په پاکستان کې د پټرولو او ډیزلو بیې له ۳۰۰ کلدارو واوښتې

په داسې حال کې چې پاکستان له یو کړکېچ څخه د بل کړکېچ په لورې ګام اخلي، د دغه هېواد د مالیې وزارت تېر ماښام اعلان وکړ چې د پټرولو بیه ۱۴.۹۱ روپۍ او د ډیزلو بیه ۱۸.۴۴ روپۍ لوړه شوې ده.

په داسې حال کې چې پاکستان له یو کړکېچ څخه د بل کړکېچ په لورې ګام اخلي، د دغه هېواد د مالیې وزارت تېر ماښام اعلان وکړ چې د پټرولو بیه ۱۴.۹۱ روپۍ او د ډیزلو بیه ۱۸.۴۴ روپۍ لوړه شوې ده.
د پاکستان په تاریخ کې دا لومړی ځل دی، چې د تېلو بیې دومره زیاتې پورته شوې، چې له امله یې خلک اندېښمن کړي دي.
په داسې حال کې چې د پټرولو بیه اوس په ۳۰۵.۳۶ روپۍ ولاړه ده، د ډیزلو بیه ۳۱۱.۸۴ روپۍ ته رسېدلې او د دې وېره هم شته چې دغه بیې نورې هم پورته شي.
پاکستان نن سبا تر ټولو ناوړه اقتصادي بحران سره مخامخ دی. وروستي اقتصادي اصلاحات د انفلاسیون تاریخي کچې او د سود لوړ نرخونه د دې لامل شوي، چې په عامو خلکو او سوداګرۍ فشارونه زیات شي.
د ډالرو پر وړاندې د پاکستانۍ کلدارو د ارزښت بایلل د دغه هېواد مرکزي بانک دې ته اړ کړ، چې د سود نرخ لوړ کړي.
په پاکستان کې تېره میاشت د لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ په مشرۍ سرپرستې کابینې لوړه وکړه او په هماغه لومړیو شېبو کې یې پرېکړه وکړه، چې په هېواد کې به د اقتصادي کړکېچ په راکمولو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي او د عام ولس اقتصادي ستونزې به له پامه و نه غورځوي.