
د نایجیریا د ولسمشر ویاند وايي، د هند حکومت او پانګوالو په دغه هېواد کې «د ۱۴ میلیارده ډالرو پانګونې» ژمنه کړې ده. اجوري نګلال وايي، دوی هڅه کوي چې له نوي ډېلي سره په دې برخه کې د اقتصادي همکاریو تړون وکړي.
د نوموړي په خبره، هندي پانګوال د نایجیریا د انرژۍ، اوسپنې او پیترو کیمیکل صنعت د پیاوړتیا په برخه کې د ۱۳.۳ میلیارد ډالرو په ارزښت پانګه اچوي.
د هند حکومت د نایجیریا دفاعي برخه کې د یو میلیارد ډالرو پانګونې سره غواړي د دغه هېواد دفاعي صنعت او تولید په ځان بسیا کړي.
د نایجیریا ولسمشر بولا تینوبو په نوي ډېلي کې د جي شل سرمشریزې په اوږدو کې د هند د ولسمشر په ګډون له لوړپوړو چارواکو او پانګوالو سره پر دې موضوع خبرې کوي.
د افریقا تر ټولو ډېر وګړی هېواد نایجیریا هڅه کوي چې له سوېلي افریقا وروسته د دې وچې د دویم هېواد په توګه په جي شل کې غړیتوب ترلاسه کړي.

پنټاګون د هغو راپورونو پخلی کړی، چې امریکا به اوکراین ته د روسیې پر ضد، کمزوري یورانیم لرونکې وسلې ورکوي، چې په جګړه کې يې وکاروي.
د تسنیم اژانس د راپور پر بنسټ، د امریکا د دفاع وزارت پرون چهارشنبه اعلان وکړ، چې له اوکراین سره د ۱۷۵ میلیونو ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو د یوې نوې کڅوړې له مخې به کییف ته د کمزوري شویو یورانیم لروونکي ټانک وسلې ورکړي.
تر دې وړاندې رویټرز راپور ورکړی و، چې امریکا به اوکراین ته د کمو غني شويو یورانیمو وسلې سږ کال منی ورسپاري، د ابرامز ټانکونو له لوري د دې وسلو د کارونې په اړه خورا زیاتې اندېښنې راپورته شوي دي.
دې ته په پام سره چې په جګړه کې د کمزوري شویو یورانیمو وسلو کارونه د انسان روغتیا او چاپېریال ته څومره ډېر زیان رسوي، روسیه او اوکراین دواړه د دې ډول وسلو په کارولو کې له احتیاطه کار اخلي.
اوس مهال، متحده ایالات او نږدې ملګري یې لکه انګلستان هڅه کوي، چې همدا ډول وسلې اوکراین ته چمتو کړي، له دې داسې څرګندېږي چې دوی د کړکېچ د ډېرولو په لټه کې دي.
په داسې حال کې چې امريکا ته دا روښانه ده، چې اوکراين ته د کمزورو شویو يورانيمو وسلو په ورکولو سره به، روسيه د دې ګام پر وړاندې سخت غبرګون وښيي، ځکه چې تېر ځل هم کله چې برېتانيا اوکراين ته دا ډول وسلې ورکړې وې، روسيې يې په ځواب کې اعلان وکړ چې په سپینه روسیه (بېلاروس) کې تاکتيکي اټومي وسلې نصبوي.
د رومانیا د دفاع وزیر انجل ټیلوار د چهارشنبې په ورځ (د وږي۱۵مه) تایید کړه، چې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو ځینې برخې د دې هېواد په خاوره کې غورځېدلې دي.
د رومانیا چارواکو تر دې مخکې د دوی په خاوره کې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو د غورځېدو راپورونه رد کړي وو.
رومانیايي چارواکو ویلي وو، چې پر اوکراین د روسیې بریدونه د بخارست لپاره مستقیم ګواښ نه دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ د رومانیا ولسمشر کلاوس ورنر یوهانیس هم نن تایید کړه، چې په هېواد کې یې کشف شوې پرزې د روسیې د بې پیلوټه الوتکې دي.
دوه ورځې وړاندې، کییف اعلان وکړ، چې د روسیې بې پیلوټه الوتکې په رومانیا کې د اوکراین په ختیځ کې د روسیې د شپني هوایي برید په ترڅ کې وچاودېدې.
کلاوس ورنر یوهانیس د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) د دې هېواد په پلازمېنه بخارست کې یوې غونډې کې وویل، چې دا بریدونه «جنګي جرمونه» دي، چې د رومانیا له پولې څخه په «لږ واټن کې» ترسره کیږي.
اوکرایني چارواکي وايي؛ د اوکراین په ختیځ کې د کوستیانتینیوکا په ښار کې پر یوه مارکېټ د روسیې په برید کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي. دا برید کیف ته د امریکا د بهرنیو وزیر انټوني بلینکن له سفر سره هممهاله شوی دی.
د اوکراین د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر چارواکو په خواله رسنیو کې داسې انځورونه خپاره کړي، چې د خلکو یوه ډله په ځمکه پراته او ځینې نور په تیښته دي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلنسکي دا برید غندلی او ویلي یې دي چې روسیه باید ژر تر ژره ماته شي.
ښاغلي زیلینسکي په کیف کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې پر دغه ښار د روسیې برید قصدي و. د کوستیانتینیوکا ښار چې د ۲۰۲۲ کال د فېبرورۍ په میاشت کې پر اوکراین د روسیې تر برید مخکې شاوخوا ۷۰ زره نفوس درلود، له ویجاړ شوي ښار باخموت څخه په ۳۰ کیلومترۍ کې پروت دی، چې په تېرو څو میاشتو کې د دواړو لورو ترمنځ د سختو نښتو مرکز دی.
دا ښار د اوکراین له پلازمینې کیف څخه شاوخوا ۵۶۰ کیلومتره لېرې دی، چې ښاغلی بلینکن یې لیدنه کوي.
پر دغه ښار د روسیې د چهارشنبې برید د اوکراین پر ختیځو ښارونو د بریدونو له لړۍ وروسته کېږي، چې په ترڅ کې یې ښاري بنسټونه په نښه شوي دي.
تر دې برید څو ساعته مخکې د کیف او د اودیسا جنوبي سیمې په هوايي بریدونو کې په نښه شوې وې. اوکرایني چارواکو ویلي چې یوازې په اودیسا کې یو کس وژل شوی او په کیف کې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
د چین لومړی وزیر لي کیانګ وايي د هېوادونو ترمنځ جنجال کې د ښکېلتیا پر مهال مهمه دا ده چې د «نوې سړې جګړې» مخه ونیول شي. نوموړي د چارشنبې په ورځ دا خبره په انډونیزیا کې د اسیان سرمشریزه کې وکړه.
هغه د سوېل ختیځې اسیا یا اسیان او چین، جاپان او سوېلي کوریا غونډه کې زیاته کړه، «هېوادونو ته پکار دي چې اختلافونو او لانجو ته په مناسب ډول رسیدګي وکړي.»
د هغه په خبره، «په دغسې حالاتو کې تر ټولو مهمه دا ده چې پلوي ونه شي، بلاکونه جوړ نه شي او د نوې سړې جګړې مخه ونیول شي».
خو د انډونیزیا پلازمېنه جکارټا کې د دې سرمشریز د ایجنډا مهمه برخه هم په سوېلي چین سمندرګي کې د چین زیاتېدونکې یرغلیزې چارې دي.
د دغې مهمې سوداګریزې لارې پر ځینې برخو د اسیان څو غړي هېوادونه هم د ملکیت دعوه لري.
دا اونۍ چین د سوېلي چین سمندرګي نوې نقشه هم خپره کړه چې پکې یې د خپل حاکمیت سیمه پراخه کړې ده.
د اسیان څو غړو هېوادونو دا نقشه وغندله.
وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی، چې دغه هېواد دولتي ادارو ته امر کړی، چې په دولتي ادارو کې دې له ایفونونو کار نه اخلي.
دغې امریکايي ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) لیکلي، چې په دې حکم کې نور بهرني ټیلیفونونه هم شامل دي.
د ایفون موبایل د امریکا د ایپل کمپنۍ له خوا تولید شوی، چې په نړۍ کې یو له مشهورو ټیلیفونونو څخه شمېرل کیږي.
د وال سټریټ ژورنال په وینا؛ دا حکم په وروستیو اونیو کې د چین دولتي کارمندانو ته صادر شوی، مګر د پراخېدو کچه یې لا روښانه نه ده.
د چین حکومت دا حکم په داسې حال کې صادر کړی، چې ایپل کمپنۍ په پام کې لري په راتلونکو اونیو کې د ایفون نوې نسخه د ایفون ۱۵ په نوم پرانیزي.
په دې وروستيو کلونو کې د ټېکنالوژۍ په برخه کې د چين او امريکا ترمنځ اړيکې ترينګلې شوې دي.
پنځه کاله مخکې د امریکا حکومت په ورته حکم کې د امریکا په دولتي دفترونو کې د هواوې موبایلونو په ګډون د هواوې محصولاتو کارول منع کړل.
همداراز امریکا له درېیو کلونو څخه په کمه موده کې په تدریجي ډول په پوځ او دولتي دفترونو کې د چینایي ټولنیزې شبکې ټیک ټاک پر کارولو بندیز لګولی دی.
د امریکا په مونټانا ایالت کې د تېرې میاشتې راهیسې د ایالتي اسمبلۍ د پرېکړې پر اساس د ټیک ټاک کارول په بشپړ ډول منع شوي دي.
تر دې مخکې د امریکا متحدو ایالتونو او د هغې ځینو متحدینو لکه بریتانیا، استرالیا او نیوزیلنډ د پنځم نسل (۵جي) انټرنیټ کې د چینايي وسایلو پر کارولو بندیز لګولی و.