د پاکستان ولسمشر دوه ځلې د معاش زیاتېدو غوښتنه کړې

د پاکستان جیو نیوز وايي، د دغه هېواد ولسمشر وړم او سږ کال دوه ځلې د خپل معاش د زیاتېدو غوښتنه کړې ده. عارف علوي اوس نږدې اته نیم لکه پاکستانۍ روپۍ تنخا لري، خو د ۲۰۲۱ کال جولای کې یې لس لکه ۲۴ زرو ته د دې پیسو پورته کېدل غوښتي و.