طالب چارواکو د اسلامي همکاریو سازمان او اسلامي هېوادونو له علماوو سره لیدلي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د اسلامي همکاریو له سازمان او اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې د افغان ولس او حکومت ننګه وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د اسلامي همکاریو له سازمان او اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې د افغان ولس او حکومت ننګه وکړي.
امیر خان متقي د اسلامي همکاریو سازمان له استازیو او د اسلامي هېوادونو د عالمانو پلاوي سره د یوې غونډې پرمهال زیاته کړه، چې افغانستان د سیمې هېوادونو ملاتړ ته اړتیا لري.
دغه غونډه چې د کورنیو او بهرنیو خبریالانو له حضور پرته د تړلو دروازو تر شا شوې، په اړه یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي نړۍ له قوله داسې څه نه دي خپاره کړي، چې د طالبانو د واکمنۍ خلاف څرګندونې په کې شوې وي.
تر دې وړاندې د ګڼو اسلامي هېوادونو عالمانو او مفتیانو له طالبانو په وار، وار غوښتي، چې د نجونو پر تعلیم او مېرمنو پر کار لګېدلي بندیزونه د اسلامي احکامو خلاف کړنه ده او باید صادر شوي فرمانونه لغوه کړي.
دا رنګه د اندونیزیا ګڼو دیني عالمانو د طالبانو پر کړو وړو نېوکې کړې وې او هغه یې د اسلامي نړۍ د بدنامولو لپاره پيل شوې هڅې بللې وې.

په کابل کې د ایران سفیر ویلي:« تجربو ښودلې، چې په افغانستان کې هېڅ یو حاکم نظام په ځانځانۍ نهدی توانېدلی چې پاېښت او بقا ومومي.» حسن کاظمي قمي ویلي، هغه حکومت چې د ټولنې له یوې برخې جوړ وي، نهشي کولای ټولې ستونزې او کړکېچونه له منځه یوسي.
هغه چې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کوي، د العالم شبکې سره یې په مرکه کې وویل:«نن ورځ افغانستان د څو لسیزو پاتې شوې ویجاړیو سره مخامخ دی؛ نو داسې یو دولت چې یوازې د ټولنې له یوې برخې جوړ وي، نه شي کولای ټولې ویجاړۍ له منځه یوسي.»
حسن کاظمي قمي په دغه مرکه کې چې د وږي په اتمه خپره شوې ویلي:« په افغانستان کې سوله، امنیت او بیارغاونه پرته له تل پاتې سیاسي ټيکاوه ناشونې ده.»
ایران له طالبانو سره د څه ناڅه نږدې اړیکو سره، سره دغه ډله په رسمیت نهده پېژندلې او هر ځلې یې په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت د جوړېدو خبره کړې؛ خو طالبانو دغه غوښتنه په خپلو کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۸ مه) په کابل کې د طالب پلوه عالمانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال ایران ته په څنګزنه توګه اشاره وکړه او ویې ویل:«زموږ په زندانونو کې هومره بندیان نه شته، څومره چې تاسې یې اعداموئ.» امیرخان متقي د کنایې په ډول وویل: «ایا ستاسې حکومت پراخ بنسټه دی؟»
حسن کاظمي قمي وایي: «موږ هغه هېواد یو، چې د افغانستان حالت پر موږ اغېز پرې باسي؛ خو کله چې د ایران اسلامي جمهوریت د خیر خبره کوي، هغه د افغانستان د خلکو او د هغه هېواد د سیاسي نظام د خیر لپاره کوي، دا د ټولې سیمې د امنیت لپاره دي او په ټوله کې دغسې څرګندونې لاسوهنه نه ده.»
په کابل کې د ایران سفیر د خپلو خبرو په بله برخه کې د طالبانو په حکومت کې د شیعه مذهبو او نورو قومونو د استازیو د نشتوالي په اړه هم ځرګندونې کړې دي.
هغه وویل: «هغه څه چې ښکاره دي هغه دا دي، چې په حکومت کې لا هم د شیعه مذهبو او نورو قومونو نشتوالی ورته د منلو وړ نهدی.»
حسن کاظمي قمي هیله ښکاره کړه، چې په افغانستان کې به داسې دولت جوړ شي، چې ټول خلک به په کې خپل استازي ولري.

جواد کریمي قدوسي وایي:« افغانستان سره د ایران د همکارۍ کچه، له ایران سره د طالبانو په چلند پورې تړلې ده.» هغه چې په وروستیو ورځو کې کابل ته تللی و ویلي،« کندهار کې د قاسم سلیماني په نوم روغتون جوړیږي، چې ژر به ګټې اخیستنې ته چمتو شي.»
قاسم سلیماني د سپاه پاسداران د پولې هاخوا د قدس برخې قوماندان و، چې په ۱۳۹۸ کال په عراق کې د امریکایي ځواکونو په یوه هوایي برید کې ووژل شو.
د قدس سپاه د افغانستان د پخواني دولت تر سقوط وړاندې، له طالبانو سره نږدې اړیکې درلودې.
ویل کېږي، چې سپاه پاسداران طالبانو ته پوځي زدهکړې او وسلې ورکولې.
له څو میاشتو ترېنګلتیاوو وروسته، تېره اونۍ د ایران د پارلمان یو پلاوی کابل ته تللی و او له طالب چارواکو سره یې لیدلي و.
ښاغلي قدوسي چې د ایران د پارلمان د ملي امنیت د کمیسیون غړی هم دی د فارس خبري اژانس سره په یوې مرکه کې چې د پنج شنبې په ورځ خپره شوه ویلي، چې هغوی د ایران او طالبانو د اړیکو د ارزونې په موخه کابل ته سفر کړی و.
اوس مهال، د دغه هېواد حقابه د ایران او طالبانو د اړیکو د ترینګلتیاوو مهمه موضوع ده.
طالبانو په افغانستان کې د اوبو د سرچینو د ارزولو لپاره د ایران د یوه تخنیکي پلاوي په منلو سره هڅه وکړه، چې د حقابې په نه مراعتولو د ایراني چارواکو له نیوکو ځان خلاص کړي.
قدوسي په دغې مرکه کې دا نه دي ویلي، چې د حقابې پرته له طالبانو د ایران تمه څه ده؟
ایران په تېرو دوو کلونو کې له طالبانو غوښتي، چې یو ټول ګډونه حکومت جوړ کړي؛ خو دغو غوښتنو طالبان غوصه کړي دي.
امیرخان متقي د چهارشنبې په ورځ په خپلې یوې وینا کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د نوم نه اخیستو پرته چې د ټولګډونه حکومت موضوع یې وړاندې کړې وه ویلي:« ایا تاسو ټولګډونه حکومت لرئ؟ زموږ په زندانونو کې دومره بندیان نه شته، لکه هومره چې تاسو یې اعداموئ. په هېواد کې مو زرګونه کسان تری تم دي؛ خو څوک یې د پوښتنې جرائت نه لري.»

په ایران کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت د زیات عمر لرونکو کسانو لپاره د پاسپورټونو وېش له هغې یوه اونۍ وروسته وځنډاوه، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یې سپارښتنه کړې وه.
دغه سفارت ویلي، پاسپورټونه هغو ماشومانو ته ورکول کېږي چې عمرونه یې له لسو کالو کم وي.
په تهران کې د طالبانو چارسمبالي سفیر فضل محمد حقاني، د پنجشنبې په ورځ (د وږي نهمه) د سیما او صدا خبري اژانس ته ویلي، په سفارت کې د پاسپورټونو د وېش بهیر یوازې له لسو کالو کم عمره ماشومانو، زدهکړیالانو او د هغو کسانو لپاره پيل شوی چې برېښنایي پېژندپاڼې ولري.
د نوموړي په وبنا، د زیات عمر لرونکو لپاره د پاسپورټونو ورکړه تر نامعلومې نېټې پورې ځنډېدلې او له خلکو یې غوښتي چې د پاسپورټونو د تر لاسه کولو لپاره سفارت ته ور نه شي.
د دې تر څنګ، څه موده وړاندې طالبانو په تهران کې د ایران له بهرنیو چارو وزارته غوښتي و، چې د نویو زېږېدلو افغان ماشومانو د زېږون تصدیق پاڼې دې نورې نه تائيدوي.
په همدې حال کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه اونۍ وړاندې ویلي و، چې په ایران کې به مېشتو افغانانو ته د پاسپورټونو لړۍ پيلوي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د دوشنبې په ورځ (د زمري۳۰ مه) ویلي و، چې د پاسپورټونو په وېش کې به ماشومانو ته لومړیتوب ورکوي.
د پاسپورت د نه لرلو ستونزو تر څنګ، د برېښنایي پېژندپاڼو نشتوالی هغه ستونزه ده، چې په ایران کې افغان کډوال ورسره مخامخ دي.
حقاني ویلي، چې د احصایې له ریاست سره په خبرو بوخت دی او ډېر ژر به د برېښنایي پېژندپاڼو وېش پيل شي.

د بخښنې نړۍوال سازمان د پنجشنې په ورځ ویلي، چې طالبان د زرګونه نویو امنیتي کمرو په لګولو، پر افغانانو د څارنې او پلټنې یو بشپړ سیسټم جوړوي. دغه سازمان وایي، چې طالبان ۶۲ زره امنیتي کمرې په کابل او د هېواد نورو سیمو کې لګوي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د وږي په ۸مه اعلان وکړ، چې د کابل ښار د امنیت د ټینګښت په موخه یې د پلازمېنې په ځینو برخو کې امنیتي کمرې لګولې دي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون مرستیال هدایت الله هدایت په اېکس شبکه کې لیکلي، چې د خلکو په همکارۍ یې د کابل ښار په ځینو برخو کې ۶۰ زره امنیتي کمرې لګولې دي.
د بخښنې نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې طالبان د امنیت د ټینګښت په پلمه د دغو څارونکو کمرو په لګولو، د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو ازادي له منځه وړي او د خلکو پر شخصي حریم تېری دی.
د بخښنې نړۍوال سازمان مت محمودي ویلي:«د څارنې دغه سیسټم په تدریجي ډول پر خصوصي حریم ښکاره تیری او د خلکو د راټولېدنو او لاریونونو ازادي له منځه وړي.»
ویل کېږي، چې د هواوې چینایي شرکت طالبانو سره د دغه سیسټم په چمتو کولو کې همکاري کوي.
طالبانو ویلي، چې دغه کمرې د جرمونو او ځینو نورو ګواښونو د مخنیوي او مبارزې لپاره اړینې دي.
د ولسي خلکو د ازادۍ ملاتړو په ځلونو خبرداری ورکړی، چې د چین او ایران په څېر غیرډیمواکراټیک حکومتونه له دغو کمرو د خپلو معترضانو د پېژنګلوي او نیونې لپاره کار اخلي.

په برېټانیا کې له هوټلونو څخه د افغان کډوالو د وتلو د وخت له پایته رسېدو سره سم، په یو شمېر ښارونو کې ځايي چارواکي وايي چې د بې کوره افغانانو شمېر زیات شوی.
د کابل له سقوط وروسته دغه افغانان برېټانیا ته ولېږدول شول او د برېټانیا د حکومت په لګښت په موقت ډول په هوټلونو کې ځای پرځای شول.
د کور د موندلو ستونزه د دې لامل شوه، چې یو شمېر کډوال له دوو کلونو وروسته هم په هوټلونو کې پاتې شي.
د برېټانیا حکومت له دغو پناه غوښتونکو غوښتي، چې په هوټلونو کې د اوسېدو د لوړ لګښت له امله هوټلونه پرېږدي.
برېټانوي رسنیو د یو شمېر سیمهییزو شوراګانو په حواله راپور ورکړی، چې د ټاکنو د ضرب الاجل له ټاکل کېدو وروسته، په تېره یوه میاشت کې د هغو افغانانو سلنه چې دغو شوراګانو ته د بې کوره خلکو په توګه ورپېژندل کېږي، زیاته شوې ده.
د سکاټلنډ د کډوالو شورا مرستندویه ټولنې خبرداری ورکړی، که په سکاټلنډ کې هم افغان کډوال مناسب کورونه ترلاسه نه کړي له "تریخ" راتلونکې سره به مخامخ شي.
په داسې حال کې چې ځینو دغو افغانانو د سیمهییزو شوراګانو په مرسته د ځان لپاره سرپناه پیدا کړې؛ خو د سکاټلنډ د کډوالو شورا اندېښنه څرګنده کړې، چې یو شمیر نور کډوال بیا د هېرېدو له ګواښ سره مخ دي.
په همدې حال کې د برېټانیا د یوې سیمهییزې ټولنې د چارواکو په وینا، په انګلستان او ویلز کې د دغو افغانانو له پنځمې برخې څخه زیات له دغه برخلیک سره مخامخ دي.
د دغې ټولنې په خبره، د زمري له نهمې راهیسې د بې کوره افغان کورنیو شمېر له ۱۹ څخه ۲۲ سلنې ته لوړ شوی دی.
په ورته وخت کې د دغو شوراګانو په وینا، په لنډ مهاله کورونو کې د بې شمېره کورنیو او په ټوله برېټانیا کې د استوګنې سخت کمښت ته په پام سره، په شوراګانو باندې ډېر فشار راوړي او کورنۍ هم له سخت حالت سره مخامخ کوي.
په ۱۴۰۰ کال کې د کابل له سقوط وروسته، د برېټانیا د دولتي او نادولتي موسسو څو زره همکاران یې دغه هېواد ته ولېږدول؛ خو د برېټانیا د پخوانیو سرتېرو د چارو مرستیال جاني میرسر د یک شنبې په ورځ د وږي په پنځمه وویل، چې د کابل له سقوط وروسته دغه هېواد ته تللي ډېری کډوال له هوټلونو لېږدول شوي او په خپلو نویو کورونو کې مېشت شوي دي.
هغه وویل، چې تر اوسه په هوټلونو کې په لږ شمېر کې د پاتې کډوالو لپاره د حل لاره نه ده موندل شوې.
د هغه په وينا، دغو کډوالو هغه استوګنځايونه نه دي منلي، چې د دوى لپاره ټاکل شوي وو.
د برېټانيا د کورنيو چارو وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه شاوخوا لس زره او پنځه سوه افغانانو ته کورونه ورکړل شوي؛ خو له دې سره بیا هم د مارچ تر پایه اته زره او اته سوه افغانان په هوټلونو کې اوسېدل.
د ریشي سونک حکومت هوډمن دی، چې په هوټلونو کې د پناه غوښتونکو د ساتلو لګښت له نا قانونه کډوالۍ سره د مبارزې په برخه کې ولګوي.
د برېټانیوي چارواکو په وینا، د لندن په دولتي هوټلونو کې د کډوالو ساتل د ورځې میلیونونه پونډه لګښت لري.
