• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د ترهګرۍ ضد اداره وايي د دغه هېواد بریدونو کې «حقاني شبکه ښکېله ده»

۱۵ وږی ۱۴۰۲ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۲۴ GMT+۱

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې د پښتونخوا څانګې مرستیال مشر وايي، کره شواهد لري چې د دغه هېواد په بریدونو کې حقاني شبکه ښکېله ده. سهیل خالد وايي، له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو په وتلو سره ډېر افغان طالبان هم له ټي ټي پي سره یو ځای شوي دي.

هغه له نیا دور سره مرکه کې وايي، په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو پسې د ټي ټي پي هغه پاکستاني وسلوال هم بېرته له دې ډلې سره یو موټی شول چې د افغان طالبانو په ملاتړ د بهرنیو ځواکونو پرضد جنګېدل.

د هغه په خبره، همدا وجه ده چې په پاکستان په تېره پښتونخوا کې ترهګریز بریدونه ډېر شوي دي.

د ترهګرۍ ضد ادارې دغه پاکستانی چارواکی وايي، دا مهال په پاکستان کې نږدې دوه نیم زره وسلوالو ته د بریدونو امر شوی او په دوی کې پر پاکستانیانو سربېره ډېر شمېر افغان هم دي.

سهیل خالد زیاتوي چې روان میلادي کال په تېرو اتو میاشتو کې په پاکستان کې ډېری ځانمرګي بریدونه افغانانو کړي او په اړه یې کره او تایید شوي مالومات لري.

پاکستان کې سږ کال تراوسه نږدې ۱۸ ځانمرګي بریدونه شوي چې تر تېر کال ډېر دي او دا ډېری بریدونه پښتونخوا کې شوي دي.

ښاغلی خالد وايي، د پاکستان تحریک طالبان پاکستان خپل جوړښت د افغان طالبانو په څېر کړی دی، پاکستان یې پر مختلفو ولایتونو وېشلی دی او اوس هزاره ډیویژن ته هم نفوذ کړی دی.

نوموړی وايي، د طالبانو په واکمنېدو سره د پاکستان تحریک طالبان ازادانه افغانسان کې ګرځي، خو د پخواني ولسمشر اشرف غني په وخت کې دومره ازاد تګ راتګ نشو کولی.

د نوموړي په خبره، اوس پر دې وسلوالو کوم بندیز نشته ځکه بې غمه له ډیورنډ کرښې اوړي او په پاکستان کې بریدونه کوي، ځکه پاکستان کې ترهګریزې پېښې هم زیاتې شوې دي.

طالبان بیا بیا په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو شتون او د دغه هېواد په نارامۍ کې د افغانانو ښکېلتیا ردوي.

خو دې وروستیو کې د طالبانو مختلفو چارواکو له خپلو وسلوالو وغوښتل چې بهر ته د جګړې لپاره لاړ نه شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

امنیتي سرچینې: وزیرستان کې ۴ وسلوال د ازغن تار پرې کولو پر مهال ووژل شول

۱۵ وږی ۱۴۰۲ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۱:۰۱ GMT+۱

په پاکستان کې امنيتي سرچينې وايي، د چارشنبې په ورځ یې په شمالي وزیرستان کې پر ډیورنډ کرښه څلور وسلوال د ازغن تار پرې کولو پر مهال وژلي او له اوو ډېر یې ټپيان کړي دي.

دغو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، «دا وسلوال د کرښې له هغې غاړې راغلي وو او هڅه یې کوله، پر ډیورنډ کرښه د تار پرې کولو سره وزیرستان ته ننوځي.»

سرچینې وايي، «ټپي شوي کسان بېرته د افغانستان لور ته وروړل شوي دي.»

د سرچينو د معلوماتو له مخې وژل شوي کسان د ټي‌ټي‌پي خالد خراسان ډلې غړي دي.

سرچینو د پېښې د کره ځای په هکله مالومات نه دي ور کړي.

تر اوسه پاکستاني طالبانو په دې هکله څه نه دي ویلي.

۲۳ افغان کډوال د پاکستان له زندانه خوشې او افغانستان ته ستانه شول

۱۴ وږی ۱۴۰۲ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې ۲۳ افغان بندیان له پاکستاني زندانه راخوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر خپلې اېکس (ټویټر) پاڼې لیکلي، چې یادو کسانو د پاکستان په زندانونو کې له درېیو میاشتو زیات بند تېر کړی و، چې تېره ورځ د تورخم له لارې بېرته افغانستان ته راستانه شول.

یاد وزارت زیاتوي، چې له پاکستاني بنده را ازاد شویو افغانانو سره د کډوالۍ نړۍوال سازمان مرسته وکړه او خپلو سیمو ته یې استولي دي.

په راخوشې شویو کسانو کې یې د ځینو عمرونه له اتلسو کلونو کم و.

راپورونه وايي، چې لا هم د پاکستان په یو شمېر زندانونو کې افغان کډوال بندیان دي، د معلوماتو په اساس د ګڼ شمېر زندانیانو د نیولو لامل نه دی په ډاګه شوی.

د اسلام اباد سترې محکمې د پنجاب د پخواني مشر وزیر چودري پرویز الهي د خوشې کولو حکم کړی

۱۴ وږی ۱۴۰۲ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۴۷ GMT+۱

راپورونه وايي، چې د سې شنبې په ورځ(د وږي ۱۴مه) د پنجاب پخواني مشر وزیر د نظر بندۍ حکم وځنډاوه او د نوموړي د خوشې کېدو حکم یې صادر کړ.

پرویز الهي چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند له مخکښو غړو څخه دی او د عمران خان د حکومت پر مهال د پنجاب صوبې مشر وزیر و، د روان کال په جون میاشت کې د فساد په تور په لاهور کې نیول شوی و.

هغه وخت پولیسو اعلان وکړ، چې نوموړی د فساد په یوې قضیې کې ښکېل دی.

پرویز الهي له نیول کېدو وروسته رسنیو ته ویلي وو، چې حکومت یې پر وړاندې یوه سیاسي دسیسه جوړه کړې او کوښښ کوي چې نوموړی زنداني شي.

اوس د اسلام اباد محکمې حکم کړی، چې پولیس به چودري پرویز په بلې کومې قضیې کې نه نیسي او سر له نن نېټې څخه نوموړی ازاد دی.

خو "ده نیوز" خبري اژانس د هغه د وکیل په حواله ویلي، چې د پرویز الهي د خوشې کېدو له حکم وروسته هم پولیسو نوموړی یو ځل بیا نیولی دی.

د یادونې وړ ده، چې اوسمهال د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان په شمول د هغه د کابینې ګڼ وزیران زندانیان او یا هم تر تعقیب لاندې دي.

د پاکستان د بې درکو کسانو د موندنې کمېسیون: تېره میاشت۷۴ کسان ورک شوي او د ۷ مړي موندل شوي

۱۴ وږی ۱۴۰۲ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۵:۰۲ GMT+۱

د ورکو شویو کسانو د موندنې دولتي کمېسیون په خپل تازه راپور کې وايي؛ په پاکستان کې تېره اګسټ میاشت ۷۴ کسان ورک شوي او د اوو نورو مړي موندل شوي دي.

دغه کمېسیون په خپل راپور کې زیاتوي، چې تر اوسه ۶۷ لادرکه کسان خپلو کورونو ته ستانه شوي او ۷۸ پاتې بې درکه شويو کسانو پسې پلټنې روانې دي، چې د ځینو ځایونه په نښه شوي دي.

د ورکو شویو کسانو د موندنې دغه کمېسیون ویلي، چې تر اوسه ورسره ۹۹۶۷ د لا درکۍ پېښې ثبت شوي دي او دوی هڅه کوي چې ټولو پېښو ته رسیده ګي وکړي.

تېره میاشت د جیونیوز د راپور له مخې؛ په ټول پاکستان کې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د جبري ورکو شویو شمېره ۵۹۱ ښودلې وه.

د ورکو شویو کسانو د موندنو کمېسیون زیاتوي، چې د روان کال په جنوري میاشت کې ۹۱، فیبروري کې ۹۹، اپریل کې ۹۱، می میاشت کې ۸۲ او جون میاشت کې ۲۹ د ورکو شویو کسانو قضیې ورسره ثبت شوي دي.

په پاکستان کې د جبري ورکو شویو قضیو لوړه برخه په بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې ثبت شوي دي.

تېره میاشت هم په بلوچستان کې یو شمېر بلوچانو لاریون کړی و او د پاکستان پر پوځ او استخباراتي ادارو یې نیوکه کړې وه، چې ګڼ شمېر بلوچ ځوان سیاستوال یې په جبري ډول ورک کړي دي.

خېبر پښتونخوا؛ ناپېژاندو وسلوالو په بنو کې د عوامي نشنل ګوند مشر وژلی

۱۴ وږی ۱۴۰۲ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۳:۴۴ GMT+۱

راپورونه وايي، چې د پاکستان د خېبر پښتونخوا صوبې په بنو کې د عوامي نشنل ګوند مشر شېرولي خان باغي د ناپېژاندو وسلوالو په ډزو کې وژل شوی دی.

د بنو پولیسو رسنیو ته ویلي، چې نوموړی نن سې شنبه (د وږي ۱۴مه) سهار مهال له خپل کور څخه د بازار په طرف روان و، چې ناپېژاندو وسلوالو پرې ډزې کړي او نوموړی یې وژلی دی.

پولیس زیاتوي، چې بریدګر د پېښې له سیمې په تېښته بریالي شوي او په اړه یې پلټنې روانې دي.

شېرولي خان باغي د سیاسي فعالیت تر څنګ د وکالت دنده هم ترسره کوله.

بل خوا د پښتونخوا عوامي نشنل ګوند هم د خپل دغه غړي وژل کېدل تایید کړي او له پولیسو یې غوښتنه کړې، چې د پېښې په اړه پلټنې وکړي.

دا لومړی ځل نه دی، له دې وړاندې هم په خېبر پښتونخوا کې د عوامي نشنل، تحریک انصاف، ملي جمهوري غورځنګ او جماعت علمای اسلام ګوندونو یو شمېر غړي د ناپېژاندو وسلوالو له خوا په نښه شوي دي.

تېره میاشت هم په پښتونخوا کې د تحریک انصاف او ملي جمهوري ګوند غړي وژل شوي دي.