نن افغانستان انټرنشنل پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د نېږدې سرچینو په حواله د طالبانو له خوا پر نوموړي د بندیزونو راپور خپور کړ.
وروسته له دغه راپور څخه د وروستي جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن دوشنبه (د وږي ۱۳مه) پر خپلې اېکس (ټویټر) پاڼې لیکلي، چې پخواني ولسمشر کرزي د خپلواکۍ د بېرته اخیستنې د ۱۰۴مې کلیزې په مناسبت په خپلو خبرو کې ویلي وو، چې لومړی باید خپلواکي تر لاسه شي او له هغه وروسته به د زمري د ۲۸مې جشن نمانځو.
هغه وايي، چې پر پخواني ولسمشر طالبانو له دغو څرګندونو وروسته بندیزونه زیات کړي دي.
ښاغلی صالح زیاتوي، چې طالبانو پر ولسمشر کرزي د سفر او لیدنو بندیزونه لګولي او هغه یې د رسنیو سره له مرکو هم منع کړی دی.
صالح لیکلي: “د دا ډول مبارزې له امله د بندیزونو درد یو څه کم وي او د هغه په خپله خبره کور یې ودان، خبرې یې تېرې او لا فصیحې واوسه”.
نوموړی طالبانو ته په اشارې سره وايي، چې ګوډاګۍ ډله له خپلواکۍ سره څه تړاو لري؟
صالح زیاته کړې: “ که سبا د تحت الحمایې خبرې ګډې وډې شوې نو یوه ډله به کوټې او بله به د وزیرستان میرانشاه ته ځي”.
نوموړي د ولسمشر کرزي د وروستي دریځ څخه ملاتړ کړی او له هغه یې مننه کړې ده.
پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نېږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې شپږ ورځې وړاندې طالبانو حامد کرزي ته اجازه ورنه کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت د استازو د مجلس د غړو یو پلاوي سره ملاقات وکړي او نه هم طالبانو په دې اړه کوم دلیل وړاندې کړ.
که څه هم کرزي د طالبانو تر واک لاندې څو ځله بهرنیو هېوادونو ته سفرونه وکړل او بېرته راستون شو، خو انکلستان هېواد ته د نوموړي له وروستي سفر وروسته طالبانو د نوموړي پر سفرونو بندیز ولګاوه او المان ته یې د سفر اجازه ورنه کړه.
المان ته د کرزي د سفر د مخنيوي دلیل دا و؛ چې د المان بهرنیو چارو وزیره دې د طالبانو له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره وګوري اوس کرزی د افغانستان استازی نه دی.
چې بیا وروسته د المان بهرنیو چارو وزیرې انالینا بربوک له حامد کرزي سره د ویډیوي کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي، طالبانو له حامد کرزي سره د افغانانو لیدل کتل محدود کړي دي، د طالبانو د استخباراتو ریاست چې د حامد کرزي د کور د دروازې د امنیت مسوولیت پر غاړه لري، څو وارې کرزي ته ویلي چې د داعش خراسان څانګې له لوري ورته امنیتي ګواښونه متوجې دي؛ نو دوی ځکه د حامد کرزي ناستې محدودې کړي دي.
حامد کرزی اړ دی، چې له کور څخه د وتلو مخکې طالبان او په ځانګړې توګه ددې ډلې استخبارات خبر کړي، کابل دا واک نه لري یوازې کندهار کې د ملا هبت الله دفتر به اجازه ورکوي ،چې کرزی له چا سره وویني او یا هم چېرته سفر وکړي.
سرچینې وايي؛ بهرنۍ او داخلي رسنۍ اړیکې نیولي ترڅو د حامد کرزي سره خبرې وکړي، خو طالبانو له رسنیو سره په خبرو او مرکو باندې بندیز لګولی، چې وروستی ځل طالبانو د فرانسې ۲۴ ټلویزیون کارکونکو ته اجازه ورنه کړه چې د کرزي کور ته داخل شي او په دروازه کې مخنیوی وکړ.