• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د نړۍوال بانک هیله مند راپور؛ ایا طالبان اقتصاد پوهان شوي یا کوم غیبي لاس په کار دی؟

الیاس کیان

سیاسي شنونکی

۱۴ وږی ۱۴۰۲ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۲۹ GMT+۱تازه شوی: ۳ لړم ۱۴۰۲ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۷:۳۸ GMT+۱

تېره اوونۍ نړۍوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت مثبت او هیله بخښونکی انځور خپور کړ.

د دغه راپور له مخې؛ رسمي احصایې ښيي چې کلنی انفلاسیون له ۹ سلنې څخه زیات کم شوی، چې د خوراکي توکو په بیو کې له ۱۲ سلنې څخه زیات کموالی او د غیر خوراکي توکو په بیو کې پنځه سلنه کموالی راوستی.

که دا پرمختګ باثباته وي او دا کمښت په هغه بې ثباته سیمه کې چې وضعیت په خرابېدو دی، دوام ومومي هغه هم د طالبانو تر واک لاندې هېواد کې ډېر هیله بښونکی خبر دی.

د نړۍوال بانک د راپور بله برخه ډېره هیله بښونکې ده؛ د طالبانو د واکمنۍ په دې دوره کې د افغانیو ارزښت نه یوازې دا چې ښه ثبات لري، بلکې د نړۍوالو اسعارو پر وړاندې هم ارزښتمنې شوې دي.

د ایراني تومان پر وړاندې د افغانیو ارزښت د ۲۰۲۳میلادي کال له پیل راهیسې (۱۴۰۲لمریز کال) ۴۱٪سلنه ډېر شوی دی.

د پاکستانۍ روپۍ پر وړاندې ۲۹٪، د امریکايي ډالر پر وړاندې ۷.۳٪، د جاپاني ین پر وړاندې ۶٪ او د یورو، اروپايي اسعارو، پر وړاندې هم ۵٪ افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.

د هندي کلدارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ثابت پاتې دی. بیا هم دا لاسته راوړنه باید له ویرې او هیلې سره تعقیب شي. ایا د افغانیو ارزښت چې په دې اونۍ کې لوړ شوی؛ د اوږدې مودې لپاره به وساتل شي؟

دې پرمختګونو د اقتصادي کارپوهانو لپاره چې تل د طالبانو د ادارې په فعالیت شکمن دي، ډېرې پوښتنې را ولاړې کړي دي. تر ټولو اساسي پوښتنه دا ده چې ایا د طالبانو اداره د انفلاسیون د مخنیوي او د هېواد د ملي اسعارو د ارزښت د لوړولو وړتیا او مسلکي پوهه لري او یا هم د افغانستان په اقتصادي بازار کې کوم غیبي لاس په کار دی، نه یوازې دا چې اقتصادي ښیرازه یې له منځه تلو ساتلې بلکې د ښه والي په لور یې هم بیولې.

حقیقت دا دی، چې د طالبانو اداره په لوړه سطحه نا مسلکي او سرپرسته ده. د دوی لخوا تراوسه هېڅ یوه حیرانوونکی او اغیزمن پلان نه دی وړاندې شوی. له دې سره چې د تېر نظام کارکوونکي د طالبانو ادارو کې کار کوي خو رهبري یې د هغو ملایانو او طالبانو په لاس ده چې د جګړو له ډګره ښارونو ته راغلي.

خو شمېرې ښيي چې د طالبانو د رژیم له نسکورېدو دوه کاله وروسته د هېواد اقتصادي وضعیت ښه شوی دی. د بېلګې په توګه؛ اوس افغانان کولای شي په اونۍ کې د ۳۰ زره افغانیو پر ځای ۵۰ زره افغانۍ له خپلو بانکي حسابونو وباسي. دا بې له شکه د بانکدارۍ ثبات ښیي او دا چې هېواد نور د پخوا په څېر د نغدو پیسو له سخت کمښت سره مخ نه دی.

په مالي کړکېچ کې د ثبات بله بیلګه دا ده، چې اوس شرکتونه کولی شي په میاشت کې د دوه نیمو میلیون پرځای څلور میلیون افغانۍ له خپل حساب څخه وباسي. دا خبره د نړۍوال بانک په راپور کې تایید شوې او حسابونو ته د لاسرسي کچه هم ښه شوې ده.

له بلې خوا نړۍوال بانک د طالبانو تر کنټرول لاندې حکومت کې له ۱۲۰۰ زیاتو نارینه او ۳۴۰ښځینه کارکوونکو سره په ټیلیفون خبرې کړې دي، چې ښيي د طالبانو اداره تر وروستۍ میلادي میاشتې پورې په دې توانیدلې چې د ټولو دولتي کارکوونکو معاشونه ورکړي.

تر ۹۰ سلنه زیاتو کارکوونکو خپل معاش د بانکي حساب له لارې ترلاسه کړی، خو ۴۴ سلنه یې د پیسو ایستلو پر مهال له ستونزو سره مخ شوي دي. بیا هم دا څرګندوي چې ضعیت د جون په پرتله په جولای کې ښه شوی دی.

په یوه بل پرمختګ کې د ۲۰۲۳ میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د هېواد عواید ۷۶ میلیارده افغانۍ وو، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۸ سلنه زیاتوالی ښيي. خو د طالبانو د ادارې هدف د ۸۴ میلیارده افغانیو لاسته راوړل وو، چې له توقع څخه ۷ میلیارده کم شوي دي. د ګمرکونو عواید د دې عوایدو د زیاتوالي اصلي لامل و، چې ۱۳ سلنه زیات شوي دي.

له بلې خوا، د جنوري او جولای میاشتو ترمنځ د افغانستان صادرات له ۹۰۰ میلیونو ډالرو ډېر وو، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله درې سلنه زیاتوالی ښيي. ډیری صادرات میوه او سکاره وو.

خو برعکس په دې موده کې د افغانستان واردات نېږدې څلور نیم میلیارده ډالره وو، چې د تېر کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله ۳۲ سلنه ډېر شوي دي. تر ټولو زیات واردات له ایران څخه ۲۱٪، له چین څخه ۱۸٪ او له پاکستان څخه ۱۷٪ وو. متحده عربي امارات د ۱۴٪ سره په څلورم ځای کې دي.

که څه هم طالبانو دا ښودلې چې په دې توانیدلي د افغانستان د بنسټونو څخه ساتنه وکړي، چې د تېر شل کلن حکومت څخه ورته په میراث پاتي، خو د اقتصادي پرمختګ لویه برخه د نورو تګلارو له امله ده، چې نړۍوال بانک هم په خپل راپور کې ورته اشاره کړې ده.

د بېلګې په توګه د افغانیو د بیې لوړېدل د طالبانو د اصلاحي تګلارې په پرتله د بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې د منع کېدو، د ملي اسعارو د سرچینو محدودیت، افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سازمان د ډالرو او نورو بهرنیو اسعارو د لېږد له امله رامنځته شوي دي. نړۍوال بانک دا تاییدوي، چې ملګرو ملتونو په ۲۰۲۳میلادي کال کې افغانستان ته یو میلیارده او ۱۲۰ میلیونه ډالر انتقال کړي دي. تر دې مخکې دغه سازمان په ۲۰۲۲میلادي کال کې افغانستان ته د مرستو رسولو په موخه یو میلیارد او اته سوه میلیونه ډالره مرسته کړې وه.

له همدې امله، سره له دې چې د افغانستان د اقتصادي نظام په ټينګښت کې د بهرنيو مرسته کوونکو پټو لاسونو خپله دنده ترسره کړې، خو د نړۍوال بانک په وينا، نږدې دوه پر دريمه برخه افغان کورنۍ د خپلو اړتياوو د پوره کولو په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي، چې په دې شمېره کې شاوخوا درې میلیونهافغانان شامل دي، چې د خپلو خوراکي توکو د تامین په اړه ډاډمن نه دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د ترکیې ساحلي ګارد نېږدې ۴۰ افغان کډوال له ډوبېدو وژغورل

۱۴ وږی ۱۴۰۲ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۲۰ GMT+۱

ترکي رسنیو د سې شنبې په ورځ(د وږي ۱۵مه) راپور ورکړ، چې د ترکیې ساحلي ګارد د چاناک کلا ښار د ایواجیک سواحلو څخه د 39 افغان کډوالو په ګډون 95 کډوال وژغورل.

د یونان ساحلي ساتونکو د دغو پناه غوښتونکو ویجاړه شوې کښتۍ د ترکیې د اوبو پر لور رهي کړې وه.

دغو رسنیو راپور ورکړی، چې کښتۍ د ډوبېدو له خطر سره مخامخ وه. چې ساحلي ساتونکو ژغورلې ده.

په دې کښتۍ کې ۵۶ ایراني کډوال هم سپاره وو.

ویل شوي، چې دغه پناه غوښتونکي له قانوني لارو چارو وروسته د بهرنیو اتباعو لپاره د ایواجیک د لېږد مرکز ته سپارل شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې په ورته پېښه کې افغان کډوال ژغورل کیږي، له دې وړاندې د برېتانیا پولیسو هم د څو کښتیو د ژغورلو خبر ورکړی و.

سعودي عربستان او روسیه د تېلو د تولید او صادراتو د کموالي موده غځوي

۱۴ وږی ۱۴۰۲ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۲۵ GMT+۱

سعودي عربستان او روسیې اعلان کړی دی، چې دوی به د روان کال تر پایه پورې د تېلو په تولید کې کموالی وغځوي او زیاته کړې یې ده، چې دا چاره د دوی خپل منځي پرېکړه ده.

روسي رسنۍ د دغه هېواد د چارواکو په حواله خبر ورکوي، چې یاد هېواد به د روان کال تر پایه هره ورځ درې سوه زره بيلره تیل بېرون ته کم صادروي.

دوی زیاته کړې، چې ښايي د تېلو په تولید کې هم کموالی رامنځته شي.

په ورته وخت کې د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت هم پر خپلې ویب پاڼې لیکلي، چې دوی به د روان کال د وروستۍ میاشتې تر پایه یو میلیون بیلره تېل کم صادر کړي.

دغه وزارت زیاتوي، چې د دوی د تېلو د تولید او صادراتو دغه کمښت به د روان کال تر پایه وي او له هغې وروسته ښايي په دغه تصمیم کې بدلون راشي.

د تېلو د برخې یو شمېر کارپوهان بیا په دې اند دي، چې د سعودي عربستان او روسیې د تېلو د کمو صادراتو دوام به د تېلو پر نړۍوال بازار منفي اغېز وښیندي او ښايي د تېلو قیمتونه لا پسې لوړ شي.

۲۳ افغان کډوال د پاکستان له زندانه خوشې او افغانستان ته ستانه شول

۱۴ وږی ۱۴۰۲ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې ۲۳ افغان بندیان له پاکستاني زندانه راخوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر خپلې اېکس (ټویټر) پاڼې لیکلي، چې یادو کسانو د پاکستان په زندانونو کې له درېیو میاشتو زیات بند تېر کړی و، چې تېره ورځ د تورخم له لارې بېرته افغانستان ته راستانه شول.

یاد وزارت زیاتوي، چې له پاکستاني بنده را ازاد شویو افغانانو سره د کډوالۍ نړۍوال سازمان مرسته وکړه او خپلو سیمو ته یې استولي دي.

په راخوشې شویو کسانو کې یې د ځینو عمرونه له اتلسو کلونو کم و.

راپورونه وايي، چې لا هم د پاکستان په یو شمېر زندانونو کې افغان کډوال بندیان دي، د معلوماتو په اساس د ګڼ شمېر زندانیانو د نیولو لامل نه دی په ډاګه شوی.

د اسیا کرېکټ پنځوس اوریز جام سیالیو کې افغانستان له سرېلانکا ماتې وخوړه

۱۴ وږی ۱۴۰۲ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۵۴ GMT+۱

د اسیا کرېکټ په پنځوس اوریزو سیالیو کې نن افغانستان د سریلنکا پر وړاندې د لوبې میدان ته ښکته شوه او لوبه د سرېلانکا په ګټه تمامه شوه.

سرېلانکا لوموړی توپ وهنه پیل کړه او په ټاکل شویو اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۹۲ منډې هدف وټاکه. د توپ اچونې په برخه کې ګلبدین نایب څلور، راشد خان دوه او مجیب ځدراڼ یو لوبغاړی وسوځاوه.

ورپسې افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۸۹ منډې وکړې او په دې سره افغانستان خپله دویمه لوبه هم وبایلله.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې افغانستان له بنګله دېش سره هم ورته سیالي ترسره کړه، چې په هغه لوبه کې یې هم ماتې خوړلې وه.

د افغاني موسیقۍ خاموش غږ؛ په جینوا کې د افغان ځوانانو ارکسټر کنسرت

۱۴ وږی ۱۴۰۲ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۸ GMT+۱

د افغان ځوانانو ارکسټر د سویس په جینوا کې څو کنسرتونه کړي ترڅو «د موسیقۍ له حقونو سرغړونو ته د نړۍوالې ټولنې پام راجلب کړي» او د افغان مېرمنو د حقونو ملاتړ وکړي.

دا کنسرتونه «د ارام هېواد موسیقي» تر عنوان لاندې د سپټمبر په لومړۍ نېټه پیل او د سپټمبر تر ۱۶مې به دوام وکړي.

د افغان ځوانانو ارکسټر د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټيټيوټ له زده کوونکو څخه جوړ دی، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته پرتګال کې استوګن شول.

دغې ډلې په یوې بیانیې کې لیکلي، چې د افغان ځوانانو ارکسټر به د سپټمبر په شپږمه په ویکټوریا هال کې چې د سویس مشهور او تاریخي تالار دی کنسرت ورکوي.

دا هنرمندان په پلان کې لري، چې د سپټمبر په ۱۱مه نېټه به په جینوا کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د دې دفتر د بشري حقونو د شورا د ناستې په یوې څڼډه کې کنسرت ورکړي.

د افغانستان د موسيقۍ د ملي انسټيټيوټ مشر احمد سرمست وويل: «د افغان ځوانانو ارکسټر د وطن د ریښتیني بچيانو په په څېر د هېواد د بډايه موسيقۍ ميراث د ساتنې ترڅنګ هڅه کوي د هرې سندرې په ویلو سره د افغانستان د میلیونونو خاموشه خلکو او د موسیقۍ د مینه والو غږ پورته کړي، چې د د طالبانو له خوا مجبوره دي چې چوپه خوله پاتې شي».

طالبان موسیقي حرام ګڼي او د طالبانو د امر بالمعروف والنهي عن المنکر وزارت د موسیقۍ غږول او نشرول منع کړي دي.
د دې وزارت محتسبانو په تېرو دوه کلونو کې په کراتو په موټرونو او ودونو کې د موسیقۍ خپرول بند کړي دي. دوی په ځینو ولایتونو کې د موسیقۍ وسایل سوځولي هم دي.

وروسته له دې چې طالبانو په ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ۲۴مه افغانستان ونیوه، د افغانستان د موسیقۍ د انسټیټیوټ زده کوونکي پرتګال ته ولېږدول شول.