د بخښنې نړۍوال سازمان خبرداری: طالبان د زرګونو کمرو په لګولو سره، د خلکو ازادي له منځه وړي

د بخښنې نړۍوال سازمان د پنجشنې په ورځ ویلي، چې طالبان د زرګونه نویو امنیتي کمرو په لګولو، پر افغانانو د څارنې او پلټنې یو بشپړ سیسټم جوړوي. دغه سازمان وایي، چې طالبان ۶۲ زره امنیتي کمرې په کابل او د هېواد نورو سیمو کې لګوي.