د جي شل ډلې غونډه؛ د ډیلي د غونډې مهمې موضوعګانې کومې دي؟

د نړۍ د بډایه او ځواکمنو هېوادونو مشران تر راتلونکو څلورو ورځو ډیلي کې د جي۲۰ په دوه ورځنۍ غونډه کې سره راټولیږي. دې غونډه کې به د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د ډېرو پورونو چمتو کولو څخه نیولې بیا تر ډیجیټلي اسعارو پورې پر اړونده مقرراتو بحث وشي.