څو شېبې وړاندې کابل ښار یوې شدیدې زلزلې ولړزاوه

د کابل ښاریان وايي، چې نن ماخوستن مهال کابل ښار یوې شدیدې زلزلې ولړزاوه.

د کابل ښاریان وايي، چې نن ماخوستن مهال کابل ښار یوې شدیدې زلزلې ولړزاوه.
د کابل ښار اوسېدونکي امید مومند افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نن ماخوستن ۹ بجې او ۲۴ دقیقې یوې شدیدې زلزلې کابل ښار ولړزاوه.
نوموړی وايي، چې زلزله د څو ثانیو لپاره وه، چې اکثره ښاریانو خپل کورونه او استوګنځایونه پرېښې وو او بېرون راوتلي وو.
تر اوسه د دغې زلزلې د کچې او د زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.


ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی چې د پاکستان د کابینې د اقتصادي رغونې کمېټې د دغه هېواد د بهرنیو اسعارو له بازار د افغان سوداګرو د بندولو وړاندیز رد کړی دی.
یو شمېر پاکستاني چارواکي استدلال کوي، چې د دغه هېواد د بهرنیو اسعارو له بازاره ګټه اخیستنه د ډالر د ارزښت د بې ساري لوړېدو لامل شوی دی.
د پاکستان د اړیکو وزیر اشرف طرار د سې شنبې په ورځ (د وږي۷ مه) له دغې کمېټې سره په کتنه کې د پاکستان د اسعارو پر بازار د افغانستان د اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
د کابینې دغه غړی په دې باور دی، چې افغانان د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له پاکستانه بهرني اسعار پېري او په دې توګه د ډالرو پر بیې فشار راوړي.
د راپورونو له مخې؛ نوموړي د يادې کمېټې له مشر شمشاد اختر څخه غوښتي، چې په دې اړه چې په بازار کې ډالر د ٣٤٠ کلدارو په بيه نه وي، اقدام وکړي.
د طالبانو پر وړاندې د لویدیځو هېوادونو له بندیزونو سره افغان سوداګر تر ډېره خپلې سوداګریزې اړتیاوې له پاکستان سره د سوداګرۍ له لارې پوره کوي.
دا کار د دې لامل شوی، چې د پاکستان کابینې د افغان سوداګرو له خوا په بازار کې د پاکستاني اسعارو د استفادې او د اسعارو د نرخ پر بدلون او د هغې پر اقتصادي پایلو او اغېزو څېړنې وکړي.
د نا تایید شویو اټکلونو له مخې؛ د پاکستان د بهرنیو اسعارو په بازارونو کې چې درې ټریلیون روپیو ته رسیږي، شاوخوا یو پر درې برخه یې د افغانانو شتمني ده.
افغان سوداګر او متصدیان د دې نغدو شتمنیو یوه مهمه برخه د اړتیا وړ ډالرو پېرودلو لپاره کاروي.
خو د هېواد د اسعارو پر بازار د کارونې د اغېزو په اړه د مخابراتو د وزير د اندېښنې سربېره؛ د پاکستان د کابينې د اقتصادي رغونې کمېټې په دې اړه له پرېکړې کولو ډډه وکړه.
د دغې کمېټې غړو د ونډو د بازار د فعاليت د کمښت د مخنيوي په خاطر د پانګوالو د باور د بيارغاونې پر اهميت ټينګار وکړ.
له بلې خوا د کابینې دغې کمیټې اقتصاد وزارت ته د حل لارې په توګه د سوداګریزو توکو د صادرونکو لپاره د اسانتیاوو په برابرولو سره د اقتصادي رغونې لپاره وړاندې کړه.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوې اعلامیې کې وايي، چې طالبانو تر اوسه پنځه خبریالان له خپل زندانه ازاد کړي دي.
یاد مرکز نن پنجشنبه ( د وږي ۹مه) ویلي، چې طالبانو په کندهار کې د طلوع نیوز خبریال عطاالله عمر، په زابل کې ازاد خبریال محبوب الله حکیمي، په کندز کې د سلام وطندار خبریال حسیب عمر او په ننګرهار کې د کلید راډیو خبریالان جان اغا صالح او فقیر محمد فقیرزی خوشي کړي دي.
دوی له طالبانو غوښتي، چې نور زنداني خبریالان هم خوشي کړي.
د طالبانو استخباراتو یاد خبریالان په تېرې یوې میاشت کې په پرلپسې ډول نیولي وو، خو پر دوی د ورپورې تورونو او شکونو په اړه یې تر اوسه هم رسنیو ته څه نه دي ویلي.
بل خوا په روانه میاشت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخوا ویلي، چې په تېر یو کال کې د خبریالانو د نیولو او شکنجې هېڅ داسې کومه پېښه ورسره نه ده ثبت شوې.
ملګرو ملتونو او د بې پولې خبریالانو ټولنې هم د خبرپاڼو په خپرولو سره د دغو خبریالانو پر نیونې اندېښنې ښودلې وې، او له طالبانو یې غوښتي وو، چې نیول شوي خبریالان دې بې له قید او شرطه خوشې کړي.
د بې پولې خبریالانو ټولنې دا هم ویلي و، چې د دغو خبریالانو نیونه د طالبانو د هغو څرګندونو خلاف ده، چې د بیان د ازادۍ په اړه یې کړې وې.
تر دې وړاندې هم دغه سازمان ویلي و، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د خبریالانو وضعیت د ژورې اندېښنې وړ دی
د یادونې وړ ده، چې لا هم د طالبانو د استخباراتو په زندانونو کې یو شمېر خبریالان او مدني فعالان زنداني دي؛ مګر تر اوسه یې طالبانو د جرم په اړه څه نه دي ویلي.

نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې له افغانستان څخه د امریکا له وتلو دوه کاله وروسته د امریکا ولسمشر له طالبانو سره د تعامل مخالف دی.
نیویارک ټایمز لیکي، چې پر طالبانو د بندیزونو لرې کول او د دوی په رسمیت پېژندل د بایډن په اجنډا کې نه شته.
نیویارک ټایمز د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۹مه) په یوه راپور کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان وضعیت او د دې ډلې پر وړاندې د امریکا دریځ څېړلی دی.
دې ورځپاڼې له افغانستان څخه د وروستي امریکايي عسکر وتل او د ۱۴۰۰م کال د اسد په ۲۴ مه د طالبانو د واکمنۍ پیل په افغانستان کې د بشري حقونو د یوه ناورین لپاره د نړۍ چمتووالی بللی دی.
نړۍوال څارونکي وايي؛ طالبانو په خپله نوې واکمنۍ کې په انتقامي وژنو، شکنجو او تښتونو کې هم لاس درلود.
سربېره پر دې؛ نیویارک ټایمز لیکي؛ طالبانو د ښځو پر وړاندې د "د جنسیتي تبعیص افراطي پالیسي" پلي کړې او پر ښځو یې د زده کړو او کار بندیزونه لګولي دي.
په روانه میاشت کې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې د طالبانو له خوا د ښځو د کار، زده کړو او بیان ازادۍ په ګډون د بشري حقونو تر پښو لاندې کول سیستماتیک او ناورین زېږوونکی عمل وباله.
یو شمېر امریکايي چارواکي هیله من وو، چې اوسني طالبان د دوو لسیزو مخکې طالبان نه دي، بلکې دوی اوس بدل شوي دي، خو د ملګرو ملتونو کارپوهانو بیا ویلي چې دغه مفکوره سمه نه وه.
د دې ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د بایډن د حکومت چارواکو د رسميت پېژندنې، د بندیزونو د لرې کولو او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کېدو احتمال رد کړی دی.
په افغانستان کې موجوده بې وزلۍ ته په پام سره یو شمېر کارپوهانو او بشرپاله ډلو له جو بایډن څخه غوښتي، چې د فقر او لوږې د کمولو لپاره طالبانو ته د مستقیمو اقتصادي مرستو په ورکولو سره خپل دریځ نرم کړي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې طالب چارواکي د افغانستان د شتمنیو پر خلاصون ټینګار کوي او وايي، چې د امریکا د بندیزونو سیاستونه به د افغانانو کړاو لا زیات کړي.
خو لکه څنګه چې د جوبایډن لومړیتوب په افغانستان کې د امریکا لپاره د احتمالي ګواښ په توګه د ترهګرو ډلو د راتګ مخنیوی دی، نیویارک ټایمز لیکلي؛ داسې ښکاري چې طالبان به په دې مساله کې د واشنګټن رضایت ترلاسه کړي.
جو بایډن څه موده وړاندې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: "ما ویلي وو چې القاعده به نه وي، ما ویلي وو چې موږ به له طالبانو مرسته وغواړو."
خو نیویارک ټایمز په دې راپور کې لیکي، چې د کوکنارو د کښت مخنیوی، د کورنیو جګړو مخنیوی او د طالبانو له خوا په افغانستان کې د فساد کمول هغه اړخونه دي چې امریکايي چارواکي یې حیران کړي دي.
د بحران د ډلې شنونکی ګریم سمېټ چې په افغانستان کې د ژوند تجربه هم لري، وايي: "ډېری هغه څه چې موږ یې کول غواړو له طالبانو باید پکې همکاري وغوښتل شي."
په فارن افییرز مجله کې د یوې مقالې په خپرولو سره ښاغلي سمېټ پر لوېدیځو حکومتونو او بنسټونو غږ کړی، چې له طالبانو سره دې لا اغېزناکې اړیکې جوړې کړي.
نوموړي له طالبانو سره د برېښنا د شبکې، بانکي سیستم او د اوبو د مدیریت په برخه کې د مرستو چمتو کول د موثرو اړیکو په توګه یاد کړل.
بل خوا د بایډن حکومت له تېرو دوو کلونو راهیسې د طالبانو له استازو سره په اړیکه کې دی.
د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ څو - څو ځلې په دوحه کې له طالب چارواکو سره کتلي دي.
د یادو سفرونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت "په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو او زیانمنو ډلو لپاره د خرابېدو" له امله پر طالبانو نیوکه کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ واشنګټن د طالبانو له خوا د یو شمېر کسانو د نیول کېدو، پر رسنیو فشار او پر مذهبي دودونو د بندیزونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
خو د بهرنيو چارو وزارت د کوکنارو د حاصلاتو کموالى، د اقتصادي شاخصونو کموالى او له تروريزم سره د مبارزې هڅې هيله بښونکې بولي او وايي چې د لا زياتو همکاريو امکان شته.
بایډن هم څه موده وړاندې ویلي وو، چې امریکا له افغانستان سره د بشري مرستو ستر تمویلونکی هېواد دی.
خو له دې دریځ سره په مخالفت کې د امریکا جمهوري غوښتونکي بیا له افغانستانه د امریکا د غېر مسوولانه وتلو او ناورین زېږېدو له امله په پرله پسې ډول پر بایډن او د هغه پر حکومت انتقادونه کړي دي.
منتقدین بیا وايي؛ دا ناسم تصور دی، چې طالبان به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي او اوسنۍ سخت دریځي یې له یاده وویستل شي.

طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د شپږ میلیارده او ۵۵۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د اوو لویو کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک کړل.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور وايي؛ دغه تړونونه کولای شي افغانستان د ځان بسیاینې لامل شي.
دغه تړونونه د پنجشنبې په ورځ (د سنبلې ۹مه) د طالبانو د کانونو او پټرولیم د وزیر له خوا د اقتصادي مرستیال ملا برادر په ګډون د دغې ډلې د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو په حضور کې له ګټونکو شرکتونو سره لاسلیک شول.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د دغو تړونونو د لاسلیکولو په غونډه کې وویل، چې د یادو تړونونو په هکله له شاوخوا دوو کلونو راهیسې خبرې روانې وې.
دغه طالب چارواکي د دغو قراردادونو ارزښت شپږ میلیارده او ۵۵۷ میلیونه ډالره اعلان کړ.
د چاه اب د سرو زرو کان
د چاه اب د سرو زرو کان چې په تخار ولایت کې موقعیت لري، ۳۱ ټنه سره زر لري او ټول ارزښت یې ۱ میلیارد او ۸۰۰ میلیونه ډالره اټکل شوی دی.
له طالبانو سره د نوي تفاهم پر بنسټ به یو خصوصي شرکت پر دغه کان ۳۱۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.
طالبانو ویلي، چې د چاه اب د سرو زرو د کان تړون د چینا-افغانستان له شرکت سره لاسلیک شوی چې د افغانستان زړور شرکت په کې ونډه لري.
د طالبانو د تړون له مخې؛ د کانونو ۵۶ سلنه ګټه دغې ډلې ته او پاتې ۴۴ سلنه خصوصي شرکت ته ځي.
د مس عینک دویم
د مسو عینکو دویم کان د استخراج تړون، چې د مس عینک لومړۍ حوزې ته څېرمه موقعیت لري، د "توریا" په نوم له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو.
د طالب چارواکو په وینا؛ په دغه کان کې به ۴۱۱ میلیونه ډالره پانګونه وشي.
له دغه شرکت سره د طالبانو د تړون له مخې؛ ۱۲ سلنه ګټه دغې ډلې ته او ۸۸ سلنه نوره د خصوصي شرکت حساب ته ځي.
د سرب او جست کان
د پنجشنبې په ورځ طالبانو د سرب او جست کان هم د استخراج په تړون کې د ۷۵ میلیونه ډالرو پانګونې اعلان وکړ. دغه کان د غور ولايت په تولک ولسوالۍ کې موقعيت لري.
ددغه کان قرارداد د دېرش کلونو لپاره د اینویسټ شرکت ته سپارل شوی دی.
طالبانو ویلي، چې ۲۰ سلنه ګټه به دې ډلې ته او پاتې ۸۰ سلنه به محلي شرکت ته ځي.
د غوريان د اوسپنې لومړی کان
طالبانو په هرات ولایت کې د غوریانو د اوسپنې کان د لومړي بلاک د استخراج قرارداد له یوه کورني او ایراني شرکت سره لاسلیک کړ.
د طالبانو د اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر وايي، دغه قرارداد له «وطن درخشان» شرکت سره لاسلیک شوی، چې د ایران ازهران صنعتي ساختماني شرکت په کې ونډه لري.
دغه شرکتونه په پام کې لري، چې د غوريان په لومړي بلاک کې دوه ميليارده او ٨٠٠ ميليونه ډالره پانګونه وکړي.
د دغه ۳۰ کلن قرارداد له مخې؛ د کانونو ۱۳ سلنه ګټه طالبانو ته او ۸۷ سلنه نور خصوصي شرکت ته ځي.
غوریان دویم
د طالب چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د غوريان د اوسپنې د دويم بلاک د کان په قرارداد کې به ٨٧٤ ميليونه ډالره پانګونه وشي. طالبانو ویلي، چې ۱۳ سلنه ګټه به یې د دې ډلې دولت ته او ۸۷ سلنه نوره به د کانونو شرکت ته ځي.
طالبانو ویلي، چې دغه تړون د دره نور له کورنۍ شرکت او د ترکیې ایپکول شرکت سره د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک شوی دی.
غوریان درېیم
طالبانو د هرات د غوریان د اوسپنې کان د درېیم بلاک د استخراج تړون هم یوه خصوصي شرکت ته چې په کې برېتانوي او محلي ونډه وال پکې شامل دي، ورکړی دی.
ټاکل شوې چې دغه شرکت د غوریان د اوسپنې کان په درېیم بلاک کې ۲۷۲ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.
په دغه قرارداد کې د کانونو ۱۳ سلنه ګټه طالبانو ته او ۸۷ سلنه یې یاد شرکت ته ځي.
غوريان څلورم
د طالبانو په وینا؛ د هرات غوریان د اوسپنې کان څلورم بلاک یو افغان او ایراني سهم لرونکي شرکت ته سپارل شوی دی.
د طالبانو په وین؛ د کانونو ۱۳ سلنه ګټه به طالبانو او ۸۷ سلنه نور خصوصي شرکت ته ځي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن یوځل بیا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ویستلو په دفاع کې وايي، چې اړتیا نه شته چې د ترهګرو پر وړاندې د اقدام لپاره خپل ځواکونه د جګړې په میدان کې وساتي.
سپینې ماڼۍ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د دویمې کلیزې په مناسبت په یوه خپره کړې اعلامیه کې د ولسمشر بایډن په حواله وايي، چې دوی اوس هم د افغانانو ملاتړ کوي او له ګانګرس څخه یې غوښتنه کړې چې د افغانانو د بیا مېشتدېدو طرحه تصویب کړي.
سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې لیکلي، چې د افغانستان په شل کلنه جګړه کې ۲۴۶۱ امریکايي پوځیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
اعلامیه زیاتوي: "له افغانستان څخه د وتلو راهیسې، دوی د امریکایي ځواکونو په مهارت سره ټولې موجودې پوځي، ډېپلوماټیکې او استخباراتي سرچینې په افغانستان او نړۍ کې د تروریستي ګواښونو پر وړاندې د خپل وطن ساتنې ته دوام ورکړی دی."
ښاغلي بایډن په دغه بیان کې ویلي؛ موږ په ډاګه کړې چې له ترهګرو او هغو کسانو سره د مقابلې لپاره چې غواړي موږ ته زیان ورسوي، موږ په ځمکه کې د ځواکونو دایمي حضور ته اړتیا نه لرو.
په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي، چې ایا دوی اوس هم د افغانستان په فضاء کې موجود دي او که نه؛ خو د طالبانو د دفاع د وزیر ملا یعقوب په ګډون ګڼو طالب چارواکو ویلي، چې د افغانستان فضاء لا هم "اشغال" ده.
دامريکا جمهور رييس دغه راز دامريکا له خوا د ١١٧٠٠٠ نويو راستنو شويو افغان مهاجرينو هرکلى ویاړ وباله او ويې ويل چې هېواد به يې د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او وياړي چې په افغانستان کې تر ټولو ستر بشري مرستندوى هېواد دى.
بل خوا د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مکال؛ ولسمشر بایډن له افغانستان د دا ډول ګواښمنې او بې شرطه وتلو مسوول ګڼي او وايي، چې د بایډن حکومت باید دغې لویې فاجعې ته ځواب ووايي او حساب ورکړي.
نوموړی زیاتوي، چې راتلونکې اونۍ به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه په څېړنو کې پرمختګ وشي؛ خو د بایډن ادارې یې په اړه څه نه دي ویلي.
د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې یو بل غړی بر این ماسټ هم ویلي، چې دا ټوله د ولسمشر بایډن د بې غورۍ پایله ده.
نوموړی زیاته کړې: “ زه له خدایه شکر کوم چې بایډن هغه څه وکړل کوم چې ما د خپل پوځي ماموریت پر مهال نه وو تجربه کړي”.
ماسټ وايي؛ بایډن د دې پر ځای چې جګړه د منظمو پوځي عملیاتو په کولو پای ته ورسوي، د سیاسي جوجاړي په لټه و او غوښتل یې چې خپل ځانته سیاسي امتیازات واخلي.