• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

وسلوالو د خېبرپښتونخوا په لکي مروت کې پنځو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې ده

۶ وږی ۱۴۰۲ - ۲۸ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۴۵ GMT+۱

د پولیسو چارواکي وايي، چې د خېبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې وسلوالو د پولیسو پر ګزمې برید کړی چې دوه پولیس یې وژلي او درې نور ټپیان کړي دي.

د لکي مروت د پولیسو ویاند شاهد حیات وايي، چې نن دوشنبه(د وږي ۶مه) د لکي مروت د پېزو کلي ته څېرمه پولیس پر ګزمه بوخت وو، چې د وسلوالو له یوه کمين سره مخ شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې وسلوالو پر پولیسو ډزې کړي او په موټر کې سپاره دوه پولیس یې وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

حیات زیاتوي، چې ټپي پولیس یې روغتون ته د درملنې لپاره لېږلي او وسلوال د پېښې له سیمې څخه تښتېدلي دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو په دې وروستیو کې د لکي مروت د اکثرو بریدونو پړه تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستې ده.

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په پښتونخوا کې پر پولیسو او امنیتي ځواکونو د وسلوالو په بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او پاکستاني چارواکي په دا ډول بریدونو کې د افغانانو لاس لرل یاد کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د پي ټي ایم غړي: د پاکستان پوځ د پښتنو پر وړاندې له بشري او مدني حقونو سرغړونه کوي

۵ وږی ۱۴۰۲ - ۲۷ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۰۶ GMT+۱

په بلجیم کې د پي ټي ایم غړو د اروپايي پارلمان مخې ته لاریون کړی او ویلي یې دي، چې پاکستان د پښتنو پر وړاندې له بشر ضد کړنو کار اخلي.

د پي ټي ایم لسګونو غړو نن یکشنبه (د وږي ۵مه) د اروپايي پارلمان مخې ته په لاریون کې د پاکستان د پوځ له خوا د پي ټي ایم د غړو نیول کېدل وغندل او ویې ویل، چې دغه پوځ د پښتنو پر وړاندې متشدد برخورد کوي او ګڼ پښتانه یې نیولي دي.

لاریونوالو ویل، چې د پاکستان پوځ د پي ټي ایم لسګونه غړي په غیر قانوني ډول نیولي، شکنجه کړي او ان ځینې یې لادرکه دي.

دوی پر اروپايي پارلمان هم غږ وکړ، چې په پاکستان کې د بشري حقونو ضد کړنو ته غبرګون وښيي او پر پاکستان فشار راوړي چې له پښتنو سره متشدد برخورد ودروي.

لاریونوالو په نورو اروپايي هېوادونو کې د لاریونونو خبر ورکړ او زیاته یې کړه، چې تر هغې به لاریونونو ته دوام ورکړي تر څو یې د تحریک غړي له بنده نه وي ازاد شوي.

د یادونې وړ ده، چې تېره اونۍ د پي ټي ایم مشر منظور پښتین هم د خپلو غړو د نیولو خبر ورکړی و او د یوه لېست په خپرولو سره یې ویلي وو، چې د پاکستان په پنځلسو سیمو کې یې ملګري نیول شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې په پاکستان کې د پي ټي ایم غړي نیول کیږي، له دې وړاندې د دغې ډلې لسګونه غړي د سیاسي هلو ځلو په تور زندانیان شوي دي.

سیند صوبه کې واکسین نه کوونکي مور پلار له یوې میاشتې بند او ۵۰ زره جرمانې سره مخ کېږي

۴ وږی ۱۴۰۲ - ۲۶ اګست ۲۰۲۳، ۱۳:۰۹ GMT+۱

د پاکستان د سیند حکومت پرېکړه کړې چې کوم مور پلار خپلو بچیانو ته واکسین نه کوي، له یوې میاشتې بند او ۵۰ زره روپیو جرمانې سره به مخ شي. د نوي قانون له مخې د واکسین خلاف تبلیغ کې ښکېل کس ته هم شپږ میاشتې بند او یو لک روپۍ جرمانه ټاکل شوې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د سیند حکومت دا هم وايي، چې د واکسین بریښنايي ریکارډ هم جوړېږي او تر دې وروسته به هغو کسانو ته زېږلیک یا د زېږېدو سند نه ور کول کېږي چې واکسین یې ثبت شوی نه وي.

د سیند والي کامران ټیسوري پرون - د اګسټ ۲۵- دا لایحه تصویب کړې ده چې موخه یې د پولیو او نورو ناروغیو مخنیوی او د هغو په مقابل کې بدني پیاوړتیا ښودل شوې ده.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې دوه داسې هېوادونه دي چې پولیو پکې شته.

پاکستان کې د پولیو او نورو واکسینونو لپاره هڅې په داسې مهال دي چې په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو سره د دې واکسین هڅې ټکنۍ شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان تازه خبرداری ور کړی چې په کندهار کې د پولیو ضد کور په کور کمپاین په محدودېدو سره په دغه ولایت کې ماشومان په پراخه کچه د پولیو له سخت خطر سره مخ دي.

دغه سازمان وايي، سږ کال په افغانستان کې د پولیو ۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي

د ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت نور هم کم شو

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۵۸ GMT+۱

د پاکستان مرکزي بانک د جمعې په ورځ - د وږي ۳- د امریکايي ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ روپۍ د ارزښت نور کمېدو خبر ور کړی دی. دغه بانک ټوېټر کې لیکلي چې نن یو ډالر له ۳۰۱ روپیو سره تبادله کېږي، خو په ازاد بازار کې د یو ډالر ارزښت له ۳۱۶ روپیو پورته تللی دی.

د رسمي شمېرو له مخې، د ډالر په مقابل کې تر پرون راهیسې د روپۍ ارزښت ۷۸ پیسې غورځېدلی دی.

د جیو نیوز راپور وايي، په تېره یوه اونۍ کې په رسمي کچه د پیسې په مقابل کې د ډالر ارزښت ۵ روپۍ او ۲۲ پیسې پورته شوی دی.

د پاکستان مرکزي بانک د پنجشنبې په ورځ په اول ځل وویل، چې یو ډالر له درې سوه روپیو سره برابر شوی دی.

دا په تاریخ کې لومړی ځل و چې د ډالر په مقابل کې د روپۍ ارزښت په ریکارډ کچه ټیټ شو.

د روپۍ د ارزښت کمېدو سره په پاکستان کې د خوراکتوکو په ګډون د مختلفو اړتیا وړ شیانو بیې هم زیاتېږي.

د ډالر او نورو پیسو په مقابل کې د روپیو ارزښت له څو میاشتو راهیسې کمېږي او باور دا دی چې دا کرنسي به ارزښت نور هم وبایلي.

همدا وجه ده چې پاکستاني وګړي خپلې روپۍ ډالرو ته اړوي چې دا هم د روپۍ ارزښت کمېدو کې رول لري.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویانده سپوږمۍ ته د هند رسېدل مهم ساینسي بری او د ستایلو بولي

۳ وږی ۱۴۰۲ - ۲۵ اګست ۲۰۲۳، ۱۴:۱۰ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، پر سپوږمۍ د هند د چاندریان-۳ ستوربېړۍ کېناستل ساینسي بری دی. ممتاز زهرا بلوچ وايي، دې نوښت سره د هند د تشیالي یا فضایي څېړنو اداره یا اسرو د ستایلو ده.

د جیو نیوز د جمعې په ورځ- د وږي ۳- د راپور له مخې، ممتاز زهرا بلوچ په اونیزه غونډه کې خبریالانو ته دا خبره وکړه.

هند او پاکستان دوه اټومي ګاونډي او درې ځلې یې خپلمنځي جګړه کړې ده.

دواړه د کشمیر پر سر اختلاف لري او نوی ډېلی پاکستان په خپله خاوره کې د هند ضد وسلوالو ته په پنا ور کولو تورنوي.

د هند د چاندریان-۳ ستوربېړۍ د چهارشنبې په ورځ (د وږی لومړۍ) د یوه پلټونکي ماموریت لپاره پر سپوږمۍ کېناسته.

هند څلورم هېواد دی، چې سپوږمۍ ته رسېدلی او لومړنی هېواد دی چې د سپوږمۍ پر سویلي قطب کې یې فضايي بېړۍ کېنولې ده.

دا ستوربیړۍ د روان کال د سرطان په ۲۳مه د هند د سویل شرقي ساحلونو څخه فضا یا تشیال ته ولېږل شوه.

د افغانستان او پاکستان د کرېکټ ۵۰ اوریزه دویمه لوبه پاکستان وګټله

۲ وږی ۱۴۰۲ - ۲۴ اګست ۲۰۲۳، ۲۰:۴۰ GMT+۱

د افغانستان او پاکستان د ملي لوبډلو تر منځ د سوپر کولا جام د یوې ورځینۍ لوبلړۍ په دویمه لوبه کې یو ځل بیا افغانستان ماته وخوړه.

یاده یوه ورځینۍ لوبه چې نن پنجشنبه په سرېلنکا کې د افغانستان په توپ وهنې پیل شوه، د پاکستان لپاره یې د ۳۰۱ منډو هدف وټاکه.

د لوبې په پیل کې د پرانیستونکو توپ وهونکو ابراهیم ځدراڼ او رحمان الله ګربز له خوا ۲۲۷ منډې وشوې.

خو پاکستان په ډېر کم توپیر سره د لوبې په وروستي اور د افغانستان له خوا ټاکلی هدف پوره کړ او لوبه یې په خپلې ګټې تمامه کړه.

دا لومړی ځل دی، چې د افغانستان او پاکستان د کرېکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو یو ورځنیو سیالیو لړۍ ترسره کیږي.

دواړه هېوادونه له دې لوبو د راتلونکي اسیا جام لپاره، چې د روانې میاشتې په پای کې په سرېلنکا کې کیږي د چمتووالي په موخه کار اخلي.

د یادونې وړ ده، چې د پنځوس اوریزو لوبو په دغې لړۍ کې لومړۍ لوبه هم پاکستان له افغانستان څخه په ډېر لوړ توپیر ګټلې وه.