د ایران د پارلمان استازی: په کندهار کې د قاسم سلیماني په نامه یو روغتون جوړیږي

جواد کریمي قدوسي وایي:« افغانستان سره د ایران د همکارۍ کچه، له ایران سره د طالبانو په چلند پورې تړلې ده.» هغه چې په وروستیو ورځو کې کابل ته تللی و ویلي،« کندهار کې د قاسم سلیماني په نوم روغتون جوړیږي، چې ژر به ګټې اخیستنې ته چمتو شي.»





