نورالدین عزیزي له پاکستانه غوښتي، چې د افغان سوداګرو مالونه له “ حساس نوملړه” وباسي

AP ۱۴۰۲ وږی ۱۷

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر د پاکستان له سفیر سره لیدنه کې ویلي، چې د افغان سوداګرو ټرانزیټي توکي د پاکستان په” حساس نوملړ کې راغلي دي.

نورالدین عزیزي عبیدالرحمن نظاماني ته وویل، د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو د مالونو تګ راتګ هم ځنډول شوی.

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي عزیزي په دغه لیدنه کې له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د دغو ستونزو د حل لپاره همکاري وکړي.
دغه وزارت د هغو توکو په اړه چې د پاکستان په حساس نوملړ کې راغلي، جزئیات نه دي ورکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان سفیر په دغه لیدنه کې د افغانستان او پاکستان د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او پاکستان ډاډ ورکړ، چې د دغو اندېښنو د هواري لپاره به د خپل هېواد له چارواکو سره خبرې وکړي.
د پاکستان دولتي بانک راپور ورکړی، چې د روان کال په جولای میاشت کې افغانستان ته د پاکستان صادرات ۳۲ سلنه ډېر شوي؛ خو پاکستان ته د افغانستان واردات ۷۶ سلنه کم شوي دي.
د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت هم وایي، چې پاکستان ته یې صادرات د تېرکال پرتله ۶۶ میلیونه ډالر کم شوي دي.

نور خبرونه

رادیو