طالبان وايي، په لوګر ولایت کې پنځه لرغونې سیمې کشف شوې دي

په لوګر کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، چې په دغه ولایت کې پنځه لرغونې سیمې نوې کشف شوې دي. د طالبانو تر واک لاندې د باختر اژانس د راپور له مخې رفیع الله صمیم ویلي، چې د دغو کشف شویو سیمو لرغونتوب له اسلامه مخکې دورو سره تړاو لري.