نقیب سهار: په امریکا کې مې د پښتو ژبې دودولو په موخه په خپل کور کې کتابتون جوړ کړی

افغان لیکوال او ژورنالیست نقیب سهار د امریکا په ټکساس ایالت کې د خپل کور د ننه افغان ماشومانو ته د پښتو ژبه دودوي. هغه له تیرو دوه کلو راهیسې په دې ایالت کې ژوند کوي، او وایي هلته افغان ماشوم له پښتو ژبې او کلتور سره نږدې وساتي.