• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان کابینې د خپل هېواد د اسعارو له بازار د افغان سوداګرو د منع کولووړاندیز ونه مانه

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۴۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۰:۴۵ GMT+۱

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی چې د پاکستان د کابینې د اقتصادي رغونې کمېټې د دغه هېواد د بهرنیو اسعارو له بازار د افغان سوداګرو د بندولو وړاندیز رد کړی دی.

یو شمېر پاکستاني چارواکي استدلال کوي، چې د دغه هېواد د بهرنیو اسعارو له بازاره ګټه اخیستنه د ډالر د ارزښت د بې ساري لوړېدو لامل شوی دی.

د پاکستان د اړیکو وزیر اشرف طرار د سې شنبې په ورځ (د وږي۷ مه) له دغې کمېټې سره په کتنه کې د پاکستان د اسعارو پر بازار د افغانستان د اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د کابینې دغه غړی په دې باور دی، چې افغانان د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له پاکستانه بهرني اسعار پېري او په دې توګه د ډالرو پر بیې فشار راوړي.

د راپورونو له مخې؛ نوموړي د يادې کمېټې له مشر شمشاد اختر څخه غوښتي، چې په دې اړه چې په بازار کې ډالر د ٣٤٠ کلدارو په بيه نه وي، اقدام وکړي.

د طالبانو پر وړاندې د لویدیځو هېوادونو له بندیزونو سره افغان سوداګر تر ډېره خپلې سوداګریزې اړتیاوې له پاکستان سره د سوداګرۍ له لارې پوره کوي.

دا کار د دې لامل شوی، چې د پاکستان کابینې د افغان سوداګرو له خوا په بازار کې د پاکستاني اسعارو د استفادې او د اسعارو د نرخ پر بدلون او د هغې پر اقتصادي پایلو او اغېزو څېړنې وکړي.

د نا تایید شویو اټکلونو له مخې؛ د پاکستان د بهرنیو اسعارو په بازارونو کې چې درې ټریلیون روپیو ته رسیږي، شاوخوا یو پر درې برخه یې د افغانانو شتمني ده.

افغان سوداګر او متصدیان د دې نغدو شتمنیو یوه مهمه برخه د اړتیا وړ ډالرو پېرودلو لپاره کاروي.

خو د هېواد د اسعارو پر بازار د کارونې د اغېزو په اړه د مخابراتو د وزير د اندېښنې سربېره؛ د پاکستان د کابينې د اقتصادي رغونې کمېټې په دې اړه له پرېکړې کولو ډډه وکړه.

د دغې کمېټې غړو د ونډو د بازار د فعاليت د کمښت د مخنيوي په خاطر د پانګوالو د باور د بيارغاونې پر اهميت ټينګار وکړ.

له بلې خوا د کابینې دغې کمیټې اقتصاد وزارت ته د حل لارې په توګه د سوداګریزو توکو د صادرونکو لپاره د اسانتیاوو په برابرولو سره د اقتصادي رغونې لپاره وړاندې کړه.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د خبریالانو مرکز: طالبانو پنځه خبریالان له زندانه ازاد کړل

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۴۵ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوې اعلامیې کې وايي، چې طالبانو تر اوسه پنځه خبریالان له خپل زندانه ازاد کړي دي.

یاد مرکز نن پنجشنبه ( د وږي ۹مه) ویلي، چې طالبانو په کندهار کې د طلوع نیوز خبریال عطاالله عمر، په زابل کې ازاد خبریال محبوب الله حکیمي، په کندز کې د سلام وطندار خبریال حسیب عمر او په ننګرهار کې د کلید راډیو خبریالان جان اغا صالح او فقیر محمد فقیرزی خوشي کړي دي.

دوی له طالبانو غوښتي، چې نور زنداني خبریالان هم خوشي کړي.

د طالبانو استخباراتو یاد خبریالان په تېرې یوې میاشت کې په پرلپسې ډول نیولي وو، خو پر دوی د ورپورې تورونو او شکونو په اړه یې تر اوسه هم رسنیو ته څه نه دي ویلي.

بل خوا په روانه میاشت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخوا ویلي، چې په تېر یو کال کې د خبریالانو د نیولو او شکنجې هېڅ داسې کومه پېښه ورسره نه ده ثبت شوې.

ملګرو ملتونو او د بې پولې خبریالانو ټولنې هم د خبرپاڼو په خپرولو سره د دغو خبریالانو پر نیونې اندېښنې ښودلې وې، او له طالبانو یې غوښتي وو، چې نیول شوي خبریالان دې بې له قید او شرطه خوشې کړي.

د بې پولې خبریالانو ټولنې دا هم ویلي و، چې د دغو خبریالانو نیونه د طالبانو د هغو څرګندونو خلاف ده، چې د بیان د ازادۍ په اړه یې کړې وې.

تر دې وړاندې هم دغه سازمان ویلي و، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د خبریالانو وضعیت د ژورې اندېښنې وړ دی

د یادونې وړ ده، چې لا هم د طالبانو د استخباراتو په زندانونو کې یو شمېر خبریالان او مدني فعالان زنداني دي؛ مګر تر اوسه یې طالبانو د جرم په اړه څه نه دي ویلي.

نیویارک ټایمز: د امریکا ولسمشر له طالبانو سره د تعامل علاقه نه لري

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۱۴ GMT+۱

نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې له افغانستان څخه د امریکا له وتلو دوه کاله وروسته د امریکا ولسمشر له طالبانو سره د تعامل مخالف دی.

نیویارک ټایمز لیکي، چې پر طالبانو د بندیزونو لرې کول او د دوی په رسمیت پېژندل د بایډن په اجنډا کې نه شته.

نیویارک ټایمز د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۹مه) په یوه راپور کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان وضعیت او د دې ډلې پر وړاندې د امریکا دریځ څېړلی دی.

دې ورځپاڼې له افغانستان څخه د وروستي امریکايي عسکر وتل او د ۱۴۰۰م کال د اسد په ۲۴ مه د طالبانو د واکمنۍ پیل په افغانستان کې د بشري حقونو د یوه ناورین لپاره د نړۍ چمتووالی بللی دی.

نړۍوال څارونکي وايي؛ طالبانو په خپله نوې واکمنۍ کې په انتقامي وژنو، شکنجو او تښتونو کې هم لاس درلود.

سربېره پر دې؛ نیویارک ټایمز لیکي؛ طالبانو د ښځو پر وړاندې د "د جنسیتي تبعیص افراطي پالیسي" پلي کړې او پر ښځو یې د زده کړو او کار بندیزونه لګولي دي.

په روانه میاشت کې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې د طالبانو له خوا د ښځو د کار، زده کړو او بیان ازادۍ په ګډون د بشري حقونو تر پښو لاندې کول سیستماتیک او ناورین زېږوونکی عمل وباله.

یو شمېر امریکايي چارواکي هیله من وو، چې اوسني طالبان د دوو لسیزو مخکې طالبان نه دي، بلکې دوی اوس بدل شوي دي، خو د ملګرو ملتونو کارپوهانو بیا ویلي چې دغه مفکوره سمه نه وه.

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د بایډن د حکومت چارواکو د رسميت پېژندنې، د بندیزونو د لرې کولو او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کېدو احتمال رد کړی دی.

په افغانستان کې موجوده بې وزلۍ ته په پام سره یو شمېر کارپوهانو او بشرپاله ډلو له جو بایډن څخه غوښتي، چې د فقر او لوږې د کمولو لپاره طالبانو ته د مستقیمو اقتصادي مرستو په ورکولو سره خپل دریځ نرم کړي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې طالب چارواکي د افغانستان د شتمنیو پر خلاصون ټینګار کوي او وايي، چې د امریکا د بندیزونو سیاستونه به د افغانانو کړاو لا زیات کړي.

خو لکه څنګه چې د جوبایډن لومړیتوب په افغانستان کې د امریکا لپاره د احتمالي ګواښ په توګه د ترهګرو ډلو د راتګ مخنیوی دی، نیویارک ټایمز لیکلي؛ داسې ښکاري چې طالبان به په دې مساله کې د واشنګټن رضایت ترلاسه کړي.

جو بایډن څه موده وړاندې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: "ما ویلي وو چې القاعده به نه وي، ما ویلي وو چې موږ به له طالبانو مرسته وغواړو."

خو نیویارک ټایمز په دې راپور کې لیکي، چې د کوکنارو د کښت مخنیوی، د کورنیو جګړو مخنیوی او د طالبانو له خوا په افغانستان کې د فساد کمول هغه اړخونه دي چې امریکايي چارواکي یې حیران کړي دي.

د بحران د ډلې شنونکی ګریم سمېټ چې په افغانستان کې د ژوند تجربه هم لري، وايي: "ډېری هغه څه چې موږ یې کول غواړو له طالبانو باید پکې همکاري وغوښتل شي."

په فارن افییرز مجله کې د یوې مقالې په خپرولو سره ښاغلي سمېټ پر لوېدیځو حکومتونو او بنسټونو غږ کړی، چې له طالبانو سره دې لا اغېزناکې اړیکې جوړې کړي.

نوموړي له طالبانو سره د برېښنا د شبکې، بانکي سیستم او د اوبو د مدیریت په برخه کې د مرستو چمتو کول د موثرو اړیکو په توګه یاد کړل.

بل خوا د بایډن حکومت له تېرو دوو کلونو راهیسې د طالبانو له استازو سره په اړیکه کې دی.

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ څو - څو ځلې په دوحه کې له طالب چارواکو سره کتلي دي.

د یادو سفرونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت "په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو او زیانمنو ډلو لپاره د خرابېدو" له امله پر طالبانو نیوکه کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ واشنګټن د طالبانو له خوا د یو شمېر کسانو د نیول کېدو، پر رسنیو فشار او پر مذهبي دودونو د بندیزونو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

خو د بهرنيو چارو وزارت د کوکنارو د حاصلاتو کموالى، د اقتصادي شاخصونو کموالى او له تروريزم سره د مبارزې هڅې هيله بښونکې بولي او وايي چې د لا زياتو همکاريو امکان شته.

بایډن هم څه موده وړاندې ویلي وو، چې امریکا له افغانستان سره د بشري مرستو ستر تمویلونکی هېواد دی.

خو له دې دریځ سره په مخالفت کې د امریکا جمهوري غوښتونکي بیا له افغانستانه د امریکا د غېر مسوولانه وتلو او ناورین زېږېدو له امله په پرله پسې ډول پر بایډن او د هغه پر حکومت انتقادونه کړي دي.

منتقدین بیا وايي؛ دا ناسم تصور دی، چې طالبان به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي او اوسنۍ سخت دریځي یې له یاده وویستل شي.

د ډالر په مقابل کې د کلدارې ارزښت په یوه میاشت کې نږدې ۱۹ روپۍ کم شوی

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۰۱ GMT+۱

پاکستانۍ رسنۍ وايي په اګست میاشت کې، چې نن پای ته رسېږي، ډالر د پاکستانۍ کرنسۍ په مقابل کې ۱۸ روپۍ او ۹۰ پیسې ګران شوی دی. د پاکستان مرکزي بانک د پنجشنبې په ورځ وویل، چې نن یو ډالر له ۳۰۵ روپیو او ۵۴ پیسو سره برابر شوی دی.

خو په ازاد بازار کې یو ډالر له ۳۲۳ روپیو سره تبادله کېږي.

د جیو نیوز د راپور له مخې، د چارشنبې په ورځ یو ډالر له ۳۰۴ روپیو او ۴۵ پیسو سره برابر و او په دې ترتیب یې یوه روپۍ نور هم ارزښت بایللی دی.

خو په ازاد بازار کې روپۍ د پنجشنبې په ورځ د ډالر په مقابل کې خپل ارزښت درې روپۍ او ۵۰ پیسې بایللی دی.

نږدې اونۍ وړاندې د پاکستان بانکونو کې یو ډالر له درې سوه روپیو سره برابر شو.

د روپۍ د ارزښت کمېدو سره په پاکستان کې د خوراکتوکو په ګډون د مختلفو اړتیا وړ شیانو بیې هم زیاتېږي.

د ډالر او نورو پیسو په مقابل کې د روپیو ارزښت له څو میاشتو راهیسې کمېږي او باور دا دی چې دا کرنسي به ارزښت نور هم وبایلي

ځايي سرچینې؛ پر پاکستاني پوځیانو په شوي ځانمرګي برید کې ۲۹ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۲۲ GMT+۱

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل؛ د خېبر پښتونخوا ایالت د بنو اړوند جانېخېلو ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو پر کاروان ځانمرګی برید شوی دی. په دغه ځانمرګي برید کې ۹ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

په پاکستان کې ځايي سرچینو د پنچشنبه په ورځ ( د سنبلې ۹ مه ) وویل، د مازیګر مهال پر موټرسایکل سپور ځانمرګي بریدګر خپل ځانته د پاکستاني پوځیانو کاروان ته څېرمه چاودنه ورکړه.

هغه لېست چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی؛ د پېښې ټول قربانیان پاکستاني پوځیان دي.

تر اوسه پورې پاکستاني پوځیانو په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د دې پېښې پړه د تحریک طالبان پاکستان حافظ ګل بادر ګروپ پر غاړه اخیستې او د ځانمرګي بریدګر ضرار مداخېل انځور یې خپور کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو واک ته د رسېدلو سره پر پاکستاني پوځیانو د وسلوالو بریدونه زیات شوي دي.

پاکستان تل ادعا کړې ده، چې پاکستاني طالبان د افغانستان خاوره د پټنځای په توګه کاروي او له هغه ځایه بریدونه پلانوي؛ خو د طالبانو حکومت تل د پاکستان دا ادعاوې رد کړي دي.

په دې وروستیو کې د طالبانو چارواکو له پاکستانه غوښتي، چې د خپلو طالبانو پرضد دې دننه په پاکستان کې ګامونه واخلي او پر افغانستان دې بې ځایه تورونه نه لګوي.

طالبانو له کورنیو او بهرنیو شرکتو سره د ۷ کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک کړل

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۳۱ GMT+۱

طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د شپږ میلیارده او ۵۵۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د اوو لویو کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک کړل.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور وايي؛ دغه تړونونه کولای شي افغانستان د ځان بسیاینې لامل شي.

دغه تړونونه د پنجشنبې په ورځ (د سنبلې ۹مه) د طالبانو د کانونو او پټرولیم د وزیر له خوا د اقتصادي مرستیال ملا برادر په ګډون د دغې ډلې د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو په حضور کې له ګټونکو شرکتونو سره لاسلیک شول.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د دغو تړونونو د لاسلیکولو په غونډه کې وویل، چې د یادو تړونونو په هکله له شاوخوا دوو کلونو راهیسې خبرې روانې وې.

دغه طالب چارواکي د دغو قراردادونو ارزښت شپږ میلیارده او ۵۵۷ میلیونه ډالره اعلان کړ.

د چاه اب د سرو زرو کان

د چاه اب د سرو زرو کان چې په تخار ولایت کې موقعیت لري، ۳۱ ټنه سره زر لري او ټول ارزښت یې ۱ میلیارد او ۸۰۰ میلیونه ډالره اټکل شوی دی.

له طالبانو سره د نوي تفاهم پر بنسټ به یو خصوصي شرکت پر دغه کان ۳۱۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.

طالبانو ویلي، چې د چاه اب د سرو زرو د کان تړون د چینا-افغانستان له شرکت سره لاسلیک شوی چې د افغانستان زړور شرکت په کې ونډه لري.

د طالبانو د تړون له مخې؛ د کانونو ۵۶ سلنه ګټه دغې ډلې ته او پاتې ۴۴ سلنه خصوصي شرکت ته ځي.

د مس عینک دویم

د مسو عینکو دویم کان د استخراج تړون، چې د مس عینک لومړۍ حوزې ته څېرمه موقعیت لري، د "توریا" په نوم له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شو.

د طالب چارواکو په وینا؛ په دغه کان کې به ۴۱۱ میلیونه ډالره پانګونه وشي.

له دغه شرکت سره د طالبانو د تړون له مخې؛ ۱۲ سلنه ګټه دغې ډلې ته او ۸۸ سلنه نوره د خصوصي شرکت حساب ته ځي.

د سرب او جست کان

د پنجشنبې په ورځ طالبانو د سرب او جست کان هم د استخراج په تړون کې د ۷۵ میلیونه ډالرو پانګونې اعلان وکړ. دغه کان د غور ولايت په تولک ولسوالۍ کې موقعيت لري.

ددغه کان قرارداد د دېرش کلونو لپاره د اینویسټ شرکت ته سپارل شوی دی.

طالبانو ویلي، چې ۲۰ سلنه ګټه به دې ډلې ته او پاتې ۸۰ سلنه به محلي شرکت ته ځي.

د غوريان د اوسپنې لومړی کان

طالبانو په هرات ولایت کې د غوریانو د اوسپنې کان د لومړي بلاک د استخراج قرارداد له یوه کورني او ایراني شرکت سره لاسلیک کړ.

د طالبانو د اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر وايي، دغه قرارداد له «وطن درخشان» شرکت سره لاسلیک شوی، چې د ایران ازهران صنعتي ساختماني شرکت په کې ونډه لري.

دغه شرکتونه په پام کې لري، چې د غوريان په لومړي بلاک کې دوه ميليارده او ٨٠٠ ميليونه ډالره پانګونه وکړي.

د دغه ۳۰ کلن قرارداد له مخې؛ د کانونو ۱۳ سلنه ګټه طالبانو ته او ۸۷ سلنه نور خصوصي شرکت ته ځي.

غوریان دویم 

د طالب چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د غوريان د اوسپنې د دويم بلاک د کان په قرارداد کې به ٨٧٤ ميليونه ډالره پانګونه وشي. طالبانو ویلي، چې ۱۳ سلنه ګټه به یې د دې ډلې دولت ته او ۸۷ سلنه نوره به د کانونو شرکت ته ځي.

طالبانو ویلي، چې دغه تړون د دره نور له کورنۍ شرکت او د ترکیې ایپکول شرکت سره د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک شوی دی.

غوریان درېیم

طالبانو د هرات د غوریان د اوسپنې کان د درېیم بلاک د استخراج تړون هم یوه خصوصي شرکت ته چې په کې برېتانوي او محلي ونډه وال پکې شامل دي، ورکړی دی.

ټاکل شوې چې دغه شرکت د غوریان د اوسپنې کان په درېیم بلاک کې ۲۷۲ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.

په دغه قرارداد کې د کانونو ۱۳ سلنه ګټه طالبانو ته او ۸۷ سلنه یې یاد شرکت ته ځي.

غوريان څلورم

د طالبانو په وینا؛ د هرات غوریان د اوسپنې کان څلورم بلاک یو افغان او ایراني سهم لرونکي شرکت ته سپارل شوی دی.

د طالبانو په وین؛ د کانونو ۱۳ سلنه ګټه به طالبانو او ۸۷ سلنه نور خصوصي شرکت ته ځي.