• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یوې امنیتي سرچینې په چترال کې پر پاکستاني سرتېرو د ټي‌ټي‌پي د برید ادعا رد کړه

۱۵ وږی ۱۴۰۲ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۷:۰۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ وږی ۱۴۰۲ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۳۷ GMT+۱

د پاکستاني طالبانو تحریک ټي‌ټي‌پي ادعا کړې ده، چې نن سهار یې د خیبر پښتونخوا په چترال کې د یو لړ عملیاتو وروسته د پوځ دوه پوستې نېولي او حکومتي سرتېرو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده؛ خو له بلې خوا یوې پاکستاني امنیتي سرچینې دغه ادعا رد کړې ده.

د ټي‌ټي‌پي ویاند محمد خراساني په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې دعوا کړې، چې د دوی دغه عملیات د چترال په بمبوریت سیمه کې سهار وختي پيل شوي او په ترڅ کې یې شپږ پاکستاني پوځیان وژلي او د هغوی وسلې او پوځي مهمات د دوی لاس ته ورغلي دي.


دا لومړی ځل دی، چې پاکستاني طالبان په چترال کې د پوځي عملیاتو او هلته د پوستو د نېولو خبره کوي؛ خو د پاکستان یوې پوځي سرچینې ویلي، چې په چترال کې د ټي‌ټي‌پي یو برید شنډ شوی او په دغو عملیاتو کې د ټي‌ټي‌پي ځینو غړو ته مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده.


چترال د افغانستان سره په پوله پرته سیمه ده، چې د کونړ، نورستان او بدخشان ولایتونو سره نښتې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د نړۍوال بانک هیله مند راپور؛ ایا طالبان اقتصاد پوهان شوي یا کوم غیبي لاس په کار دی؟

۱۴ وږی ۱۴۰۲ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۲۹ GMT+۱
•
الیاس کیان

تېره اوونۍ نړۍوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت مثبت او هیله بخښونکی انځور خپور کړ.

د دغه راپور له مخې؛ رسمي احصایې ښيي چې کلنی انفلاسیون له ۹ سلنې څخه زیات کم شوی، چې د خوراکي توکو په بیو کې له ۱۲ سلنې څخه زیات کموالی او د غیر خوراکي توکو په بیو کې پنځه سلنه کموالی راوستی.

که دا پرمختګ باثباته وي او دا کمښت په هغه بې ثباته سیمه کې چې وضعیت په خرابېدو دی، دوام ومومي هغه هم د طالبانو تر واک لاندې هېواد کې ډېر هیله بښونکی خبر دی.

د نړۍوال بانک د راپور بله برخه ډېره هیله بښونکې ده؛ د طالبانو د واکمنۍ په دې دوره کې د افغانیو ارزښت نه یوازې دا چې ښه ثبات لري، بلکې د نړۍوالو اسعارو پر وړاندې هم ارزښتمنې شوې دي.

د ایراني تومان پر وړاندې د افغانیو ارزښت د ۲۰۲۳میلادي کال له پیل راهیسې (۱۴۰۲لمریز کال) ۴۱٪سلنه ډېر شوی دی.

د پاکستانۍ روپۍ پر وړاندې ۲۹٪، د امریکايي ډالر پر وړاندې ۷.۳٪، د جاپاني ین پر وړاندې ۶٪ او د یورو، اروپايي اسعارو، پر وړاندې هم ۵٪ افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.

د هندي کلدارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ثابت پاتې دی. بیا هم دا لاسته راوړنه باید له ویرې او هیلې سره تعقیب شي. ایا د افغانیو ارزښت چې په دې اونۍ کې لوړ شوی؛ د اوږدې مودې لپاره به وساتل شي؟

دې پرمختګونو د اقتصادي کارپوهانو لپاره چې تل د طالبانو د ادارې په فعالیت شکمن دي، ډېرې پوښتنې را ولاړې کړي دي. تر ټولو اساسي پوښتنه دا ده چې ایا د طالبانو اداره د انفلاسیون د مخنیوي او د هېواد د ملي اسعارو د ارزښت د لوړولو وړتیا او مسلکي پوهه لري او یا هم د افغانستان په اقتصادي بازار کې کوم غیبي لاس په کار دی، نه یوازې دا چې اقتصادي ښیرازه یې له منځه تلو ساتلې بلکې د ښه والي په لور یې هم بیولې.

حقیقت دا دی، چې د طالبانو اداره په لوړه سطحه نا مسلکي او سرپرسته ده. د دوی لخوا تراوسه هېڅ یوه حیرانوونکی او اغیزمن پلان نه دی وړاندې شوی. له دې سره چې د تېر نظام کارکوونکي د طالبانو ادارو کې کار کوي خو رهبري یې د هغو ملایانو او طالبانو په لاس ده چې د جګړو له ډګره ښارونو ته راغلي.

خو شمېرې ښيي چې د طالبانو د رژیم له نسکورېدو دوه کاله وروسته د هېواد اقتصادي وضعیت ښه شوی دی. د بېلګې په توګه؛ اوس افغانان کولای شي په اونۍ کې د ۳۰ زره افغانیو پر ځای ۵۰ زره افغانۍ له خپلو بانکي حسابونو وباسي. دا بې له شکه د بانکدارۍ ثبات ښیي او دا چې هېواد نور د پخوا په څېر د نغدو پیسو له سخت کمښت سره مخ نه دی.

په مالي کړکېچ کې د ثبات بله بیلګه دا ده، چې اوس شرکتونه کولی شي په میاشت کې د دوه نیمو میلیون پرځای څلور میلیون افغانۍ له خپل حساب څخه وباسي. دا خبره د نړۍوال بانک په راپور کې تایید شوې او حسابونو ته د لاسرسي کچه هم ښه شوې ده.

له بلې خوا نړۍوال بانک د طالبانو تر کنټرول لاندې حکومت کې له ۱۲۰۰ زیاتو نارینه او ۳۴۰ښځینه کارکوونکو سره په ټیلیفون خبرې کړې دي، چې ښيي د طالبانو اداره تر وروستۍ میلادي میاشتې پورې په دې توانیدلې چې د ټولو دولتي کارکوونکو معاشونه ورکړي.

تر ۹۰ سلنه زیاتو کارکوونکو خپل معاش د بانکي حساب له لارې ترلاسه کړی، خو ۴۴ سلنه یې د پیسو ایستلو پر مهال له ستونزو سره مخ شوي دي. بیا هم دا څرګندوي چې ضعیت د جون په پرتله په جولای کې ښه شوی دی.

په یوه بل پرمختګ کې د ۲۰۲۳ میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د هېواد عواید ۷۶ میلیارده افغانۍ وو، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸ سلنه زیاتوالی ښيي. خو د طالبانو د ادارې هدف د ۸۴ میلیارده افغانیو لاسته راوړل وو، چې له توقع څخه ۷ میلیارده کم شوي دي. د ګمرکونو عواید د دې عوایدو د زیاتوالي اصلي لامل و، چې ۱۳ سلنه زیات شوي دي.

له بلې خوا، د جنوري او جولای میاشتو ترمنځ د افغانستان صادرات له ۹۰۰ میلیونو ډالرو ډېر وو، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله درې سلنه زیاتوالی ښيي. ډیری صادرات میوه او سکاره وو.

خو برعکس په دې موده کې د افغانستان واردات نېږدې څلور نیم میلیارده ډالره وو، چې د تېر کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله ۳۲ سلنه ډېر شوي دي. تر ټولو زیات واردات له ایران څخه ۲۱٪، له چین څخه ۱۸٪ او له پاکستان څخه ۱۷٪ وو. متحده عربي امارات د ۱۴٪ سره په څلورم ځای کې دي.

که څه هم طالبانو دا ښودلې چې په دې توانیدلي د افغانستان د بنسټونو څخه ساتنه وکړي، چې د تېر شل کلن حکومت څخه ورته په میراث پاتي، خو د اقتصادي پرمختګ لویه برخه د نورو تګلارو له امله ده، چې نړۍوال بانک هم په خپل راپور کې ورته اشاره کړې ده.

د بېلګې په توګه د افغانیو د بیې لوړېدل د طالبانو د اصلاحي تګلارې په پرتله د بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې د منع کېدو، د ملي اسعارو د سرچینو محدودیت، افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سازمان د ډالرو او نورو بهرنیو اسعارو د لېږد له امله رامنځته شوي دي. نړۍوال بانک دا تاییدوي، چې ملګرو ملتونو په ۲۰۲۳میلادي کال کې افغانستان ته یو میلیارده او ۱۲۰ میلیونه ډالر انتقال کړي دي. تر دې مخکې دغه سازمان په ۲۰۲۲میلادي کال کې افغانستان ته د مرستو رسولو په موخه یو میلیارد او اته سوه میلیونه ډالره مرسته کړې وه.

له همدې امله، سره له دې چې د افغانستان د اقتصادي نظام په ټينګښت کې د بهرنيو مرسته کوونکو پټو لاسونو خپله دنده ترسره کړې، خو د نړۍوال بانک په وينا، نږدې دوه پر دريمه برخه افغان کورنۍ د خپلو اړتياوو د پوره کولو په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي، چې په دې شمېره کې شاوخوا درې میلیونهافغانان شامل دي، چې د خپلو خوراکي توکو د تامین په اړه ډاډمن نه دي.

د ترکیې ساحلي ګارد نېږدې ۴۰ افغان کډوال له ډوبېدو وژغورل

۱۴ وږی ۱۴۰۲ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۲۰ GMT+۱

ترکي رسنیو د سې شنبې په ورځ(د وږي ۱۵مه) راپور ورکړ، چې د ترکیې ساحلي ګارد د چاناک کلا ښار د ایواجیک سواحلو څخه د 39 افغان کډوالو په ګډون 95 کډوال وژغورل.

د یونان ساحلي ساتونکو د دغو پناه غوښتونکو ویجاړه شوې کښتۍ د ترکیې د اوبو پر لور رهي کړې وه.

دغو رسنیو راپور ورکړی، چې کښتۍ د ډوبېدو له خطر سره مخامخ وه. چې ساحلي ساتونکو ژغورلې ده.

په دې کښتۍ کې ۵۶ ایراني کډوال هم سپاره وو.

ویل شوي، چې دغه پناه غوښتونکي له قانوني لارو چارو وروسته د بهرنیو اتباعو لپاره د ایواجیک د لېږد مرکز ته سپارل شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې په ورته پېښه کې افغان کډوال ژغورل کیږي، له دې وړاندې د برېتانیا پولیسو هم د څو کښتیو د ژغورلو خبر ورکړی و.

سعودي عربستان او روسیه د تېلو د تولید او صادراتو د کموالي موده غځوي

۱۴ وږی ۱۴۰۲ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۵ GMT+۱

سعودي عربستان او روسیې اعلان کړی دی، چې دوی به د روان کال تر پایه پورې د تېلو په تولید کې کموالی وغځوي او زیاته کړې یې ده، چې دا چاره د دوی خپل منځي پرېکړه ده.

روسي رسنۍ د دغه هېواد د چارواکو په حواله خبر ورکوي، چې یاد هېواد به د روان کال تر پایه هره ورځ درې سوه زره بيلره تیل بېرون ته کم صادروي.

دوی زیاته کړې، چې ښايي د تېلو په تولید کې هم کموالی رامنځته شي.

په ورته وخت کې د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت هم پر خپلې ویب پاڼې لیکلي، چې دوی به د روان کال د وروستۍ میاشتې تر پایه یو میلیون بیلره تېل کم صادر کړي.

دغه وزارت زیاتوي، چې د دوی د تېلو د تولید او صادراتو دغه کمښت به د روان کال تر پایه وي او له هغې وروسته ښايي په دغه تصمیم کې بدلون راشي.

د تېلو د برخې یو شمېر کارپوهان بیا په دې اند دي، چې د سعودي عربستان او روسیې د تېلو د کمو صادراتو دوام به د تېلو پر نړۍوال بازار منفي اغېز وښیندي او ښايي د تېلو قیمتونه لا پسې لوړ شي.

د کلسټر ماینونو د مخنیوي ایتلاف: په اوکراین کې د کلسټر مهماتو له امله ۹۱۶ تنه وژل شوي

۱۴ وږی ۱۴۰۲ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۰۱ GMT+۱

د کلسټر(خوشه يي) مهماتو د تولید او کارونې د مخنیوي نړۍوال ایتلاف په یوې اعلامیې کې ویلي دي، چې تېرکال د روسیې کلسټر مهماتو په اوکراین کې ۹۱۶ تنه وژلي او ۵۹۶ ټپیان شوي دي.

خوشه یي ماینونه یو له هغو خطرناکو مهماتو دي، چې د نړۍ ګڼ شمېر هېوادونو پرې بندیز لګولی دی.

دغه ایتلاف نن سې شنبه(د وږي ۱۴مه) په خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي، چې په ۲۰۲۲ کال کې په ټولې نړۍ کې د خوشه يي بمونو له امله نېږدې ۱۱۷۲ کسان وژل شوي، چې ۹۵ سلنه یې ملکي وګړي دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د خوشه يي ماینونه په اوکراین، اذربایجان، عراق ، لاوس، لبنان، میانمار، سوریه او یمن کې کارول شوي دي.

یاد ایتلاف زیاتوي، چې روسیې پر اوکراین په پراخه کچه کلسټر مهمات کارولي خو په مقابل کې یې اوکرایني ځواکونو هم په کمه اندازه یاد مهمات کارولي دي.

د یادونې وړ ده، چې په ۲۰۰۸ کال کې ۱۱۲ هېوادنو یو مشترک کنوانسیون تصویب کړ، چې له مخې یې په نړۍ کې د خوشه يي ماینونو پر استعمال بندیز لګېدلی دی، خو روسیه او امریکا د دغه کنوانسیون برخې نه دي.

د اسانج لپاره د 175 کلونو د بند خطر؛د استرالیا یو پلاوی د هغه د خلاصون لپاره امریکا ته ځي

۱۴ وږی ۱۴۰۲ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۳۷ GMT+۱

د استرالیا د قانون جوړونې یو پلاوی به روانه میاشت د ویکي لیکس د بنسټ ایښودونکي جولیان اسانج د خلاصون لپاره امریکا ته سفر وکړي.

ټاکل شوې، چې دغه پلاوی به له امریکا وغواړي چې له بریتانیا څخه د نوموړي له سپارلو ډډه وکړي. که چېرته اسانج امریکا ته واستول شي نو له ۱۷۵ کلونو بند به محکوم شي..

دغه پلاوی به د کانګرس له غړو، د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو له چارواکو او د امریکا د مدني ازادیو اتحادیې او بې سرحده خبریالانو له بنست سره وګوري.

ویکیلیکس اژانس په برېتانیا کې د امریکا په زرګونو محرمو پوځي او ډېپلوماټیکو اسنادو په خپرولو تورنه ده.

په دې پلاوي کې به د لومړي وزیر پخوانی مرستیال بارنابي جویس او د کارګر حکومت اپوزیسیون او زرغون ګوندونو استازي شامل وي.

ټاکل شوې دا غونډه به په اکټوبر میاشت کې د استرالیا د لومړي وزیر له سفر مخکې ترسره شي.

د اسانج ورور ګابریل شیپتون ویلي، چې د استرالیا لوی اکثریت نه پوهیږي چې امریکا ولې د هغه پر سپارلو ټینګار کوي.

د اسانج ملاتړي وايي، چې هغه د افغانستان او عراق په جګړو کې د امریکا د غلطو کړنو د افشا کولو قرباني دی. خو واشنګټن وايي، چې د دغو محرمو اسنادو خپرېدو د انسانانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.

نوموړي د می په میاشت کې ویلي وو، چې د ډېپلوماتیکو اړیکو له لارې د اسانج خوشې کول ناهیلې کوونکې ده او د هغه رواني او روغتیایي حالت ته اندېښنه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د قانون جوړونکو ترمنځ د اسانج ملاتړ کم دی او یوازې د کانګرس یو څو غړو د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کړې.

که اسانج له بریتانیې څخه امریکا ته واستول شي، د۱۷۵ کلونو حبس به محکوم شي.