• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سراج الحق: حکومت دې د برېښنا بیه پخواني حالت ته ټیټه کړي

۱۲ وږی ۱۴۰۲ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۴:۴۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ وږی ۱۴۰۲ - ۴ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۷ GMT+۱

د پاکستان د جماعت اسلامي مشر سراج الحق د پاکستان له حکومت وغوښتل چې د برېښنا بیه بېرته پخواني حالت ته ورسوي. نوموړي د یکشنبې په ورځ د پاکستان حکومت ته د ځايي وخت سره سم د شپې تر ۱۱ بجو وخت ور کړ چې غوښتنه یې ومني.

د جماعت اسلامي په نوښت او د پاکستان د پرچون اتحادیو په همکارۍ پرون په دغه هېواد کې د برېښنا بېل د زیاتېدو او انفلاسیون له امله کاربندیز هم شوی و.

سراج الحق په لاهور کې خبري ناستې ته دا کاربندیز کامیاب وباله او زیاته یې کړه، چې پکاره ده حکومت د برېښنا بېل پخواني حالت ته کړي.

د هغه په خبره، دا د حکومت ملامتي ده چې برېښنا یې ګرانه اخیستې ده. نوموړي وویل، ګوند یې هیڅوک نه پرېږدي چې د چا د برېښنا مېټر لرې کړي.

په پاکستان کې پر برېښنا سربېره تېل او ډېزل هم ګران شوي او ور سره انفلاسیون ډېر شوی او د روپۍ ارزښت کم شوی دی.

دې څو لاملونو د خوراکتوکو بیې هم پورته کړې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

په پاکستان کې سوداګرو د بریښنا بیلونو او انفلاسیون له امله کاربندیز کړی

۱۱ وږی ۱۴۰۲ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۵۸ GMT+۱

په پاکستان کې د پرچون اتحادیو د شنبې په ورځ د برېښنا بېلونو د لوړې بیې او انفلاسیون له امله کاربندیز کړی. د پاکستان په دوو تر ټولو سترو ښارونو لاهور او کراچۍ کې ډېری مارکېټونه تړلي، خو څېرمه سیمو کې د خوراکتوکو او درملو پلورنځي پرانیستي وو.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې هم د جماعت اسلامي په غوښتنه ټول ښار تړلی و.

د ټول پاکستان سوداګرو ټولنې مشر اشرف بټي رویټرز ته ویلي، نن سوداګرو په ټول پاکستان کې د بریښنا د نرخونو د زیاتېدو او ناعادلانه مالیاتو پر ضد کاربندیز کړی دی.

د پاکستان سوداګرو او د جماعت اسلامي مشرانو پرون پېښور کې خبري غونډې ته وویل، د شنبې په ورځ به په ټول پاکستان کې کاربندیز وي.

خو په پېښور، اسلام اباد او ملتان کې دا پرېکړه تر ډېره نه ده عملی شوې.

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر ویلي چې د تېلو بیې ګرانېدو سره د برېښنا بېلونه هم ګران شوي دي.

په پاکستان کې د جمعې په ورځ د پټرولو او ډیزلو بیې بې سارې لوړې شوې. د یو لېتر د پټرولو بیه د ۱۴.۹ روپیو په زیاتېدو سره۳۰۵.۴ او د یو لېتر ډیزلو بیه د ۱۸.۴ روپیو په زیاتېدو سره۳۱۱.۸ روپیو ته پورته شوه.

د پاکستان د احصایې ملي اداره وايي، په دغه هېواد کې د کلني انفلاسیون یا د پړسوب کچه په اګسټ میاشت کې، چې پرون ختمه شوه، ۲۷.۴ سلنې ته پورته شوې ده.

دې ادارې د جمعې په ورځ یوه بیان کې وویل، انفلاسیون په اګسټ کې تر تېرې میاشتې ۱.۷ سلنه زیات شوی.

له تېرو څو میاشتو راهیسې د پاکستان روپۍ هم د ډالر په مقابل کې ارزښت بایللی او نن په ازاد بازار کې یو ډلر له ۳۳۰ روپیو پورته تبادله کېده.

پاکستان کې انفلاسیون په اګسټ کې ۲۷.۴ سلنې ته پورته شوی

۱۰ وږی ۱۴۰۲ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۶:۱۹ GMT+۱

د پاکستان د احصایې ملي اداره وايي، په دغه هېواد کې د کلني انفلاسیون یا د پړسوب کچه په اګسټ میاشت کې، چې پرون ختمه شوه، ۲۷.۴ سلنې ته پورته شوې ده. دې ادارې د جمعې په ورځ یوه بیان کې وویل، انفلاسیون په اګسټ کې تر تېرې میاشتې ۱.۷ سلنه زیات شوی.

پاکستان چې له پیسو نړیوال صندوق د درې میلیارد ډالرو پور اخیستو سره د اقتصاد رغولو پر خورا نرۍ لار روان دی اوس ورته اقتصادي ټیکاو په لویه ننګونه بدل شوی دی.

اقتصادي ریفورم یا سمون سره لا د مخه انفلاسیون او د سود کچه په ریکارډ کچه زیات شوي او د روپۍ ارزښت تر بل هر وخت خورا ټیټې کچې ته لوېدلی دی.

په پاکستان کې د جمعې په ورځ د پټرولو او ډیزلو بیې بې سارې لوړې شوې. د یو لېتر د پټرولو بیه د ۱۴.۹ روپیو په زیاتېدو سره۳۰۵.۴ او د یو لېتر ډیزلو بیه د ۱۸.۴ روپیو په زیاتېدو سره۳۱۱.۸ روپیو ته پورته شوه.

په تېرو څو میاشتو کې د ډالر په مقابل کې د روپۍ ارزښت هم پرلپسې ټیټېږي.

په اګست میاشت کې، چې پرون پای ته ورسېده، ډالر د پاکستانۍ کرنسۍ په مقابل کې ۱۸ روپۍ او ۹۰ پیسې ګران شوی دی.

د پاکستان مرکزي بانک د پنجشنبې په ورځ وویل، چې یو ډالر له ۳۰۵ روپیو او ۵۴ پیسو سره برابر شوی دی.

خو په ازاد بازار کې یو ډالر له ۳۳۰ روپیو سره تبادله کېږي.

د پاکستان کابینې د خپل هېواد د اسعارو له بازار د افغان سوداګرو د منع کولووړاندیز ونه مانه

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۴۵ GMT+۱

ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی چې د پاکستان د کابینې د اقتصادي رغونې کمېټې د دغه هېواد د بهرنیو اسعارو له بازار د افغان سوداګرو د بندولو وړاندیز رد کړی دی.

یو شمېر پاکستاني چارواکي استدلال کوي، چې د دغه هېواد د بهرنیو اسعارو له بازاره ګټه اخیستنه د ډالر د ارزښت د بې ساري لوړېدو لامل شوی دی.

د پاکستان د اړیکو وزیر اشرف طرار د سې شنبې په ورځ (د وږي۷ مه) له دغې کمېټې سره په کتنه کې د پاکستان د اسعارو پر بازار د افغانستان د اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د کابینې دغه غړی په دې باور دی، چې افغانان د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له پاکستانه بهرني اسعار پېري او په دې توګه د ډالرو پر بیې فشار راوړي.

د راپورونو له مخې؛ نوموړي د يادې کمېټې له مشر شمشاد اختر څخه غوښتي، چې په دې اړه چې په بازار کې ډالر د ٣٤٠ کلدارو په بيه نه وي، اقدام وکړي.

د طالبانو پر وړاندې د لویدیځو هېوادونو له بندیزونو سره افغان سوداګر تر ډېره خپلې سوداګریزې اړتیاوې له پاکستان سره د سوداګرۍ له لارې پوره کوي.

دا کار د دې لامل شوی، چې د پاکستان کابینې د افغان سوداګرو له خوا په بازار کې د پاکستاني اسعارو د استفادې او د اسعارو د نرخ پر بدلون او د هغې پر اقتصادي پایلو او اغېزو څېړنې وکړي.

د نا تایید شویو اټکلونو له مخې؛ د پاکستان د بهرنیو اسعارو په بازارونو کې چې درې ټریلیون روپیو ته رسیږي، شاوخوا یو پر درې برخه یې د افغانانو شتمني ده.

افغان سوداګر او متصدیان د دې نغدو شتمنیو یوه مهمه برخه د اړتیا وړ ډالرو پېرودلو لپاره کاروي.

خو د هېواد د اسعارو پر بازار د کارونې د اغېزو په اړه د مخابراتو د وزير د اندېښنې سربېره؛ د پاکستان د کابينې د اقتصادي رغونې کمېټې په دې اړه له پرېکړې کولو ډډه وکړه.

د دغې کمېټې غړو د ونډو د بازار د فعاليت د کمښت د مخنيوي په خاطر د پانګوالو د باور د بيارغاونې پر اهميت ټينګار وکړ.

له بلې خوا د کابینې دغې کمیټې اقتصاد وزارت ته د حل لارې په توګه د سوداګریزو توکو د صادرونکو لپاره د اسانتیاوو په برابرولو سره د اقتصادي رغونې لپاره وړاندې کړه.

د ډالر په مقابل کې د کلدارې ارزښت په یوه میاشت کې نږدې ۱۹ روپۍ کم شوی

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۷:۰۱ GMT+۱

پاکستانۍ رسنۍ وايي په اګست میاشت کې، چې نن پای ته رسېږي، ډالر د پاکستانۍ کرنسۍ په مقابل کې ۱۸ روپۍ او ۹۰ پیسې ګران شوی دی. د پاکستان مرکزي بانک د پنجشنبې په ورځ وویل، چې نن یو ډالر له ۳۰۵ روپیو او ۵۴ پیسو سره برابر شوی دی.

خو په ازاد بازار کې یو ډالر له ۳۲۳ روپیو سره تبادله کېږي.

د جیو نیوز د راپور له مخې، د چارشنبې په ورځ یو ډالر له ۳۰۴ روپیو او ۴۵ پیسو سره برابر و او په دې ترتیب یې یوه روپۍ نور هم ارزښت بایللی دی.

خو په ازاد بازار کې روپۍ د پنجشنبې په ورځ د ډالر په مقابل کې خپل ارزښت درې روپۍ او ۵۰ پیسې بایللی دی.

نږدې اونۍ وړاندې د پاکستان بانکونو کې یو ډالر له درې سوه روپیو سره برابر شو.

د روپۍ د ارزښت کمېدو سره په پاکستان کې د خوراکتوکو په ګډون د مختلفو اړتیا وړ شیانو بیې هم زیاتېږي.

د ډالر او نورو پیسو په مقابل کې د روپیو ارزښت له څو میاشتو راهیسې کمېږي او باور دا دی چې دا کرنسي به ارزښت نور هم وبایلي

ځايي سرچینې؛ پر پاکستاني پوځیانو په شوي ځانمرګي برید کې ۲۹ پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۹ وږی ۱۴۰۲ - ۳۱ اګست ۲۰۲۳، ۱۶:۲۲ GMT+۱

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل؛ د خېبر پښتونخوا ایالت د بنو اړوند جانېخېلو ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو پر کاروان ځانمرګی برید شوی دی. په دغه ځانمرګي برید کې ۹ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

په پاکستان کې ځايي سرچینو د پنچشنبه په ورځ ( د سنبلې ۹ مه ) وویل، د مازیګر مهال پر موټرسایکل سپور ځانمرګي بریدګر خپل ځانته د پاکستاني پوځیانو کاروان ته څېرمه چاودنه ورکړه.

هغه لېست چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی؛ د پېښې ټول قربانیان پاکستاني پوځیان دي.

تر اوسه پورې پاکستاني پوځیانو په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د دې پېښې پړه د تحریک طالبان پاکستان حافظ ګل بادر ګروپ پر غاړه اخیستې او د ځانمرګي بریدګر ضرار مداخېل انځور یې خپور کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو واک ته د رسېدلو سره پر پاکستاني پوځیانو د وسلوالو بریدونه زیات شوي دي.

پاکستان تل ادعا کړې ده، چې پاکستاني طالبان د افغانستان خاوره د پټنځای په توګه کاروي او له هغه ځایه بریدونه پلانوي؛ خو د طالبانو حکومت تل د پاکستان دا ادعاوې رد کړي دي.

په دې وروستیو کې د طالبانو چارواکو له پاکستانه غوښتي، چې د خپلو طالبانو پرضد دې دننه په پاکستان کې ګامونه واخلي او پر افغانستان دې بې ځایه تورونه نه لګوي.