
د پاکستان انرژۍ وزارت د بجلۍ یا برېښنا کمښت د کنټرولولو لپاره ماښام مهال د دوکانونو او کاروبار د بندولو وړاندیز کړی دی. دا وړاندیز ښايي د اکتوبر میاشتې له پیل د فبروري تر ۱۵ یا د څلور نیمو میاشتو لپاره عملي شی.
د پاکستاني رسنیو د پنجشنبې ورځې د راپور له مخې، د دې وړاندیز د منلو لپاره له سوداګریزو ټولنو سره سلا مشورې روانې دي.
خو دا نه دي ویل شوي چې ماښام به ټیک څو بجې کاروبار بندېږي.
د کاروبار وختي بندولو وخت په داسې میاشتو کې دی چې ژمی په پاکستان کې ورځې وړې وي او په لویو ښارونو کې یې دوکانونه تر تېر ماخستن پرانیستي وي.
د پاکستان انرژۍ وزارت د څلورو صوبو له حکومتونو غوښتنه کړې چې په دې برخه کې مسوده تیاره کړي.
دوی وايي، که وړاندیز یې ومنل شي، نو ورځانه به له ۱۵ سوه میګاواټو ډېره برېښنا بچت کړي.
تېره شنبه د پاکستان د جماعت اسلامي په نوښت او د پاکستان د پرچون اتحادیو په همکارۍ په دغه هېواد کې د برېښنا بېل د زیاتېدو او انفلاسیون له امله کاربندیز هم شوی و.
په پاکستان کې پر برېښنا سربېره تېل او ډېزل هم ګران شوي او ور سره انفلاسیون ډېر شوی او د روپۍ ارزښت کم شوی دی.
دې څو لاملونو د خوراکتوکو بیې هم پورته کړې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.