد مرکز نن پنجشنبه ( د وږي ۹مه) ویلي، چې طالبانو په کندهار کې د طلوع نیوز خبریال عطاالله عمر، په زابل کې ازاد خبریال محبوب الله حکیمي، په کندز کې د سلام وطندار خبریال حسیب عمر او په ننګرهار کې د کلید راډیو خبریالان جان اغا صالح او فقیر محمد فقیرزی خوشي کړي دي.

دوی له طالبانو غوښتي، چې نور زنداني خبریالان هم خوشي کړي.

د طالبانو استخباراتو یاد خبریالان په تېرې یوې میاشت کې په پرلپسې ډول نیولي وو، خو پر دوی د ورپورې تورونو او شکونو په اړه یې تر اوسه هم رسنیو ته څه نه دي ویلي.

بل خوا په روانه میاشت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخوا ویلي، چې په تېر یو کال کې د خبریالانو د نیولو او شکنجې هېڅ داسې کومه پېښه ورسره نه ده ثبت شوې.

ملګرو ملتونو او د بې پولې خبریالانو ټولنې هم د خبرپاڼو په خپرولو سره د دغو خبریالانو پر نیونې اندېښنې ښودلې وې، او له طالبانو یې غوښتي وو، چې نیول شوي خبریالان دې بې له قید او شرطه خوشې کړي.

د بې پولې خبریالانو ټولنې دا هم ویلي و، چې د دغو خبریالانو نیونه د طالبانو د هغو څرګندونو خلاف ده، چې د بیان د ازادۍ په اړه یې کړې وې.

تر دې وړاندې هم دغه سازمان ویلي و، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د خبریالانو وضعیت د ژورې اندېښنې وړ دی

د یادونې وړ ده، چې لا هم د طالبانو د استخباراتو په زندانونو کې یو شمېر خبریالان او مدني فعالان زنداني دي؛ مګر تر اوسه یې طالبانو د جرم په اړه څه نه دي ویلي.