په غزني، لغمان او پروان ولایتونو کې کابو درې سوه کورنیو سره نغدي مرسته شوې

د کډوالو چارو وزارت پر اېکس شبکې لیکلي،چې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په لغمان ولایت کې ۶۳ کورنیو، د ډنمارک د کډوالو ټولنې په غزني ولایت کې ۲۱۷ کورنيو او د بشري مرستو د همغږۍ موسسې په پروان ولایت کې ۳۱ کورنيو سره د نغدو پیسو مرستې وکړې.