• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند مخالف وسلوال مشر د پاکستان کنټرول لاندې کشمیر کې ووژل شو

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۰۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ وږی ۱۴۰۲ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۵ GMT+۱

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې چارواکي وايي، د هند یو مخالف وسلوال مشر د جمعې په ورځ په جومات کې ووژل شو. دا په روان کال کې د هند ضد دریم وسلوال مشر دی چې په پاکستان کې وژل کېږي.

پولیس چارواکی شهریار سکندر وايي، په ابو قاسم کشمیري مشهور محمد ریاض د روالکوټ په جومات کې د نامعلوم وسلوال په برید کې ووژل شو.

روال کوټ د هند تر واک لاندې کشمیر ته نږدې او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر له مرکز مظفر اباد ۱۳۰ کیلومتره لرې پروت ښارګوټی دی.

ښاغلی سکندر د جومات د ملا په حواله وايي، پر ټپټي یا موټر سایکل سپور وسلوال پر ریاض څلور ډزې وکړې او بیا له سیمې وتښتېد.

ریاض د هند تر کنټرول لاندې کشمیر اوسېدونکی و او په ۱۹۹۰ کلونو کې پاکستان ته کډه شوی و.

نوموړی د جماعت الدعوه په نوم خیره ټولنې یو مشر او د دې ټولنې اړوند لشکر طیبه وسلوالې ډلې قومندان و.

هند لشکر طیبه په ممبیي کې د ۲۰۰۸ کال په بریدونو تورنوي، چې له امله یې ۱۶۶ کسان ووژل شول.

د جماعت دعوه ډلې ویاند په دې هکله له رویټرز سره له خبرو ډډه کړې ده.

تېر کال پاکستان پر هند تور پورې کړ چې د جماعت الدعوه د بنسټګر حافظ سعید له کور سره نږدې یې د بم پلان درلود، خو هند دا تور رد کړ.

د جمو کشمیر متحد غورځنګ غړی سردار رضوان حنیف وايي، ریاض د خپل وطن له ازادۍ سره د مینې له امله ووژل شو.

د کشمیري وسلوالو بلې ډلې حزب المجاهدین مشر سید صلاح الدین هم د ریاض وژل غندلي دي.

په روان کال کې دا د هند ضد دریم مشر دی چې په پاکستان کې وژل کېږي.

تېره فبروري د حزب المجاهید یو قومندان بشیر احمد پیر په راولپنډۍ کې او د البدر مجاهدینو پخوانی قومندان سید خالد رضا هم په کراچۍ کې ووژل شو.

هند او پاکستان د کشمیر پر ملکیت دعوه لري او دوه ځلې د دې سیمې پر سر سره نښتي هم دي.

هند له لسیزو راهیسې پر پاکستان تور لګوي چې د دغه هېواد تر واک لاندې کشمیر کې د تاوتریخوالي لپاره د وسلوالو ملاتړ کوي.

اسلام اباد دا تورونه ردوي او هند د پاکستاني بېلتونپالو په ملاتړ تورنوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

ممتاز زهرا بلوڅ: ترهګرو په افغانستان کې نوې وسلې ترلاسه کړې او زموږ پر ادارو بریدونه کوي

۱۷ وږی ۱۴۰۲ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۲:۱۶ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، افغانستان کې «نوې وسلې ترهګرو ته په لاس ورغلې دي» او په همدې وسلو د دغه هېواد پر امنیتي ادارو بریدونه کوي. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، ممتاز زهرا بلوڅ د جمعې په ورځ په اونیزه خبري غونډه کې پر دې وسلو اندېښنه وښوده.

مېرمن بلوڅ دا هم وویل چې دا وسلې په افغانستان کې له امریکا پاتې دي او دغه حالت ته د نړیوالې ټولنې پام پکار دی.

تر دې مخکې د پاکستان سرپرست لومړي وزیر ویلي و، چې په افغانستان کې له امریکا په پاتې وسلو په پاکستان کې بریدونه کېږي.

خو وړمه ورځ د امریکا د امنیت شورا ویاند جان کربي د پاکستان د لومړي وزیر دغو څرګندونو ته په ځواب کې ویلي:« موږ په افغانستان کې هیڅ پوځي تجهیزات نه دي پرېیښي.»

جان کربي زیاته کړې:« له افغانستانه د راوتو په مهال مو ځینې تجهیزات پاتې کېدل چې هغه مو هم له منځه یووړل.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، که څه هم له تېرو دریو ورځو راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم دروازې تړل کېدو ته اشاره ونه کړه، خو ویې ویل «که د پاکستان له لوري پوله بنده وي، نو لامل به یې بد امنیتي حالت وي.»

نوموړې دا هم وویل چې په چترال کې د پاکستاني طالبانو د برید په هکله یې هم «افغان چارواکو» ته خپله اندېښنه ښودلې ده.

پاکستاني چارواکي وايي، چترال ته له افغان خاورې وسلوال اوښتي او برید یې کړی دی.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني چارواکو دا ادعا بې ځایه بللې او وايي، د پاکستاني طالبانو وسله‌وال برید د افغانستان له خاورې په ګټه اخیستو نه دی شوی.

په پاکستان کې د اربعین د مراسمو پر مهال په فرقه ییزه شخړه کې اته کسه ټپیان شوي

۱۶ وږی ۱۴۰۲ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۲۱:۰۱ GMT+۱

د پاکستان پولیس وايي، د سند ایالت په کپرو ښار کې د امام حسین د اربعین د مراسمو پر مهال د فرقه ییزې شخړې له امله لږ تر لږه اته کسه ټپیان شوي دي.

پولیسو ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه شخړه وروسته له هغې رامنځته شوه، چې یوه «ممنوعه مذهبي فرقه» د ماتم کوونکو پروګرام ته ورغلې وه.

پولیسو د مذهبي فرقې د نوم له اخیستو پرته وویل، چې پر دې مراسمو د دوی یو اعتراض دا دی چې د اربعین له مراسمو وروسته د ماتم لروونکو پلي تګ او راغوڼډېدلو په اربعین مراسمو کې نه شته.

د پولیسو په وینا؛ سړکونو ته د ماتم کوونکو له ننوتلو وروسته شخړه رامنځ ته شوه او دواړو لورو یو پر بل د ډبرو او لرګو ګوزارونه وکړل.

په دې شخړه کې د يوې لاروې نجلۍ په ګډون اته تنه ټپيان شوي. خو يوه ځايي روغتيايي چارواکي وويل، چې روغتون ته ١١ ټپيان ور وړل شوي دي.

ځايي سرچینې: په تورخم کې وضعیت کړکېچن دی او د دواړو خواوو ځواکونه ګوته پر ماشه دي

۱۶ وږی ۱۴۰۲ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۹:۰۹ GMT+۱

د تورخم سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له څو ساعتونو تېرېدو وروسته لا هم د پولې دواړو غاړو ته وضعیت کړکېچن دی، طالبان او پاکستاني پوله ساتونکي یو بله ته په مورچو کې ناست دي.

د طالبانو د سرچینو په وینا؛ د تورخم دروازه د مسافرو او سوداګریزو موټرو له کاروانونو پاکه شوې ده.

له هغه ځايه يوه عيني شاهد وويل، چې د مړو او ناروغانو په ګډون هيچا ته د تورخم له لارې د تېرېدو اجازه نه ورکول کېږي.

د پاکستان په یوه روغتون کې د مغزي تومور له امله د مړ شوي افغان ماشوم کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دوی د دویمې ورځې لپاره هم په تورخم کې د خپل ماشوم له جسد سره ولاړ دي.

د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) د تورخم پر پوله د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ادعا کړې، چې د دې ډلې غړو د پاکستان د برید په وړاندې غبرګون ښودلی دی. خو پاکستاني چارواکو د ډزو د پيل پړه پر طالبانو اچولې ده.

ډزې د چهارشنبې په ماسپښین پیل شوې او شاوخوا دوه ساعته یې دوام وکړ. سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي؛ ډزې هغه مهال پیل شوې، چې وسله والو طالبانو د تورخم دروازې ته څېرمه د پوستې جوړول پیل کړل او پاکستاني ځواکونو یې د مخنیوي هڅه وکړه.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې طالبانو دغه پوسته د دغه هېواد له چارواکو سره له تفاهم پرته په داسې سیمه کې جوړه کړې ده، چې تفاهم نه و موجود.

سیمه ییزو سرچینو افغان انټرنشنل ته ویلي، چې په نښته کې لږ تر لږه دوه طالبان وژل شوي او یو پاکستانی سرتېری ټپي شوی دی.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې د دواړو لورو استازو د جګړې له پیل مخکې له یو بل سره لیده کاته کړي دي. خو تر اوسه معلومه نه ده چې د غونډې اجنډا څه وه او د کومې موضوع پر سر شخړه د دواړو لورو ترمنځ په ډزو بدله شوه.

د طالبانو د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي وايي، دواړه لوري هڅه کوي، چې د جګړې پر لاملونو او انګيزو خبرې وکړي.

تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مالونو او مسافرو د تګ راتګ اصلي ترانزیت دی. د رسمي شمېرو له مخې له دې لارې هره ورځ لسګونه زره مسافر تګ راتګ کوي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشر ضیاالحق سرحدي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د تورخم د بندېدو له امله د مېوو، سبزیجاتو او نورو توکو سلګونه بار وړونکي لارۍ پر سړک ولاړې دي.

د ښاغلي سرحدي په وینا له دې جګړې وروسته سوداګرو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

حامد کرزي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د "معاصرو" اړیکو غوښتنه وکړه

۱۶ وږی ۱۴۰۲ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۵ GMT+۱

په داسې حال کې چې له بهرنیو چارواکو سره د پخواني ولسمشر کرزي د محدودو ناستو خبرونه خپاره شول، د افغانستان پخواني ولسمشر د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په کابل کې یې د پاکستان له سفیر سره وکتل.

په دې کتنه کې هغه د دواړو ګاونډیو او وروڼو هېوادونو ترمنځ پر معاصرو اړیکو ټینګار وکړ.

داسې ښکاري چې د حامد کرزي پر سفرونو د طالبانو د نویو محدودیتونو په اړه د خبرونو په پراخو خپرېدو سره هغه یو ځل بیا له بهرنیو چارواکو سره لیده کاته کړي دي.

حامد کرزي ته نېږدې سرچينو د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ١٣مه) افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې طالبانو د ایران د اسلامي جمهوري دولت پلاوي ته اجازه نه ده ورکړې، چې له کرزي سره وګوري.

تر دې مخکې طالبانو د کرزي پر بهرنیو سفرونو بندیزونه لګولي وو.

طالبانو ادعا کړې چې دا بندیزونه د داعش له بریدونو څخه د کرزي د ساتنې لپاره لګول شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې طالبان له بهرنيو چارواکو سره د کرزي په ليدنو کې د نجونو د ښوونځيو د بيا پرانيستلو او د يوه ټول شموله حکومت د جوړولو په اړه له خبرو سره موافق نه دي.

د باجوړ په موټرسایکل چاودنه کې څلور کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

۱۶ وږی ۱۴۰۲ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۳، ۱۸:۵۲ GMT+۱

راپورونه وايي، چې د خېبر پښتونخوا په باجوړ کې په یوه موټر سایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو د باجوړ د پولیسو د یوه چارواکي په حواله ويلي، چې یاده پېښه د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۱۶مه) په ډما ډوله خوړ کې رامنځته شوې ده.

ځايي سرچینې وايي، چې یاد موټرسایکل د پولیسو پوستې ته نېږدې د پولیسو د تګ راتګ پر لارې درول شوی و، چې چاودنه یې کړې ده، د یو پولیس په ګډون پکې دوه کسان وژل شوي دي.

یوې بلې سرچینې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې ځايي روغتون ته د پېښې له سیمې دوه تنه ټپیان ور وړل شوي دي.

د یادې پېښې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

نن د خېبر پښتونخوا په بنو سیمه کې هم د پاکستاني پوځیانو پر یوه کاروان ځانمرګی برید شوی، چې په پایله کې یې پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.