خېبر پښتونخوا؛ ناپېژاندو وسلوالو په بنو کې د عوامي نشنل ګوند مشر وژلی

راپورونه وايي، چې د پاکستان د خېبر پښتونخوا صوبې په بنو کې د عوامي نشنل ګوند مشر شېرولي خان باغي د ناپېژاندو وسلوالو په ډزو کې وژل شوی دی.

راپورونه وايي، چې د پاکستان د خېبر پښتونخوا صوبې په بنو کې د عوامي نشنل ګوند مشر شېرولي خان باغي د ناپېژاندو وسلوالو په ډزو کې وژل شوی دی.
د بنو پولیسو رسنیو ته ویلي، چې نوموړی نن سې شنبه (د وږي ۱۴مه) سهار مهال له خپل کور څخه د بازار په طرف روان و، چې ناپېژاندو وسلوالو پرې ډزې کړي او نوموړی یې وژلی دی.
پولیس زیاتوي، چې بریدګر د پېښې له سیمې په تېښته بریالي شوي او په اړه یې پلټنې روانې دي.
شېرولي خان باغي د سیاسي فعالیت تر څنګ د وکالت دنده هم ترسره کوله.
بل خوا د پښتونخوا عوامي نشنل ګوند هم د خپل دغه غړي وژل کېدل تایید کړي او له پولیسو یې غوښتنه کړې، چې د پېښې په اړه پلټنې وکړي.
دا لومړی ځل نه دی، له دې وړاندې هم په خېبر پښتونخوا کې د عوامي نشنل، تحریک انصاف، ملي جمهوري غورځنګ او جماعت علمای اسلام ګوندونو یو شمېر غړي د ناپېژاندو وسلوالو له خوا په نښه شوي دي.
تېره میاشت هم په پښتونخوا کې د تحریک انصاف او ملي جمهوري ګوند غړي وژل شوي دي.