• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټول پوښتنه: ایران انټرنشنل ټلویزیون د ایرانیانو تر منځ تر ټولو زیاته کتل شوې رسنۍ ده

۱۵ وږی ۱۴۰۲ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۶ GMT+۱

د «ګمان»موسسې سروې ښیي چې له ۵۰ سلنې څخه زیاتو ایرانیانو د ایران انټرنشنل ټلویزیون د دوی د باور وړ رسنۍ په توګه معرفي کړې.

«من و تو»، بي بي سي فارسي او د امریکا غږ ټلویزیون له ایران انټرنشنل ټلویزیون څخه وروسته کتارونو کې دي.

له بلې خوا ایران انټرنشنل په ایران کې د لاریونونو د خبرونو تعقیبولو ایراني وګړو لپاره اصلي منبع ده.

د ایران نظر ارزونې او مطالعاتو ډلې (ګمان) په ایران کې دننه «په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د رسنیو په وړاندې د ایرانیانو لید لوري» په اړه له ۳۸ زره او ۴۴۵ کسانو څخه ټول پوښتنه کړې ده.

دغه لس ورځنۍ ټول پوښتنه د روان کال د سرطان په میاشت کې په ایران کې له ۱۹ کلنو څخه د کم عمر لرونکو سواد لرونکو کسانو په منځ کې ترسره شوې، چې د دغه هېواد د نفوس ۹۰ سلنه برخه جوړوي.

په دې ټول پوښتنه کې د «تر ټولو لیدل شوې رسنۍ»، «تر ټولو باوري رسنۍ» او «د لاریونونو د خبرونو د تعقیب لپاره اصلي رسنۍ»برخې څیېړل شوي دي.

د ایران نظر ارزونې او مطالعاتو ډلې (ګمان) په هالنډ کې د ملکي عمار تر څارنې لاندې یوه موسسه ده، چې د مدیرانو په وینا یې هڅه کوي، په ټولنیزو او سیاسي برخو کې د ایرانیانو د چلند هغه برخې بیان کړي، چې د هېواد په اوسنیو شرایطو کې د څرګندولو او عامه کولو وړ نه دي.

د دې ټولو پوښتنو د پایلو له مخې؛ ایران انټرنشنل د ۵۴ سلنې سره د معلوماتو او خبرونو ترلاسه کولو لپاره د ایراني رسنیو به سر کې ده.

ورپسې د «من و تو» له ۴۲ سلنې سره، «بي بي سي فارسي» له ۳۷ سلنې سره او د امریکا غږ ټلویزیون له ۳۴ سلنې سره له ایران انټرنشنل ټلویزیون څخه وروسته کتارونو کې دي.

همداراز په ټول پوښتنه کې ۴۸ سلنه ګډون کوونکو ویلي، چې دوی هېڅکله د ایران د اسلامي جمهوریت پروګرامونه نه ګوري او نه اوري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

روسیه: له ترهګرو ډلو سره په مبارزه کې د طالبانو هڅې پوره نه دي

۱۵ وږی ۱۴۰۲ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۱۳ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايی، ترهګرې ډلې لا هم په افغانستان کې فعالې دي او له دوی سره په مبارزه کې د طالبانو هڅې پوره نه دي. ماریا زاخارووا په کابل کې د روسي ډيپلوماټانو د وژل کېدو د لومړي تلین په مناسبت خبریالانو ته دا خبره کړې.

تېر کال د وږي پر ۱۴ چې د سپټمبر له ۵ سره برابره وه، په کابل کې د روسیې دوه ډیپلوماټان په ځانمرګي برید کې ووژل شول. داعش د دې برید مسوولیت منلی دی.

دا دوه ډيپلوماټان یو دویم سکرټر میخایل شاه او بل هم د سفارت کارپوه دیګژي کوژوګت و.

ماریا زاخارووا د سیې شنبې په ورځ د وږي پر ۱۴ په خبري غونډه کې وویل: «نن د غمجنې پېښې تلین دی.د هغې ورځې یاد چې پکې د روسیې سفارت ته نږدې ترهګریز برید وشو او له امله یې زموږ د ډيپلوماټیکې نمایندګۍ دوه کارکوونکي ووژل شول.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړه، چې لا هم په افغانستان کې له نړیوالو ترهګرو ډلو سره د مبارزې ستونزه مهمه ده.

نوموړې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره مبارزه او په دغه هېواد کې د ټیکاو لپاره د سیمه ییزو هېوادونو ګډه همکاري پکار ده.

د هغې په خبره، په سیمه ییزه همکارۍ له افغانستانه ګاونډیو هېوادونو ته د ترهګرو ډلو د فعالیت د پراخېدو مخه نیول کېدی شي.

د تاجکستان په ګډون د افغانستان ګاونډي هېوادونه بیا بیا وايي، چې د داعش او نورو ډلو وسلوال له دوی سره په ګډو پولو کې شته.

داعش په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان له پولې پر تاجکستان او ازبکستان څو توغندیز بریدونه وکړل.

د تاجکستان دولتي خبري اژانس نن هم د دغه هېواد د ملي امنیت له خولې وايي، چې د یوې نړیوالې ترهګرې ډلې درې غړي له افغانستان دغه هېواد ته ننوتلي وو.

د دوی په خبره، دې کسانو د ترهګریزو بریدونو پلان درلود، خو ووژل شول.

د ډله ییز امنیتي تړون سازمان د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کوي

۱۵ وږی ۱۴۰۲ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۳ GMT+۱

د ډله ییز امنیتي تړون عمومي منشي د تاجکستان د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره په کتنه کې وویل، چې دغه سازمان به راتلونکې میاشت کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

ایمان قلي تاسماګامبتوف د سې شنبې په ورځ (د وږي ۱۴مه) په پلازمېنه دوشنبه کې له سراج الدین مهرالدین او شیر علي میرزا سره خبرې اترې وکړې.

ښاغلي تاسماګامبتوف په دې کتنې کې وویل، چې د ګډ امنیتي تړون سازمان د تلې په میاشت کې د افغانستان پر وضعیت او د سیمې پر هېوادونو د اغېزو په اړه غونډه کوي.

د ډله ییز امنیتي تړون سازمان په یوې خبرپاڼې کې لیکلي، چې په دې ناسته کې دوی له افغانستان سره د تاجکستان د پولو د امنیت پر ټینګښت خبرې وکړې.

د ډله ییز امنیتي تړون سازمان یو نظامي او امنیتي ایتلاف دی چې روسیه، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ارمنستان یې غړي دي.

افغانستان له ۱۳۹۲لمریز کال راهیسې په دغه سازمان کې د څارونکي غړي په توګه منل شوی؛ خو د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دا غړیتوب ناڅرګند دی.

د دغو پولو د حالت په اړه اندېښنې هغه مهال زیاتې شوې، چې تاجکستاني چارواکو اعلان وکړ؛ تېره اوونۍ درې «ترهګر» له افغانستان څخه تاجکستان ته ننوتلي چې غوښتل یې هلته بریدونه وکړي.

د تاجکستان د ملي امنیت ریاست ویلي، چې دغه کسان د «جماعت انصارالله» ډلې غړي وو چې په نښه او وژل شوي دي.

طالبانو په کابل کې «د افغانستان اقتصادي او تجارتي اړیکي» په نوم غونډه جوړه کړه

۱۵ وږی ۱۴۰۲ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۰۵ GMT+۱

طالبان په کابل کې د افغان امریکا سوداګرۍ خونې او افغان سوداګرۍ شورا له لوري «د افغانستان اقتصادي او تجارتي اړیکي» په نوم د غونډې جوړولو خبره کوي. طالبان وايي، دې غونډه کې افغان، امریکايي او د نورو هېوادونو تاجرانو ګډون درلود.

طالبان وايي د امریکايي سوداګرو د پلاوي یو غړی به د افغانستان له اوسني حالت د امریکا کانګرس ته راپور ور کړي.

طالبان وايي، دا پلاوی په افغانستان کې د پانګونې لپاره کابل ته تللی دی.

ملي رادیو تلویزیون وايي، دغه سوداګریز امریکايي پلاوی د افغانستان پر بانکي سیستم د بندیزونو لرې کولو او د افغانستان بانک د شتمنۍ ازادولو هڅه کوي.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال د چارشنبې په ورځ په دغه ناسته کې ویلي، په افغانستان کې د پانګونې زمینه برابره ده او پر افغانانو سربېره بهرنیان هم په دغه هېواد کې پانګونه کولی شي.

ملا برادر زیاته کړه، کورنیو او بهرنیو پانګولو ته د اسانتیا برابرولو لپاره یې د وزارتونو ګډه کمېټه جوړه کړې ده.

د نوموړي په خبره، پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو پسې په افغانستان کې اقصادي حالت په ښه کېدو دی.

خو د ملګرو ملتونو د مرستندویې ادارې د راپور له مخې، په افغانستان کې شل میلیونه افغانان له لوږې سره لاس او ګرېوان دي.

طالبان: زموږ ځواکونو په تورخم کې د پاکستان برید ته ځواب ور کړ

۱۵ وږی ۱۴۰۲ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په تورخم کې له پاکستاني پوله ساتو سره نښته تاییدوي او زیاتوي چې د دوی ځواکونو د پاکستان برید ته ځواب ور کړی دی. سرچینې وايي، دې نښته کې دوه طالب سرتېري وژل شوي او یو پاکستانی پوځي او څو ولسي وګړي ټپيان دی.

د سرچینو په خبره، نښته اوس نشته، خو لار بنده ده او خلک او ګاډي پرې تګ نشي کولی.

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع په اېکس یا پخواني ټوېټر کې لیکلي، د ننګرهار د مومندرې په تورخم ښارګوټي کې دا نښته شوې ده.

هغه وايي، دواړه لوري هڅه کوي چې بیا دا پېښه ونه شي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د خپلو ځواکونو د مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې خلک او ګاډي د پېښې له ځای وځي.

د سرچینو په خبره، د چارشنبې په ورځ دا نښته له هغه وروسته پیل شوه چې طالبانو له تورخم دروازې سره د یوې پوستې جوړولو هڅه وکړه.

په وروستیو کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وویل، تېرو دوو کلونو کې یې له ایران، پاکستان، ترکمنستان او ازبکستان سره نږدې پنځوس سرحدي نښتې درلودلې.

طالبانو په هرات ښار کې د «نګارخانه بهزاد» په نوم د ښکلو هنرونو یو مرکز تړلی

۱۵ وږی ۱۴۰۲ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۲۱ GMT+۱

په هرات ښار کې د بهزاد د ښکلو هنرونو مرکز د طالبانو د امر بالمعروف ادارې له‌خوا وتړل شو. دغه کورس چې له څو لسیزو یې د رسامۍ، نقاشۍ او انځورګرۍ برخو کې ځوانانو ته روزنه ورکوله په دې پلمه وتړل شو، چې د زده‌کونکو په منځ کې دوه تنه یې نجونې وې.

د بهزاد د ښکلیو هنرونو دغه کورس چې هم په کور د ننه او هم بهر کې یې ځانګړی نوم درلود سلګونه رسامان، انځورګران او نقاشان روزلي، چې د هغوی پنځول شویو اثارو نړۍوالې جاېزې هم ترلاسه کړې دي.

دغه مرکز چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د هنرونو زده کړې برخه کې کار کاوه، طالبانو نن سهار له دې امله تړلی چې ولې پکې نجونو ماشومانو د خطاطۍ هنر زده کاوه.

سرچینې وايي، طالبانو د دغه مرکز دروازه وتړله او ګوتڅنډنه يې وکړه، چې څوک يې هم د بېرته خلاصېدو اجازه نه لري.

ويل کېږي په دغه مرکز کې د استاد محمد ابراهيم حبیبي د لاس په سلګونو بېلابېل هنري اثار هم نندارې ته اېښودل شوي و.

طالبانو څو ورځې وړاندې د افغانستان په غزني ولايت کې هم دوه ښوونیز مرکزونه او يو خصوصي ښوونځی له دې امله تړلي و، چې ګنې نجونې زده‌کوونکې د زده‌کړو لپاره ورتللې.

په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان مېرمنې او نجونې نه یوازې د کار کولو او زده‌کړو راګرځول شوې؛ بلکې د ژوندانه په بېلابېلو اړخونو کې د داسې بندیزونو سره مخامخې دي، چې نن سبا یې د نړۍ په یو ګوټ کې هم ساری نه لېدل کېږي.

په وروستي ګام کې طالبانو په ټول افغانستان کې سینګارتونونه وتړل، چې ورسره شاوخوا شپېته زره مېرمنې وزګارې شوې، هغه مېرمنې چې د ټولې کورنۍ لګښت او نفقه ورترغاړې وه.