‏جان کربي د پاکستان لومړي وزیر ته: موږ په افغانستان کې هیڅ پوځي تجهیزات نه دي پرېیښي

AP ۱۴۰۲ وږی ۱۶

د امریکا د امنیت شورا ویاند جان کربي د پاکستان د لومړي وزیر هغو څرګندونو ته چې « په افغانستان کې د امریکا پاتې شوې وسلې د پاکستان پر ضد کارول کېږي» په ځواب کې ویلي:« موږ په افغانستان کې هیڅ پوځي تجهیزات نه دي پرېیښي.»

جان کربي زیاته کړې:« له افغانستانه د راوتو په مهال مو ځینې تجهیزات پاتې کېدل چې هغه مو هم له منځه یووړل.»
تر دې وړاندې دوه ځلې د پاکستان لومړي وزیر انورالحق کاکړ ویلي:« افغانستان کې پاتې امریکایي وسلې او پوځي مهمات اسلام اباد ته یو لوی ګواښ دی.»
واک ته د ښاغلي کاکړ له رسېدو وروسته هغه دوه ځلې دغه ادعا کړې وه؛ خو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو