• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بلوچستان کې د ټي ټي پي څلور غړي وژل شوي او دوه پولیس ټپیان دي

۸ وږی ۱۴۰۲ - ۳۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۰۷ GMT+۱تازه شوی: ۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۰۴:۵۹ GMT+۱

د پاکستان د بلوچستان صوبې پولیس وايي، چې د ځانګړو عملیاتو پر مهال یې څلور وسلوال مخالفین وژلي او په مقابلو ډزو کې دوه پولیس ټپیان شوي دي.

د کوټې د پولیسو د ترهګرۍ ضد ادارې رسنیو ته ویلي، چې دوی د سې شنبې په ماښام د پښین په سرخاب کې ځانګړي عملیات درلودل، چې له امله یې څلور پولیس وژل شوی دي او په ډزو کې د دوی دوه پولیس یې ټپیان شوي دي.

د پولیسو د ترهګرۍ ضد د ادارې په خبره؛ یاد وسلوال مخالفین د تحریک طالبان پاکستان پورې اړوند وو، چې د دوی یو مهم قوماندان عمر خالد هم د وژل شویو کسانو په ډله کې شامل دی.

پولیس زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې ډزې شوي، چې له امله یې دوه پولیس هم ټپیان شوي دي.

تر دا دمه د تحریک طالبان پاکستان ډلې د دغو عملیاتو او وژنو په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د پاکستان په پښتون مېشتو سیمو کې امنيتي پېښې ډېرې شوي، چې پاکستاني امنیتي ادارې یې پړه پر ټي ټي پي او داعش وسلوالې ډلې ور اچوي او د دغو سیمو په مختلفو برخو کې امنیتي تدابیر جدي شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د عمران خان بند ۱۴ ورځې نور هم اوږد شو

۸ وږی ۱۴۰۲ - ۳۰ اګست ۲۰۲۳، ۱۲:۰۳ GMT+۱

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان وکیل د چارشنبې په ورځ وویل، ښاغلی خان به ۱۴ ورځې نور هم بندي وي. عمران خان تورن دی چې په امریکا کې د پاکستاني سفیر لېږل شوي اطلاعات یې د خپلې شخصي ګټې لپاره ښکاره کړي وو.

د خان وکیل نعیم پنجوته وايي، د رسمي او پټو اسنادو ځانګړې محکمې دا پرېکړه په اټک جېل کې ښاغلي خان ته اورولې ده.

عمران خان د اګسټ پر پنځمه د توشه خانې دوسیې له امله په اټک جېل کې د دریو کلونو بند پیل کړ.

خو د اسلام اباد سترې محکې پرون د ضمانت په بدل کې د نوموړي دا سزا وځنډوله، اما ویې ویل چې د رسمي رازونو د دوسیې له امله به په بند کې وي او بهر هم نشي تللی.

اوس د پټو او رسمي اسنادو محکمه وايي، چې عمران خان به د سپټمبر تر ۱۳ بندي وي، تر څو دوی په دې هکله خپلې پلټنې بشپړې کړي.

نوموړی تورن دی چې به امریکا کې د پاکستاني سفیر لیک یې د خپلې ګټې لپاره له خلکو سره شریک کړی دی.

عمران خان هغه لیک ته په اشاره ادعا کړې وه، چې امریکا د نوموړي په ګوښه کولو لاس درلود.

وسلوالو د خېبرپښتونخوا په لکي مروت کې پنځو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده

۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۴۵ GMT+۱

د پولیسو چارواکي وايي، چې د خېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې وسلوالو د پولیسو پر ګزمې برید کړی چې دوه پولیس یې وژلي او درې نور ټپیان کړي دي.

د لکي مروت د پولیسو ویاند شاهد حیات وايي، چې نن دوشنبه(د وږي ۶مه) د لکي مروت د پېزو کلي ته څېرمه پولیس پر ګزمه بوخت وو، چې د وسلوالو له یوه کمين سره مخ شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې وسلوالو پر پولیسو ډزې کړي او په موټر کې سپاره دوه پولیس یې وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

حیات زیاتوي، چې ټپي پولیس یې روغتون ته د درملنې لپاره لېږلي او وسلوال د پېښې له سیمې څخه تښتېدلي دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو په دې وروستیو کې د لکي مروت د اکثرو بریدونو پړه تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستې ده.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په پښتونخوا کې پر پولیسو او امنیتي ځواکونو د وسلوالو په بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او پاکستاني چارواکي په دا ډول بریدونو کې د افغانانو لاس لرل یاد کړي دي.

د پي ټي ایم غړي: د پاکستان پوځ د پښتنو پر وړاندې له بشري او مدني حقونو سرغړونه کوي

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۰۶ GMT+۱

په بلجیم کې د پي ټي ایم غړو د اروپايي پارلمان مخې ته لاریون کړی او ویلي یې دي، چې پاکستان د پښتنو پر وړاندې له بشر ضد کړنو کار اخلي.

د پي ټي ایم لسګونو غړو نن یکشنبه (د وږي ۵مه) د اروپايي پارلمان مخې ته په لاریون کې د پاکستان د پوځ له خوا د پي ټي ایم د غړو نیول کېدل وغندل او ویې ویل، چې دغه پوځ د پښتنو پر وړاندې متشدد برخورد کوي او ګڼ پښتانه یې نیولي دي.

لاریونوالو ویل، چې د پاکستان پوځ د پي ټي ایم لسګونه غړي په غیر قانوني ډول نیولي، شکنجه کړي او ان ځینې یې لادرکه دي.

دوی پر اروپايي پارلمان هم غږ وکړ، چې په پاکستان کې د بشري حقونو ضد کړنو ته غبرګون وښيي او پر پاکستان فشار راوړي چې له پښتنو سره متشدد برخورد ودروي.

لاریونوالو په نورو اروپايي هېوادونو کې د لاریونونو خبر ورکړ او زیاته یې کړه، چې تر هغې به لاریونونو ته دوام ورکړي تر څو یې د تحریک غړي له بنده نه وي ازاد شوي.

د یادونې وړ ده، چې تېره اونۍ د پي ټي ایم مشر منظور پښتین هم د خپلو غړو د نیولو خبر ورکړی و او د یوه لېست په خپرولو سره یې ویلي وو، چې د پاکستان په پنځلسو سیمو کې یې ملګري نیول شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې په پاکستان کې د پي ټي ایم غړي نیول کیږي، له دې وړاندې د دغې ډلې لسګونه غړي د سیاسي هلو ځلو په تور زندانیان شوي دي.

سیند صوبه کې واکسین نه کوونکي مور پلار له یوې میاشتې بند او ۵۰ زره جرمانې سره مخ کېږي

۴ وږی ۱۴۰۲ - ۲۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۰۹ GMT+۱

د پاکستان د سیند حکومت پرېکړه کړې چې کوم مور پلار خپلو بچیانو ته واکسین نه کوي، له یوې میاشتې بند او ۵۰ زره روپیو جرمانې سره به مخ شي. د نوي قانون له مخې د واکسین خلاف تبلیغ کې ښکېل کس ته هم شپږ میاشتې بند او یو لک روپۍ جرمانه ټاکل شوې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د سیند حکومت دا هم وايي، چې د واکسین بریښنايي ریکارډ هم جوړېږي او تر دې وروسته به هغو کسانو ته زېږلیک یا د زېږېدو سند نه ور کول کېږي چې واکسین یې ثبت شوی نه وي.

د سیند والي کامران ټیسوري پرون - د اګسټ ۲۵- دا لایحه تصویب کړې ده چې موخه یې د پولیو او نورو ناروغیو مخنیوی او د هغو په مقابل کې بدني پیاوړتیا ښودل شوې ده.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه داسې هېوادونه دي چې پولیو پکې شته.

پاکستان کې د پولیو او نورو واکسینونو لپاره هڅې په داسې مهال دي چې په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو سره د دې واکسین هڅې ټکنۍ شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان تازه خبرداری ور کړی چې په کندهار کې د پولیو ضد کور په کور کمپاین په محدودېدو سره په دغه ولایت کې ماشومان په پراخه کچه د پولیو له سخت خطر سره مخ دي.

دغه سازمان وايي، سږ کال په افغانستان کې د پولیو ۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي

د ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت نور هم کم شو

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۵۸ GMT+۱

د پاکستان مرکزي بانک د جمعې په ورځ - د وږي ۳- د امریکايي ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ روپۍ د ارزښت نور کمېدو خبر ور کړی دی. دغه بانک ټوېټر کې لیکلي چې نن یو ډالر له ۳۰۱ روپیو سره تبادله کېږي، خو په ازاد بازار کې د یو ډالر ارزښت له ۳۱۶ روپیو پورته تللی دی.

د رسمي شمېرو له مخې، د ډالر په مقابل کې تر پرون راهیسې د روپۍ ارزښت ۷۸ پیسې غورځېدلی دی.

د جیو نیوز راپور وايي، په تېره یوه اونۍ کې په رسمي کچه د پیسې په مقابل کې د ډالر ارزښت ۵ روپۍ او ۲۲ پیسې پورته شوی دی.

د پاکستان مرکزي بانک د پنجشنبې په ورځ په اول ځل وویل، چې یو ډالر له درې سوه روپیو سره برابر شوی دی.

دا په تاریخ کې لومړی ځل و چې د ډالر په مقابل کې د روپۍ ارزښت په ریکارډ کچه ټیټ شو.

د روپۍ د ارزښت کمېدو سره په پاکستان کې د خوراکتوکو په ګډون د مختلفو اړتیا وړ شیانو بیې هم زیاتېږي.

د ډالر او نورو پیسو په مقابل کې د روپیو ارزښت له څو میاشتو راهیسې کمېږي او باور دا دی چې دا کرنسي به ارزښت نور هم وبایلي.

همدا وجه ده چې پاکستاني وګړي خپلې روپۍ ډالرو ته اړوي چې دا هم د روپۍ ارزښت کمېدو کې رول لري.