• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

چینايي چارواکو په دولتي دفترونو کې د ایفون پر کارولو بندیز لګولی دی

۱۵ وږی ۱۴۰۲ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۴ GMT+۱

وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی، چې دغه هېواد دولتي ادارو ته امر کړی، چې په دولتي ادارو کې دې له ایفونونو کار نه اخلي.

دغې امریکايي ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) لیکلي، چې په دې حکم کې نور بهرني ټیلیفونونه هم شامل دي.

د ایفون موبایل د امریکا د ایپل کمپنۍ له خوا تولید شوی، چې په نړۍ کې یو له مشهورو ټیلیفونونو څخه شمېرل کیږي.

د وال سټریټ ژورنال په وینا؛ دا حکم په وروستیو اونیو کې د چین دولتي کارمندانو ته صادر شوی، مګر د پراخېدو کچه یې لا روښانه نه ده.

د چین حکومت دا حکم په داسې حال کې صادر کړی، چې ایپل کمپنۍ په پام کې لري په راتلونکو اونیو کې د ایفون نوې نسخه د ایفون ۱۵ په نوم پرانیزي.

په دې وروستيو کلونو کې د ټېکنالوژۍ په برخه کې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې دي.

پنځه کاله مخکې د امریکا حکومت په ورته حکم کې د امریکا په دولتي دفترونو کې د هواوې موبایلونو په ګډون د هواوې محصولاتو کارول منع کړل.

همداراز امریکا له درېیو کلونو څخه په کمه موده کې په تدریجي ډول په پوځ او دولتي دفترونو کې د چینایي ټولنیزې شبکې ټیک ټاک پر کارولو بندیز لګولی دی.

د امریکا په مونټانا ایالت کې د تېرې میاشتې راهیسې د ایالتي اسمبلۍ د پرېکړې پر اساس د ټیک ټاک کارول په بشپړ ډول منع شوي دي.

تر دې مخکې د امریکا متحدو ایالتونو او د هغې ځینو متحدینو لکه بریتانیا، استرالیا او نیوزیلنډ د پنځم نسل (۵جي) انټرنیټ کې د چینايي وسایلو پر کارولو بندیز لګولی و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د لوږې پر وړاندې د مبارزې سازمان: د طالبانو بندیزونو په مېرمنو کې رواني ناورغي زیاته کړې

۱۵ وږی ۱۴۰۲ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۳۴ GMT+۱

د لوږې پر وړاندې د مبارزې نړۍوال سازمان وايي، چې په افغانانو کې رواني ناروغۍ زیاتې شوي او په ورته وخت کې د افغانانو رواني روغتیا له پامه غورځول شوې ده.

دغه نړۍوال سازمان په خپل یوه خپاره شوي راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د لسګونو کلونو جګړې، غربت، بې کارۍ او لوږې له امله د افغانانو رواني ستونزې زیاتې شوې دي؛ خو څوک ورته پام نه کوي.

راپور زیاتوي: “ اکثره افغانان د طالبانو د بیا ځل واکمنېدو را وروسته له رواني او عاطفي ستونزو سره مخ دي”.

یاد سازمان وايي، چې افغانان دا مهال له سیاسي او اقتصادي ننګونو سره هم مخ دي او دغې چارې یې پر رواني روغتیا منفي اغېزه کړې ده.

راپور لیکي: “ هغه اشخاصو چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د رواني مشورو له ټیلفوني خدماتو ګټه پورته کوله، نېږدې ۶۰ سلنه یې نجونې او مېرمنې وې”.

دغه سازمان وړاندې لیکي، چې د نجونو او مېرمنو تر منځ د رواني ناروغیو د زیاتوالي اصلي لامل د طالبانو له خوا پر نجونو او مېرمنو بندیزونه ګڼل کیږي.

دوی په لرې پرتو سیمو کې د رواني مرکزونو نه شتون، ناوړه دودونو موجودیت او بېلابېل بندیزونه د رواني روغتیا د ګډوډۍ سببونه ګڼلي دي.

له دې وړاندې د روغتیا نړۍوالې ادارې هم ویلي وو، چې د بشري مرستو له کمښت سره به په افغانستان کې بېلابېلې ناروغۍ خپرې شي او که مرستې پر خپل وخت ونه رسېږي ښايي یو بشري ناورین رامنځته شي.

تاجکستان: له افغانستان څخه راغلي د جماعت انصاالله ډلې درې ترهګر مو وژلي دي

۱۵ وږی ۱۴۰۲ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۹ GMT+۱

د تاجکستان امنیتي چارواکي وايي، چې له افغانستان څخه ور اوښتي درې ترهګر چې غوښتل یې ترهګریزې پېښې وکړي، د دوی د امنیتي ځواکونو له خوا په نښه شوي او وژل شوي دي.

د تاجکستان ملي امنیتي خداماتو اداره وايي؛ دا په روان کال کې دویمه پېښه ده، چې یو شمېر ترهګر له افغانستان څخه تاجکستان ته را اوړي او د دوی د ځواکونو له خوا په نښه کيږي.

دوی زیاته کړه: “درې ترهګر د اګسټ پر ۳۰مه له پولې را اوښتي او غوښتل یې چې د سپټمبر په ۹مه د ملي رخصتۍ پر مهال په تاجکستان کې برید وکړي”.

دغه امنیتي اداره وايي چې د سپټمبر په پنځمه نېټه یاد ترهګر په نښه او ووژل شول.

چارواکي وايي، چې یاد ترهګر د جماعت انصار الله ډلې غړي وو.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ راهیسې په بېلابېلو وختونو کې د پاکستان په ګډون یو شمېر ګاونډیو دغو هېوادنو ته د ترهګرو د ورتګ اندېښنه ښودلې ده.

اروپايي ټولنې پر شپږو ټولنیزو شبکو او انټرنیټي – برېښنايي شرکتونو بندیزونه ولګول

۱۵ وږی ۱۴۰۲ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۹ GMT+۱

راپورونه وايي، چې اروپايي ټولنې په اروپا کې پر شپږو ټولنیزو شبکو او انټرنيټي - برېښنايي شرکتونو باندې بندیزونه لګولي دي، بل خوا یاد شرکتونه له دغې پرېکړې ناخوښ دي.

سوشل نیوز د دغو شپږو ټولنیزو شبکو او برېښنايي شرکتونو یو نوم لړ نن چهارشنبه (د وږي ۱۵مه) خپور کړی، چې له مخې یې میټا(فېسبوک،انسټاګرام، وټساپ) ګوګل (کروم براوزر، یوټیوب ویډیو) ټېک ټاک، ایپل او نورې شبکې شاملې دي.

د اروپايي ټولنې د انحصاري تګ لارې ضد کمېسیون، وايي چې د دغو شپږو شبکو او سرکتونو د فعالیت پر څرنګوالي یې سخت بندېزونه لګولي دي.

دوی زیاته کړې:” شپږ شبکې چې ۲۲ بېلابېل خدمات او ټولنیز انلاین جوړښتونه لري، چې امازون، ایپل، میټا، مایکروسافټ او بایټ ډانس د شرکتونو پورې اړوند دي پرې محدودیت وضع شوی دی”.

د ټېک ټاک ټولنیزې شبکې بیا پر خپلې رسمي پاڼې دغه بندیز د اندېښنې وړ بللی او زیاته کړې یې ده، چې دوی له دغې پرېکړې خوښ نه دي، ځکه له پرېکړې وړاندې هېڅ ډول څېړنه نه ده شوې.

په ورته وخت کې د میټا شرکت هم دغه پرېکړه غندلې او دا پرېکړه یې یوه عاجله او نادرسته پرېکړه بللې ده.

د ایپل شرکت بیا د دغو بندیزونو په اړه ویلي، چې دا ډول پرېکړې به ناوړه پایلې ولري او له اروپايي ټولنې یې غوښتي چې په دې اړه حقیقت ګرایانه پرېکړه وکړي.

دا لومړی ځل دی، چې په اروپا کې په دومره پراخه کچه پر ټولنیزو شبکو او انټرنیټي- برېښنايي شرکتونو سخت بندیزونه لګول کیږي.

د ډله ییز امنیتي تړون سازمان د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کوي

۱۵ وږی ۱۴۰۲ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۳ GMT+۱

د ډله ییز امنیتي تړون عمومي منشي د تاجکستان د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره په کتنه کې وویل، چې دغه سازمان به راتلونکې میاشت کې د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

ایمان قلي تاسماګامبتوف د سې شنبې په ورځ (د وږي ۱۴مه) په پلازمېنه دوشنبه کې له سراج الدین مهرالدین او شیر علي میرزا سره خبرې اترې وکړې.

ښاغلي تاسماګامبتوف په دې کتنې کې وویل، چې د ګډ امنیتي تړون سازمان د تلې په میاشت کې د افغانستان پر وضعیت او د سیمې پر هېوادونو د اغېزو په اړه غونډه کوي.

د ډله ییز امنیتي تړون سازمان په یوې خبرپاڼې کې لیکلي، چې په دې ناسته کې دوی له افغانستان سره د تاجکستان د پولو د امنیت پر ټینګښت خبرې وکړې.

د ډله ییز امنیتي تړون سازمان یو نظامي او امنیتي ایتلاف دی چې روسیه، بیلاروس، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ارمنستان یې غړي دي.

افغانستان له ۱۳۹۲لمریز کال راهیسې په دغه سازمان کې د څارونکي غړي په توګه منل شوی؛ خو د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دا غړیتوب ناڅرګند دی.

د دغو پولو د حالت په اړه اندېښنې هغه مهال زیاتې شوې، چې تاجکستاني چارواکو اعلان وکړ؛ تېره اوونۍ درې «ترهګر» له افغانستان څخه تاجکستان ته ننوتلي چې غوښتل یې هلته بریدونه وکړي.

د تاجکستان د ملي امنیت ریاست ویلي، چې دغه کسان د «جماعت انصارالله» ډلې غړي وو چې په نښه او وژل شوي دي.

امریکا: شمالي کوریا به روسیې ته د وسلو برابرولو بیه ور کړي

۱۵ وږی ۱۴۰۲ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۲۵ GMT+۱

د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار د روسیې او شمالي کوریا ترمنځ د وسلو اړوند خبرو کې پرمختګ ته غبرګون وښود. جک سالیوان وایي، مسکو ته د وسلو ور کول د پیونګ یانګ په ګټه نه دي او نړیوالې ټولنې ته به یې بیه ور کړي.

ښاغلي سالیوان د سې شنبې په ورځ د وږي پر ۱۴ خبري غونډې ته وویل، ممکن د مسکو او پیونګ یانګ دا خبرې د مشرتابه کچې ته ورسېږي.

تر دې مخکې امریکايي رسنیو ویلي چې ښايي د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون روانه میاشت مسکو ته لاړ شي او له روسي سیال سره وګوري.

د دې راپور له مخې، ټاکلې ده چې دواړه مشران مسکو ته د وسلو پر لېږد خبرې وکړي.

کرملین د دې راپور په غبرګون کې ویلي، چې د خبرو لپاره څه نه لري.

خو د امریکا د ملي امنیت سلاکار وايي، روسیه د وسلو موندلو لپاره هر ډول سرچینو ته لاس اچوي.

د شمالي کوریا چارواکو ویلي چې تراوسه مسکو له پیونګ یانګ سره پر وسلو خبرې نه دي کړې خو د روسیې دفاع وزیر ویلي چې دواړه پر ګډو پوځي مانورو بحث کوي.