• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ۲۰۲۳ میلادي کال تر پایه به شپږ زره افغان کډوال له پاکستان څخه کاناډا ته واستول شي

۱۶ وږی ۱۴۰۲ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۳:۳۷ GMT+۱

پاکستاني رسنیو د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۱۶مه) خبر ورکړ، چې په پاکستان کې مېشت شپږ زره افغان کډوال به د روان کال تر پایه کاناډا ته واستول شي. کاناډا د افغان کډوالو د لېږد ټول لګښتونه ورکوي.

ویل شوي، چې د هر کس د وتلو د پروسس فیس ۳۰ ډالره دی، چې کاناډا یې ورکوي.

سربیره پر دې؛ هر هغه افغان چې د ویزې موده خلاصه شوی وي او پرې جریمه راغلې وي دا جریمه هم د کاناډا دولت لخوا ورکول کیږي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې؛ د هر کس جریمه ۸۰۰ ډالره ده.

د پاکستاني رسنیو په وینا؛ د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د انتقال په اړه د کاناډا د حکومت له غوښتنې سره موافقه کړې ده.

ویل کیږي هغه کسان چې کاناډا ته لېږدول کیږي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي او ځورونې له ګواښونو سره مخ دي.

د طالبانو تر واکمندیو وروسته د کاناډا حکومت اعلان وکړ، چې ۴۰ زره افغان کډوال به ومني. د راپورونو له مخې تر اوسه شاوخوا ۳۵ زره کسان کاناډا ته لېږدول شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

جاپان سپوږمۍ ته پلټونکی توغندی وتوغاوه

۱۶ وږی ۱۴۰۲ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۳۶ GMT+۱

جاپان د پنجشنبې په ورځ د «سپوږمۍ نښه ویشتونکی» په نوم پلټونکی توغندی سپوږمۍ ته وتوغاوه. که دا توغندی په بریالیتوب سره خپل هدف ته ورسېږي، جاپان به د نړۍ پنځم هېواد شي چې تر سپوږمۍ ځان رسوي.

د جاپان د هوا تشیال موندنو ادارې ویلي، دا توغندی د پلان له مخې د دغه هېواد په سوېل کې له تانګاشیما تشیالي یا فضايي مرکز په بریالیتوب وتوغول شو.

پر دې توغندي لپاره نږدې سل میلیون ډالر لګول شوي او تمه ده چې د راتلونکي میلادي کال په فبروري کې پر سپوږمۍ کېني.

د جاپان د هوافضا موندنو مشر هیروشي یاماکاوا ویلي، د دې تشیالبېړۍ د توغولو لویه موخه «په خورا ځیرتیا او د خوښې ځای کې کېناستل دي، نه په هغه ځای کې چې کېناستلی شو.»

د جاپان دا تشیالبېړۍ دوه اونۍ له هغه وروسته ده چې د هند جاندریان-۳ پلټونکی په بریالیتوب پر سپوږمۍ کېناست.

د دې توغندي د توغولو لپاره سږ کال دا د جاپان څلورمه هڅه ده.

پخوانۍ هڅې د بدې هوا او د تخنیکي ستونزو له امله بې نتیجې شوې.

جاپان تېر کال دوه ځلې هڅه وکړه چې توغندی یې پر سپوږمۍ کېني، خو بریالی نه شو.

که د جاپان دا هڅه بریالۍ شي، نو له امریکا، روسیې، چین او هند وروسته به پنځم هېواد وي چې تر سپوږمۍ ځان رسوي.

د اسلامي همکارۍ سازمان طالبانو ته: زدکړې پر نر او ښځه "فرض" دي

۱۶ وږی ۱۴۰۲ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۲۱ GMT+۱

د اسلامي همکارۍ د سازمان پلاوي په کابل کې د طالبانو د پوهنې او لوړو زدکړو له وزیرانو سره په کتنه کې ټینګار کړی چې په اسلام کې زدکړې پر نر او ښځه دواړو «فرض» دي. دغه پلاوي کابل ته د خپل سفر موخه "په اسلام کې اعتدال" په اړه خبرې بللې دي.

دغه پلاوي د پنجشنبې په ورځ -سنبله ٩- کابل ته تللی او په تېرو ورځو کې يې د طالبانو د ریاست لوزرا سیاسي مرستيال مولوي عبدالکبير، د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي او د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني سره وکتل.

په دې ټولو غونډو کې د اسلامي همکارۍ د سازمان پلاوي د ښځو د تعلیم او کار پر پیلېدو ټینګار کړی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان د چهارشنبې په ورځ -د سنبلې ۱۵ مه- په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د طالبانو د پوهنې او لوړو زدکړو له وزیرانو سره د دغه سازمان د پلاوي په کتنه کې، زدکړو ته د ټولو نجونو پر لاسرسي ټینګار شوی دی.

د دغې خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو ټینګار وکړ چې د علماوو په اجماع سره په اسلام کې پر نر او ښځه زدکړې فرض دي.

ویل کیږي چې د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي د نصاب د تعدیل او د نجونو د زدکړو لپاره د خوندي چاپیریال رامنځته کولو په اړه د طالبانو د پوهنې او لوړو زدکړو وزارتونو راپور واورېد.

طالبانو د دغه راپور جزیات نه دي اعلان کړي.

خو د اسلامي همکاریو سازمان ټینګار کړی چې د پوهنې په برخه کې هر ډول اړین ملاتړ ته چمتو دی.

تر دې مخکې د اسلامي همکاریو سازمان تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل غندلي وو.

طالبانو د نجونو ښوونځي تړلي او پوهنتونونو ته یې د نجونو د تګ مخه نیولې ده. دغې ډلې پر ښځو د کار بندیز هم لګولی دی.

د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو ویلي چې طالبانو پر ښځو د محدودیتونو په لګولو سره هغوی له خپلو اساسي بشري حقونو بې برخې کړې او په افغانستان کې یې «جنسيتي توپیر» رامنځ ته کړی دی. 

هند په نایجیریا کې «د ۱۴ میلیارد ډالرو پانګونې» ژمنه کړې

۱۶ وږی ۱۴۰۲ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۰:۵۶ GMT+۱

د نایجیریا د ولسمشر ویاند وايي، د هند حکومت او پانګوالو په دغه هېواد کې «د ۱۴ میلیارده ډالرو پانګونې» ژمنه کړې ده. اجوري نګلال وايي، دوی هڅه کوي چې له نوي ډېلي سره په دې برخه کې د اقتصادي همکاریو تړون وکړي.

د نوموړي په خبره، هندي پانګوال د نایجیریا د انرژۍ، اوسپنې او پیترو کیمیکل صنعت د پیاوړتیا په برخه کې د ۱۳.۳ میلیارد ډالرو په ارزښت پانګه اچوي.

د هند حکومت د نایجیریا دفاعي برخه کې د یو میلیارد ډالرو پانګونې سره غواړي د دغه هېواد دفاعي صنعت او تولید په ځان بسیا کړي.

د نایجیریا ولسمشر بولا تینوبو په نوي ډېلي کې د جي شل سرمشریزې په اوږدو کې د هند د ولسمشر په ګډون له لوړپوړو چارواکو او پانګوالو سره پر دې موضوع خبرې کوي.

د افریقا تر ټولو ډېر وګړی هېواد نایجیریا هڅه کوي چې له سوېلي افریقا وروسته د دې وچې د دویم هېواد په توګه په جي شل کې غړیتوب ترلاسه کړي.

پنټاګون: اوکراین ته یورانیم لرونکې وسلې ورکوو

۱۶ وږی ۱۴۰۲ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۳۴ GMT+۱

پنټاګون د هغو راپورونو پخلی کړی، چې امریکا به اوکراین ته د روسیې پر ضد، کمزوري یورانیم لرونکې وسلې ورکوي، چې په جګړه کې يې وکاروي.

د تسنیم اژانس د راپور پر بنسټ، د امریکا د دفاع وزارت پرون چهارشنبه اعلان وکړ، چې له اوکراین سره د ۱۷۵ میلیونو ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو د یوې نوې کڅوړې له مخې به کییف ته د کمزوري شویو یورانیم لروونکي ټانک وسلې ورکړي.


تر دې وړاندې رویټرز راپور ورکړی و، چې امریکا به اوکراین ته د کمو غني شويو یورانیمو وسلې سږ کال منی ورسپاري، د ابرامز ټانکونو له لوري د دې وسلو د کارونې په اړه خورا زیاتې اندېښنې راپورته شوي دي.


دې ته په پام سره چې په جګړه کې د کمزوري شویو یورانیمو وسلو کارونه د انسان روغتیا او چاپېریال ته څومره ډېر زیان رسوي، روسیه او اوکراین دواړه د دې ډول وسلو په کارولو کې له احتیاطه کار اخلي.


اوس مهال، متحده ایالات او نږدې ملګري یې لکه انګلستان هڅه کوي، چې همدا ډول وسلې اوکراین ته چمتو کړي، له دې داسې څرګندېږي چې دوی د کړکېچ د ډېرولو په لټه کې دي.


په داسې حال کې چې امريکا ته دا روښانه ده، چې اوکراين ته د کمزورو شویو يورانيمو وسلو په ورکولو سره به، روسيه د دې ګام پر وړاندې سخت غبرګون وښيي، ځکه چې تېر ځل هم کله چې برېتانيا اوکراين ته دا ډول وسلې ورکړې وې، روسيې يې په ځواب کې اعلان وکړ چې په سپینه روسیه (بېلاروس) کې تاکتيکي اټومي وسلې نصبوي.

بخارست: په رومانیا کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو ځینې برخې غورځېدلې دي

۱۵ وږی ۱۴۰۲ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۶ GMT+۱

د رومانیا د دفاع وزیر انجل ټیلوار د چهارشنبې په ورځ (د وږي۱۵مه) تایید کړه، چې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو ځینې برخې د دې هېواد په خاوره کې غورځېدلې دي.

د رومانیا چارواکو تر دې مخکې د دوی په خاوره کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د غورځېدو راپورونه رد کړي وو.

رومانیايي چارواکو ویلي وو، چې پر اوکراین د روسیې بریدونه د بخارست لپاره مستقیم ګواښ نه دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د رومانیا ولسمشر کلاوس ورنر یوهانیس هم نن تایید کړه، چې په ​​​​هېواد کې یې کشف شوې پرزې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې دي.

دوه ورځې وړاندې، کییف اعلان وکړ، چې د روسیې بې پیلوټه الوتکې په رومانیا کې د اوکراین په ختیځ کې د روسیې د شپني هوایي برید په ترڅ کې وچاودېدې.

کلاوس ورنر یوهانیس د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) د دې هېواد په پلازمېنه بخارست کې یوې غونډې کې وویل، چې دا بریدونه «جنګي جرمونه» دي، چې د رومانیا له پولې څخه په «لږ واټن کې» ترسره کیږي.