یو شمېر پاکستاني چارواکي استدلال کوي، چې د دغه هېواد د بهرنیو اسعارو له بازاره ګټه اخیستنه د ډالر د ارزښت د بې ساري لوړېدو لامل شوی دی.
د پاکستان د اړیکو وزیر اشرف طرار د سې شنبې په ورځ (د وږي۷ مه) له دغې کمېټې سره په کتنه کې د پاکستان د اسعارو پر بازار د افغانستان د اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
د کابینې دغه غړی په دې باور دی، چې افغانان د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له پاکستانه بهرني اسعار پېري او په دې توګه د ډالرو پر بیې فشار راوړي.
د راپورونو له مخې؛ نوموړي د يادې کمېټې له مشر شمشاد اختر څخه غوښتي، چې په دې اړه چې په بازار کې ډالر د ٣٤٠ کلدارو په بيه نه وي، اقدام وکړي.
د طالبانو پر وړاندې د لویدیځو هېوادونو له بندیزونو سره افغان سوداګر تر ډېره خپلې سوداګریزې اړتیاوې له پاکستان سره د سوداګرۍ له لارې پوره کوي.
دا کار د دې لامل شوی، چې د پاکستان کابینې د افغان سوداګرو له خوا په بازار کې د پاکستاني اسعارو د استفادې او د اسعارو د نرخ پر بدلون او د هغې پر اقتصادي پایلو او اغېزو څېړنې وکړي.
د نا تایید شویو اټکلونو له مخې؛ د پاکستان د بهرنیو اسعارو په بازارونو کې چې درې ټریلیون روپیو ته رسیږي، شاوخوا یو پر درې برخه یې د افغانانو شتمني ده.
افغان سوداګر او متصدیان د دې نغدو شتمنیو یوه مهمه برخه د اړتیا وړ ډالرو پېرودلو لپاره کاروي.
خو د هېواد د اسعارو پر بازار د کارونې د اغېزو په اړه د مخابراتو د وزير د اندېښنې سربېره؛ د پاکستان د کابينې د اقتصادي رغونې کمېټې په دې اړه له پرېکړې کولو ډډه وکړه.
د دغې کمېټې غړو د ونډو د بازار د فعاليت د کمښت د مخنيوي په خاطر د پانګوالو د باور د بيارغاونې پر اهميت ټينګار وکړ.
له بلې خوا د کابینې دغې کمیټې اقتصاد وزارت ته د حل لارې په توګه د سوداګریزو توکو د صادرونکو لپاره د اسانتیاوو په برابرولو سره د اقتصادي رغونې لپاره وړاندې کړه.