• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زمزمه: په دومره ډېرو سړیو کې یو غېرتي سړی پېدا نه شو چې له ملا هبت الله څخه زموږ حق واخلي

۱۵ وږی ۱۴۰۲ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۷:۰۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ وږی ۱۴۰۲ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۴ GMT+۱

د ننګرهار اوسېدونکې ۱۶ کلنه زمزمه وايي، چې یو ځل بیا نوی تعلیمي کال پیل شوی، خو د افغانستان "غلامانې" نجونې بیا هم ښوونځي ته د ورتګ حق نه لري.

نوموړې له افغانستان انټرنشنل – پښتو سره په مرکې کې وویل؛ سږکال یې تمه لرله، چې بېرته به ښوونځي ته ځي خو یو ځل بیا هم تعليمي کال د دوی له حضور پرته شروع شو.

زمزمه وايي: “ موږ ته د افغانستان د سړیو د غېرت او شهامت کیسې شوې وې، انګریزان یې مات کړي وو، امپراتوري یې جوړه کړې وه؛ مګر په دومره میلیونونو باغېرته سړو کې یو داسې غېرتمن سړی پېدا نه شو، چې له ملا هبت الله څخه زموږ حق واخلي”.

د زمزمې په خبره، چې که دوه کاله یې نه وی ضایع شوي، اوس به له ښوونځي فارغه شوې وه او د خپلې خوښې پوهنځي لپاره به یې د کانکور ازموینه ورکړې وه.

هغه زیاتوي، چې نور یې له ښوونځي تمه پرې شوې ده او فکر کوي، چې د افغانستان نجونې د طالبانو غلامانې دي.

نوموړې دا خبرې په داسې مهال کوي، چې د افغانستان په تودو سیمو کې نوی تعلیمي کال پیل شوی؛ مګر طالبانو یو ځل بیا له شپږمو ټولګیو پورته نجونو ته د زده کړو حق ورنه کړ.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان په تودو سیمو کې نوی تعلیمي کال؛ نجونې بیا هم ښوونځي ته د تګ حق نه لري

۱۵ وږی ۱۴۰۲ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۸ GMT+۱

د افغانستان په تودو سیمو کې یو بل تعلیمي کال یو ځل بیا یوازې د هلکانو او له شپږم ټولګي ښکته نجونو لپاره پیل شو، خو له شپږم ټولګي پورته نجونې بیا هم حق نه لري چې ښوونځیو ته لاړې شي.

ننګرهار، کندهار، خوست، پکتیکا، کونړ، لغمان، نیمروز، فراه او یو شمېر نورو تودو ولایاتو کې نوی تعلمي کال پیل شوی؛ خو یوازې له شپږ ټولګي ښکته نجونې کولی شي چې ښوونځیو ته لاړې شي.

د طالبانو د پوهنې وزارت پر خپلې اېکس پاڼې د نوي تعلمي کال د پیل خبر ورکړی، خو د نجونو د ښوونځیو په اړه بیا هم چوپه خوله دي.

نېږدې ۷۱۷ ورځې کیږي، چې طالبانو له شپږمو ټولګیو پورته نجونو ته د زده کړو پر حق بندیز لګولی دی.

د طالبانو پر دې کړنې له پیله نړۍوالې ټولنې، د بشري حقونو سازمانونو او ګاونډیانو غبرګونونه ښودلي دي، خو طالبان بیا د نجونو او مېرمنو د زده کړو او کار مساله د دوی داخلي مساله ګڼي او زیاتوي چې هیچا ته په دغې مسالې کې د مداخلې حق نه ورکوي.

د لوږې پر وړاندې د مبارزې سازمان: د طالبانو بندیزونو په مېرمنو کې رواني ناورغي زیاته کړې

۱۵ وږی ۱۴۰۲ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۴ GMT+۱

د لوږې پر وړاندې د مبارزې نړۍوال سازمان وايي، چې په افغانانو کې رواني ناروغۍ زیاتې شوي او په ورته وخت کې د افغانانو رواني روغتیا له پامه غورځول شوې ده.

دغه نړۍوال سازمان په خپل یوه خپاره شوي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د لسګونو کلونو جګړې، غربت، بې کارۍ او لوږې له امله د افغانانو رواني ستونزې زیاتې شوې دي؛ خو څوک ورته پام نه کوي.

راپور زیاتوي: “ اکثره افغانان د طالبانو د بیا ځل واکمنېدو را وروسته له رواني او عاطفي ستونزو سره مخ دي”.

یاد سازمان وايي، چې افغانان دا مهال له سیاسي او اقتصادي ننګونو سره هم مخ دي او دغې چارې یې پر رواني روغتیا منفي اغېزه کړې ده.

راپور لیکي: “ هغه اشخاصو چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د رواني مشورو له ټیلفوني خدماتو ګټه پورته کوله، نېږدې ۶۰ سلنه یې نجونې او مېرمنې وې”.

دغه سازمان وړاندې لیکي، چې د نجونو او مېرمنو تر منځ د رواني ناروغیو د زیاتوالي اصلي لامل د طالبانو له خوا پر نجونو او مېرمنو بندیزونه ګڼل کیږي.

دوی په لرې پرتو سیمو کې د رواني مرکزونو نه شتون، ناوړه دودونو موجودیت او بېلابېل بندیزونه د رواني روغتیا د ګډوډۍ سببونه ګڼلي دي.

له دې وړاندې د روغتیا نړۍوالې ادارې هم ویلي وو، چې د بشري مرستو له کمښت سره به په افغانستان کې بېلابېلې ناروغۍ خپرې شي او که مرستې پر خپل وخت ونه رسېږي ښايي یو بشري ناورین رامنځته شي.

د طالبانو د سرې میاشتې ټولنه: ۱۲ زره پر زړه سوري ماشومان د درملنې په تمه دي

۱۵ وږی ۱۴۰۲ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۸ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی، چې له ۱۲ زرو زیات ماشومان چې د زړه په سوري اخته دي درملنې ته انتظار باسي.

د دې ادارې مشر مطیع الحق خالص د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) په کابل کې د جاپان له سفیر سره په لیدنه کې وویل، چې د یادو ماشومانو د درملنې لپاره لازم امکانات نه لري.

په دې کتنه کې هغه د نړۍوالې ټولنې د مرستو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې په افغانستان کې د يوه مجهز روغتون جوړولو ته اړتيا ده.

دغه طالب چارواکي ټینګار کړی چې یوازې د افغاني سرې میاشتې ټولنه نه شي کولای اړین خدمات وړاندې کړي.

ښاغلي خالص تر دې مخکې په دوحه کې د ترکیې د سرې میاشتې له اجراییه رییس او د بریتانیا د سفارت له شارژدافیر سره په کتنه کې د زړه د سوري د ناروغانو د درملنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې وه.

وروسته له هغه چې طالبان واک ته ورسېدل او بیا یې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه، افغانستان د کاري ځواک، طبي وسایلو او پرمختللې ټکنالوژۍ له کمښت سره مخ دی.

تاجکستان: له افغانستان څخه راغلي د جماعت انصاالله ډلې درې ترهګر مو وژلي دي

۱۵ وږی ۱۴۰۲ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۹ GMT+۱

د تاجکستان امنیتي چارواکي وايي، چې له افغانستان څخه ور اوښتي درې ترهګر چې غوښتل یې ترهګریزې پېښې وکړي، د دوی د امنیتي ځواکونو له خوا په نښه شوي او وژل شوي دي.

د تاجکستان ملي امنیتي خداماتو اداره وايي؛ دا په روان کال کې دویمه پېښه ده، چې یو شمېر ترهګر له افغانستان څخه تاجکستان ته را اوړي او د دوی د ځواکونو له خوا په نښه کيږي.

دوی زیاته کړه: “درې ترهګر د اګسټ پر ۳۰مه له پولې را اوښتي او غوښتل یې چې د سپټمبر په ۹مه د ملي رخصتۍ پر مهال په تاجکستان کې برید وکړي”.

دغه امنیتي اداره وايي چې د سپټمبر په پنځمه نېټه یاد ترهګر په نښه او ووژل شول.

چارواکي وايي، چې یاد ترهګر د جماعت انصار الله ډلې غړي وو.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ راهیسې په بېلابېلو وختونو کې د پاکستان په ګډون یو شمېر ګاونډیو دغو هېوادنو ته د ترهګرو د ورتګ اندېښنه ښودلې ده.

ټول پوښتنه: ایران انټرنشنل ټلویزیون د ایرانیانو تر منځ تر ټولو زیاته کتل شوې رسنۍ ده

۱۵ وږی ۱۴۰۲ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۶ GMT+۱

د «ګمان»موسسې سروې ښیي چې له ۵۰ سلنې څخه زیاتو ایرانیانو د ایران انټرنشنل ټلویزیون د دوی د باور وړ رسنۍ په توګه معرفي کړې.

«من و تو»، بي بي سي فارسي او د امریکا غږ ټلویزیون له ایران انټرنشنل ټلویزیون څخه وروسته کتارونو کې دي.

له بلې خوا ایران انټرنشنل په ایران کې د لاریونونو د خبرونو تعقیبولو ایراني وګړو لپاره اصلي منبع ده.

د ایران نظر ارزونې او مطالعاتو ډلې (ګمان) په ایران کې دننه «په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د رسنیو په وړاندې د ایرانیانو لید لوري» په اړه له ۳۸ زره او ۴۴۵ کسانو څخه ټول پوښتنه کړې ده.

دغه لس ورځنۍ ټول پوښتنه د روان کال د سرطان په میاشت کې په ایران کې له ۱۹ کلنو څخه د کم عمر لرونکو سواد لرونکو کسانو په منځ کې ترسره شوې، چې د دغه هېواد د نفوس ۹۰ سلنه برخه جوړوي.

په دې ټول پوښتنه کې د «تر ټولو لیدل شوې رسنۍ»، «تر ټولو باوري رسنۍ» او «د لاریونونو د خبرونو د تعقیب لپاره اصلي رسنۍ»برخې څیېړل شوي دي.

د ایران نظر ارزونې او مطالعاتو ډلې (ګمان) په هالنډ کې د ملکي عمار تر څارنې لاندې یوه موسسه ده، چې د مدیرانو په وینا یې هڅه کوي، په ټولنیزو او سیاسي برخو کې د ایرانیانو د چلند هغه برخې بیان کړي، چې د هېواد په اوسنیو شرایطو کې د څرګندولو او عامه کولو وړ نه دي.

د دې ټولو پوښتنو د پایلو له مخې؛ ایران انټرنشنل د ۵۴ سلنې سره د معلوماتو او خبرونو ترلاسه کولو لپاره د ایراني رسنیو به سر کې ده.

ورپسې د «من و تو» له ۴۲ سلنې سره، «بي بي سي فارسي» له ۳۷ سلنې سره او د امریکا غږ ټلویزیون له ۳۴ سلنې سره له ایران انټرنشنل ټلویزیون څخه وروسته کتارونو کې دي.

همداراز په ټول پوښتنه کې ۴۸ سلنه ګډون کوونکو ویلي، چې دوی هېڅکله د ایران د اسلامي جمهوریت پروګرامونه نه ګوري او نه اوري.