• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ډله ییز امنیتي تړون سازمان د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کوي

۱۵ وږی ۱۴۰۲ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ وږی ۱۴۰۲ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۵۰ GMT+۱

د ډله ییز امنیتي تړون عمومي منشي د تاجکستان د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره په کتنه کې وویل، چې دغه سازمان به راتلونکې میاشت کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

ایمان قلي تاسماګامبتوف د سې شنبې په ورځ (د وږي ۱۴مه) په پلازمېنه دوشنبه کې له سراج الدین مهرالدین او شیر علي میرزا سره خبرې اترې وکړې.

ښاغلي تاسماګامبتوف په دې کتنې کې وویل، چې د ګډ امنیتي تړون سازمان د تلې په میاشت کې د افغانستان پر وضعیت او د سیمې پر هېوادونو د اغېزو په اړه غونډه کوي.

د ډله ییز امنیتي تړون سازمان په یوې خبرپاڼې کې لیکلي، چې په دې ناسته کې دوی له افغانستان سره د تاجکستان د پولو د امنیت پر ټینګښت خبرې وکړې.

د ډله ییز امنیتي تړون سازمان یو نظامي او امنیتي ایتلاف دی چې روسیه، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ارمنستان یې غړي دي.

افغانستان له ۱۳۹۲لمریز کال راهیسې په دغه سازمان کې د څارونکي غړي په توګه منل شوی؛ خو د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دا غړیتوب ناڅرګند دی.

د دغو پولو د حالت په اړه اندېښنې هغه مهال زیاتې شوې، چې تاجکستاني چارواکو اعلان وکړ؛ تېره اوونۍ درې «ترهګر» له افغانستان څخه تاجکستان ته ننوتلي چې غوښتل یې هلته بریدونه وکړي.

د تاجکستان د ملي امنیت ریاست ویلي، چې دغه کسان د «جماعت انصارالله» ډلې غړي وو چې په نښه او وژل شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

امریکا: شمالي کوریا به روسیې ته د وسلو برابرولو بیه ور کړي

۱۵ وږی ۱۴۰۲ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۵ GMT+۱

د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ د وسلو اړوند خبرو کې پرمختګ ته غبرګون وښود. جک سالیوان وایي، مسکو ته د وسلو ور کول د پیونګ یانګ په ګټه نه دي او نړیوالې ټولنې ته به یې بیه ور کړي.

ښاغلي سالیوان د سې شنبې په ورځ د وږي پر ۱۴ خبري غونډې ته وویل، ممکن د مسکو او پیونګ یانګ دا خبرې د مشرتابه کچې ته ورسېږي.

تر دې مخکې امریکايي رسنیو ویلي چې ښايي د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون روانه میاشت مسکو ته لاړ شي او له روسي سیال سره وګوري.

د دې راپور له مخې، ټاکلې ده چې دواړه مشران مسکو ته د وسلو پر لېږد خبرې وکړي.

کرملین د دې راپور په غبرګون کې ویلي، چې د خبرو لپاره څه نه لري.

خو د امریکا د ملي امنیت سلاکار وايي، روسیه د وسلو موندلو لپاره هر ډول سرچینو ته لاس اچوي.

د شمالي کوریا چارواکو ویلي چې تراوسه مسکو له پیونګ یانګ سره پر وسلو خبرې نه دي کړې خو د روسیې دفاع وزیر ویلي چې دواړه پر ګډو پوځي مانورو بحث کوي.

طالبانو په کابل کې «د افغانستان اقتصادي او تجارتي اړیکي» په نوم غونډه جوړه کړه

۱۵ وږی ۱۴۰۲ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۰۵ GMT+۱

طالبان په کابل کې د افغان امریکا سوداګرۍ خونې او افغان سوداګرۍ شورا له لوري «د افغانستان اقتصادي او تجارتي اړیکي» په نوم د غونډې جوړولو خبره کوي. طالبان وايي، دې غونډه کې افغان، امریکايي او د نورو هېوادونو تاجرانو ګډون درلود.

طالبان وايي د امریکايي سوداګرو د پلاوي یو غړی به د افغانستان له اوسني حالت د امریکا کانګرس ته راپور ور کړي.

طالبان وايي، دا پلاوی په افغانستان کې د پانګونې لپاره کابل ته تللی دی.

ملي رادیو تلویزیون وايي، دغه سوداګریز امریکايي پلاوی د افغانستان پر بانکي سیستم د بندیزونو لرې کولو او د افغانستان بانک د شتمنۍ ازادولو هڅه کوي.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال د چارشنبې په ورځ په دغه ناسته کې ویلي، په افغانستان کې د پانګونې زمینه برابره ده او پر افغانانو سربېره بهرنیان هم په دغه هېواد کې پانګونه کولی شي.

ملا برادر زیاته کړه، کورنیو او بهرنیو پانګولو ته د اسانتیا برابرولو لپاره یې د وزارتونو ګډه کمېټه جوړه کړې ده.

د نوموړي په خبره، پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو پسې په افغانستان کې اقصادي حالت په ښه کېدو دی.

خو د ملګرو ملتونو د مرستندویې ادارې د راپور له مخې، په افغانستان کې شل میلیونه افغانان له لوږې سره لاس او ګرېوان دي.

طالبان: زموږ ځواکونو په تورخم کې د پاکستان برید ته ځواب ور کړ

۱۵ وږی ۱۴۰۲ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په تورخم کې له پاکستاني پوله ساتو سره نښته تاییدوي او زیاتوي چې د دوی ځواکونو د پاکستان برید ته ځواب ور کړی دی. سرچینې وايي، دې نښته کې دوه طالب سرتېري وژل شوي او یو پاکستانی پوځي او څو ولسي وګړي ټپيان دی.

د سرچینو په خبره، نښته اوس نشته، خو لار بنده ده او خلک او ګاډي پرې تګ نشي کولی.

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع په اېکس یا پخواني ټوېټر کې لیکلي، د ننګرهار د مومندرې په تورخم ښارګوټي کې دا نښته شوې ده.

هغه وايي، دواړه لوري هڅه کوي چې بیا دا پېښه ونه شي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د خپلو ځواکونو د مرګ ژوبلې په هکله څه نه دي ویلي.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې خلک او ګاډي د پېښې له ځای وځي.

د سرچینو په خبره، د چارشنبې په ورځ دا نښته له هغه وروسته پیل شوه چې طالبانو له تورخم دروازې سره د یوې پوستې جوړولو هڅه وکړه.

په وروستیو کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وویل، تېرو دوو کلونو کې یې له ایران، پاکستان، ترکمنستان او ازبکستان سره نږدې پنځوس سرحدي نښتې درلودلې.

طالبانو په هرات ښار کې د «نګارخانه بهزاد» په نوم د ښکلو هنرونو یو مرکز تړلی

۱۵ وږی ۱۴۰۲ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۸:۲۱ GMT+۱

په هرات ښار کې د بهزاد د ښکلو هنرونو مرکز د طالبانو د امر بالمعروف ادارې له‌خوا وتړل شو. دغه کورس چې له څو لسیزو یې د رسامۍ، نقاشۍ او انځورګرۍ برخو کې ځوانانو ته روزنه ورکوله په دې پلمه وتړل شو، چې د زده‌کونکو په منځ کې دوه تنه یې نجونې وې.

د بهزاد د ښکلیو هنرونو دغه کورس چې هم په کور د ننه او هم بهر کې یې ځانګړی نوم درلود سلګونه رسامان، انځورګران او نقاشان روزلي، چې د هغوی پنځول شویو اثارو نړۍوالې جاېزې هم ترلاسه کړې دي.

دغه مرکز چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د هنرونو زده کړې برخه کې کار کاوه، طالبانو نن سهار له دې امله تړلی چې ولې پکې نجونو ماشومانو د خطاطۍ هنر زده کاوه.

سرچینې وايي، طالبانو د دغه مرکز دروازه وتړله او ګوتڅنډنه يې وکړه، چې څوک يې هم د بېرته خلاصېدو اجازه نه لري.

ويل کېږي په دغه مرکز کې د استاد محمد ابراهيم حبیبي د لاس په سلګونو بېلابېل هنري اثار هم نندارې ته اېښودل شوي و.

طالبانو څو ورځې وړاندې د افغانستان په غزني ولايت کې هم دوه ښوونیز مرکزونه او يو خصوصي ښوونځی له دې امله تړلي و، چې ګنې نجونې زده‌کوونکې د زده‌کړو لپاره ورتللې.

په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان مېرمنې او نجونې نه یوازې د کار کولو او زده‌کړو راګرځول شوې؛ بلکې د ژوندانه په بېلابېلو اړخونو کې د داسې بندیزونو سره مخامخې دي، چې نن سبا یې د نړۍ په یو ګوټ کې هم ساری نه لېدل کېږي.

په وروستي ګام کې طالبانو په ټول افغانستان کې سینګارتونونه وتړل، چې ورسره شاوخوا شپېته زره مېرمنې وزګارې شوې، هغه مېرمنې چې د ټولې کورنۍ لګښت او نفقه ورترغاړې وه.

یوې امنیتي سرچینې په چترال کې پر پاکستاني سرتېرو د ټي‌ټي‌پي د برید ادعا رد کړه

۱۵ وږی ۱۴۰۲ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۰۶ GMT+۱

د پاکستاني طالبانو تحریک ټي‌ټي‌پي ادعا کړې ده، چې نن سهار یې د خیبر پښتونخوا په چترال کې د یو لړ عملیاتو وروسته د پوځ دوه پوستې نېولي او حکومتي سرتېرو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده؛ خو له بلې خوا یوې پاکستاني امنیتي سرچینې دغه ادعا رد کړې ده.

د ټي‌ټي‌پي ویاند محمد خراساني په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې دعوا کړې، چې د دوی دغه عملیات د چترال په بمبوریت سیمه کې سهار وختي پيل شوي او په ترڅ کې یې شپږ پاکستاني پوځیان وژلي او د هغوی وسلې او پوځي مهمات د دوی لاس ته ورغلي دي.


دا لومړی ځل دی، چې پاکستاني طالبان په چترال کې د پوځي عملیاتو او هلته د پوستو د نېولو خبره کوي؛ خو د پاکستان یوې پوځي سرچینې ویلي، چې په چترال کې د ټي‌ټي‌پي یو برید شنډ شوی او په دغو عملیاتو کې د ټي‌ټي‌پي ځینو غړو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.


چترال د افغانستان سره په پوله پرته سیمه ده، چې د کونړ، نورستان او بدخشان ولایتونو سره نښتې ده.